تاند (چهارشنبه د اسد/زمري ۷مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي چې د پانګونې بینالوزارتي کمېټې په نوبتي غونډه کې د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه تایید شوې ده.
د اقتصادي معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي چې یاده طرحه دې غونډې ته د بحث لپاره وړاندې شوې وه چې له ارزونې وروسته تایید شوې ده.
یاد معاونیت همداراز لیکلي چې په دې غونډه کې د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د عامې روغتیا وزارت پر ځمکه د کفټریا او هټیو جوړولو طرحه هم له ارزونې وروسته هم د تایید وړ بلل شوې ده.
د یادونې وړ ده چې، د اقتصادي معاونیت د پانګونې بینالوزارتي کمېټې په نوبتي غونډو کې تر دې مخکې ورته بېلابېلې طرحې له بحث وروسته تایید شوې چې د ډېرو عملي چارې یې هم پیل شوې دي.
یادې ادارې همداراز د هېواد په ډېرو ولایتونو کې د سترو سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو پر طرحو هم بحثونه کړي دي.
د ریاستالوزرا له لوري د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د تدریجي تولید طرحې تایید د افغانستان د کرنې او صنعت د پیاوړتیا لپاره یو مثبت ګام بلل کېږي.
کارپوهان وایي، که دا طرحه په عملي او شفاف ډول پلې شي، نه یوازې به د بزګرانو اړتیاوې تر یوه بریده پوره کړي، بلکې د کورنیو تولیداتو د ودې، د کارموندنې او له وارداتو د وابستګۍ په کمولو کې هم مهم رول ولوبوي.
کارپوهان زیاتوي چې، د دې بریا به تر ډېره د پانګونې، تخنیکي ظرفیت او دوامداره عملي ملاتړ پورې تړلې وي.