Homeخبرونهد ۲۰۲۶ کال د پاسپورټونو په درجه‌بندۍ کې د پاکستان پاسپورټ یو...

د ۲۰۲۶ کال د پاسپورټونو په درجه‌بندۍ کې د پاکستان پاسپورټ یو ځل بیا ښکته شو

تاند (چهارشنبه، د زمري/ اسد ۷ مه) د هینلي پاسپورټ انډېکس د ۲۰۲۶ کال د تازه درجه‌بندۍ له مخې، د پاکستان پاسپورټ یو ځل بیا یو مقام ښکته شوی او اوس د نړۍ په ۱۰۱م ځای کې قرار لري. له دې سره د پاکستان پاسپورټ د نړۍ په څلورو تر ټولو کمزورو پاسپورټونو کې پاتې شوی دی.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، هینلي پاسپورټ انډېکس (شاخص) د نړۍ د ۱۹۹ هېوادونو پاسپورټونه ارزوي او درجه‌بندي یې پر دې پر بنسټ کوي چې د هر هېواد وګړي څومره هیوادونو ته بې وېزې تللی شي یا مخکې تر دې چې د کوم هیواد وېزه مخکې تر مخکې واخلي هغه هیواد ته د رسېدو په مهال وېزه (Visa on Arrival) ترلاسه کولی شي.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال په مې میاشت کې پاکستانیانو  ۳۰ هېوادونو ته د رسېدو پر مهال د ویزې اسانتیا موجوده وه، خو په جولای میاشت کې دا شمېر ۲۹ هېوادونو ته راکم شو. د همدې بدلون له امله د پاکستان درجه‌بندي له ۱۰۰م ځای څخه ۱۰۱م ځای ته راولوېده.

راپور زیاتوي چې پاکستان د ۲۰۲۱ کال له جنورۍ راهیسې په دوامداره توګه د نړۍ د څلورو تر ټولو کمزورو پاسپورټونو په کتار کې دی. اوس مهال یوازې د افغانستان، عراق او سوریې پاسپورټونه تر پاکستان کمزوري بلل شوي، په داسې حال کې چې د یمن پاسپورټ تر پاکستان یو درجه لوړ دی.

د ۲۰۲۶ کال د درجه‌بندۍ له مخې، پاکستانیان کولی شي د بارباډوس، ډومینیکا، هایټي، روانډا، ګامبیا، ترینیداد او ټوباګو، وانواتو او یو شمېر نورو هېوادونو ته له ویزې پرته سفر وکړي. همداراز، په کمبوډیا، مالدیف، نیپال، ماداګاسکار، پالاو، ساموا، سینیګال، سیرا لیون او ځینو نورو هېوادونو کې د رسېدو پر مهال د ویزې اسانتیا هم لري.

په راپور کې راغلي چې روان کال کېپ ورډ، موزمبیق او قطر د پاکستانیانو لپاره له ویزې پرته یا د رسېدو پر مهال د ویزې اسانتیا لغوه کړې، چې له امله یې د پاکستان نړیواله درجه‌بندي نوره هم اغېزمنه شوې ده.

د هینلي پاسپورټ انډېکس له مخې، سنګاپور لا هم د نړۍ تر ټولو پیاوړی پاسپورټ لري، چې اتباع یې ۱۹۲ هېوادونو او سیمو ته له ویزې پرته یا په اسانه شرایطو سفر کولی شي. جاپان، جنوبي کوریا او متحده عربي امارات په ګډه دوهم، او سویډن درېیم ځای خپل کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

بي‌بي‌سي د افغانستان د ۲۰۲۱ کال د پېښو په اړه د «کابل» ډرامه خپروي

تاند (شنبه، د زمري/ اسد ۴ مه) د بریتانیا بي‌بي‌سي (BBC) د «کابل» په نوم یوه اروپایي ډرامه اخیستې چې په ۲۰۲۱ کال کې...