تاند (سېشنبه، د زمري/ اسد ۶ مه) د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر ډوبرینت ویلي، چې دغه هېواد د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په لومړي ځل یو افغان وګړی، چې هېڅ جنايي سابقه یې نه لرله، افغانستان ته لېږلی دی.
د نوموړي په وینا، دغه کس وروسته له هغې د ایستلو وړ وګرځېد چې د پناه د غوښتنلیک وروستی قانوني پړاو یې هم رد شو.
ډوبرینت ویلي، دغه افغان وروسته هڅه کړې وه چې په یوه بل اروپایي هېواد کې مېشت شي، خو هلته په ناقانونه توګه اوسېده. له هغه ځایه بېرته جرمني ته ولېږدول شو او بیا له جرمني څخه افغانستان ته په جبري ډول ولېږل شو.
دا کس د هغو ۳۱ افغان نارینهوو له ډلې و، چې د سېشنبې په ورځ په الوتکه کې افغانستان ته ولېږدول شول. د چارواکو په وینا، پاتې ۳۰ تنه ټول په جنايي جرمونو محکوم شوي وو.
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته افغانستان ته د کډوالو ایستل د بشري حقونو او د بېرته ستنېدونکو د خوندیتوب په اړه د اندېښنو له امله لا هم جنجالي موضوع ګڼل کېږي.
جرمني، چې په ۲۰۲۴ کال کې یې افغانستان ته د افغانانو د جبري ستنولو بهیر بیا پیل کړی، تر اوسه له ۲۰۰ څخه ډېر کسان افغانستان ته استولي دي. د بخښنې نړیوال سازمان (Amnesty International) د راپور له مخې، لږ تر لږه یو تن له شړل کېدو وروسته وژل شوی دی.
deutchland ist schlisch fashist land,
leute ist seher schilischt
afghanische land sind meher gute von deutschland
ich mochte rise nach afghanistan schnelle,
danke schon
جرمنی …. خوړلی دی چی دا بیچاره افغان ئی له خپل هیواد څخه ایستلی دی. په حقیقت کی دا بیچاره پردی هیواد ته وشړل شو ( یو څوک چی په یو هیواد کی راضی نه وی نو هغه هیواد ور ته پردی هیواد دی که څه هم پلرنی هیواد ئی وی).