Homeخبرونهغزني کې د «خون کوتل» سړک د جوړولو چارې ۵۰ سلنه بشپړې...

غزني کې د «خون کوتل» سړک د جوړولو چارې ۵۰ سلنه بشپړې شوې 

تاند (چهارشنبه د اسد/زمري ۷مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت وایي چې په غزني کې د «خون کوتل» سړک د جوړولو چارې د ۶۳۲ میلیون افغانیو په لګښت ۴۷ سلنه بشپړې شوې دي.

د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حق‌شناس په اېکس‌پاڼه لیکلي چې دا سړک د ټولګټو وزارت له لوري له خصوصي سکټور سره قرارداد شوی او دا مهال یې چارې په چټکۍ سره جریان لري. ‎

حق‌شناس لیکلي چې یاد سړک ۲۷٫۸ کیلومتره اوږدوالی او ۹ متره پلنوالی لري او د «خون کوتل» له لارې د اجرستان او مالستان ولسوالۍ سره نښلوي.

د خبرپاڼې له مخې، د یاد سړک په اوږدو کې ۱۵۳ کوچني او لوی پلګوټي  او ۵۲۸۶ متره استنادي دېوالونو او د دوه واشونو کار هم شامل دی.

سرچینه زیاتوي چې، د يادو پلګوټو له ډلې د ٤٠ پایې پلګوټو کار بشپړ، ۳۵ پایې پلګوټي تر کار لاندې او د ۷۸ پلګوټورغنیزې چاري به ژر پیل شي.

‎د «خون کوتل» سړک د غزني ولایت له مهمو مواصلاتي لارو څخه شمېرل کېږي چې په بشپړېدو سره به یې د اجرستان او مالستان ولسواليو سربېره د دايکندي او روزګان ولايتونو د اوسېدونکو د تګ‌راتګ ستونزې هم هوارې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د استاد شپون کتابونه او زه | احمدالله مېلمه

ابا مې مازدېګر له ښاره راغی، زه په کلي کې وم. هغه له ځان سره کتابونه راوړي وه، ډېر کتابونه.. په منځ کې یې...