Homeخبرونهد افغانستان د ډبرو لومړنۍ محموله امریکا ته ولېږدول شوه

د افغانستان د ډبرو لومړنۍ محموله امریکا ته ولېږدول شوه

تاند (چهارشنبه د اسد/زمري ۷مه) هرات کې د طالبانو د حکومت د ولایت ویاند، محمدیوسف سعیدي، وایي چې د دې ولایت د تورې ډبرې لومړنۍ محموله امریکا ته لېږدول شوی دی.

هغه زیاته کړې چې د هرات د زنده‌جان ولسوالۍ د کان توره ډبره له استخراج، پروسس او د صادراتو له معیارونو سره سم تر بسته‌بندۍ وروسته، د یوه خصوصي شرکت له لوري امریکا ته لېږدول شوې ده.

نوموړی زیاتوي چې، د صادر شوي محمولې ارزښت ۱۰۰ زره امریکایي ډالرو ته رسېږي.

تر دې وړاندې هم د افغانستان د انارو اوبه، مربا او اچار امریکا ته صادر شوي وو.

اقتصادي کارپوهان امریکا ته د افغانستان د کانونو د محصولاتو صادرېدل د هېواد د صادراتو د پراختیا او د نویو نړیوالو بازارونو د موندلو لپاره یو مهم پرمختګ بولي.

دوی وایي، که د کانونو استخراج او صادرات په شفاف، معیاري او دوامدار ډول مدیریت شي، نو دا به د هېواد اقتصادي ودې، د عوایدو زیاتوالي او د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې اغېزناک رول ولوبوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ارماني (ارماني) ځانګړتیاوې| غني حسن

(خاکه) په کندهار کي څلور تنه نعمت الله نالان، محمدیار یار،  سیداحمد او محب الله ارماني او یو بل ملګری په نیمروز کي محمدعوض محمدي؛...