تاند (چهارشنبه د اسد/زمري ۷مه) روسي رسنیو راپور ورکړی چې د دې هېواد فدرالي امنیتي خدمت (FSB) د ټیلیګرام بنسټايښودونکی، پاول دوروف، د ترهګریزو فعالیتونو په اسانتیا برابرولو تورن کړی او د هغه پر ضد یې د نړیوال نیونې حکم صادر کړی دی.
د روسیې د فدرالي امنیتي خدمت د اعلامیې له مخې، چې د انټرفاکس خبري اژانس خپره کړې، دوروف تورن دی چې د ټیلیګرام هغه کانالونه، چټونه او بوټونه یې نه دي تړلي چې د اوکراین امنیتي ادارو او افراطي ډلو له خوا کارول کېدل.
انټرفاکس ویلي، دغه کانالونه او بوټونه په ناقانونه ډول د روسیې په خاوره کې د بریدونو د پلان جوړولو او عملي کولو، د کسانو د جذب او د عملیاتو د همغږۍ لپاره کارول شوي، چې له امله یې خلکو ته مرګژوبله او مالي زیانونه اوښتي دي.
په تورونو کې دا هم شامل دي چې د ټیلیګرام د ملګري موندنې (Dating) ځانګړنه د کسانو د جذب لپاره کارول شوې ده.
راپور د ۲۰۲۵ کال له جولای راهیسې څو پېښو ته اشاره کوي چې په پایله کې یې لسګونه کسان نیول شوي دي.
د روسیې فدرالي امنیتي خدمت ټینګار کړی چې د ترهګریزو محتواوو په لرې کولو کې د ټیلیګرام نه همکاري، په مستقیم ډول د افراطي فعالیتونو د پراختیا لامل شوې ده.
پاول دوروف، چې د فرانسې او متحده عربي اماراتو تابعیت لري او ډېری وخت په فرانسه کې ژوند کوي، تر دې وړاندې یې ورته فشارونه «د شخصي محرمیت پر ضد سیاسي برید» بللي وو.
ټیلیګرام، چې له یو میلیارد څخه ډېر فعال کاروونکي لري، د خپلو کوډیزو (رمزګذارۍ) تګلارو او د حکومتونو له خوا د محتوا د لاسرسي غوښتنو پر وړاندې د مقاومت له امله، په ګڼو هېوادونو کې له حقوقي او قانوني ننګونو سره مخ دی.