تاند (چهارشنبه، د زمريږ اسد ۷ مه) د فرانسې د فوټبال فدراسیون په رسمي ډول اعلان وکړ چې زینالدین زیدان به د اګست له لومړۍ نېټې د څلورو کلونو په مخه د فرانسې د فوټبال ملي لوبډلې د سرروزونکي دنده پر غاړه واخلي او د دیدیه دشان ځای به ونیسي، چې له ۱۴ کلونو راهیسې یې د لوبډلې مشري کوله.
د فدراسیون مشر، فیلیپ دیالو، د دشان د خدمتونو ستاینه وکړه او ویې ویل چې هغه د فرانسې ملي لوبډله د نړۍ تر لوړې کچې ورسوله. هغه زیاته کړه چې زیدان د فرانسې د فوټبال یو ستر افسانوي لوبغاړی دی او له کلونو راهیسې یې د ملي لوبډلې روزنه خپله هیله بلله.
زیدان به د څلور کلن قرارداد له مخې د ملتونو لیګ، د ۲۰۲۸ کال اروپايي جام او د ۲۰۳۰ کال نړیوال جام سیالیو کې د فرانسې ملي لوبډله رهبري کړي.
زیدان په خپله لومړۍ وینا کې وویل، په وروستیو کلونو کې ورته د بېلابېلو کلبونو له لوري د روزنې ګڼ وړاندیزونه شوي وو، خو ټول یې د فرانسې د ملي لوبډلې د روزنې د هیلې لپاره رد کړي دي.
دیدیه دشان د خپلې ۱۴ کلنې دورې په لړ کې د فرانسې د فوټبال لوبډله د ۲۰۱۸ کال نړیوال جام اتلولي، د ۲۰۲۲ نړیوال جام پایلوبې، د ۲۰۲۶ نړیوال جام نیمه پایلوبې او د ۲۰۱۶ اروپايي جام پایلوبې ته ورسوله.
ټاکل شوې چې زیدان د سپټمبر په پیل کې د خپلې لومړۍ لوبډلې نوملړ اعلان کړي او د هغه تر مشرۍ لاندې به فرانسه خپله لومړۍ لوبه د سپټمبر په ۲۵مه له ترکیې سره وکړي.