Homeخبرونهاقتصادي خبرونهازبکستان او هانګ‌کانګ د سوداګرۍ او پانګونې پر پراختیا خبرې کړې دي

ازبکستان او هانګ‌کانګ د سوداګرۍ او پانګونې پر پراختیا خبرې کړې دي

تاند (پنجشنبه، د لړم/ عقرب ۷ مه) د ازبکستان او د هانګ‌کانګ د سیمه‌ییزې سوداګرۍ او صنعت ټولنې استازو د اکتوبر په ۲۸مه په تاشکند کې د سوداګرۍ او پانګونې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

د ازبکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزارت په وینا، په دې غونډه کې د دغه وزارت مرستیال، ایلزات قاسموف، او د هانګ‌کانګ د یادې ټولنې د مرستیال مشر، فان ژي‌کانګ، په مشرۍ پلاوي ګډون کړی و.

دواړو لورو د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا او د ازبکستان او هانګ‌کانګ د سوداګرو ترمنځ د مستقیمو اړیکو پر جوړولو خبرې کړې دي، څو سوداګري او پانګونه اسانه شي.

د درمل جوړولو، صنعت، لوژستیک او ډیجیټلي ټکنالوژۍ برخو کې د ګډو پروژو پر امکاناتو ځانګړی ټینګار شوی دی.

همداراز، په ازبکستان کې د یادې ټولنې د استازولۍ د دفتر د پرانیستلو وړاندیز هم څېړل شوی، چې هدف یې په دغه هېواد کې د ټولنې د فعالیتونو پراخول او د سوداګرو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا ده.

د غونډې په پای کې دواړو لورو د ګډو پروژو د پرمخ بېولو او د سوداګریزو همکاریو د پراختیا لپاره خپل چمتووالی څرګند کړی دی.

دا خبرې د ازبکستان د هڅو یوه برخه ده چې غواړي له نړیوالو شریکانو سره اقتصادي همکاري پراخه او بهرنۍ پانګونه زیاته کړي. په درمل جوړولو، لوژستیک او ډیجیټلي ټکنالوژۍ کې ګډې پروژې کولی شي شرکتونو ته نوي بازارونه پرانیزي او د تجربو تبادلې ته زمینه برابره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ارماني (ارماني) ځانګړتیاوې| غني حسن

(خاکه) په کندهار کي څلور تنه نعمت الله نالان، محمدیار یار،  سیداحمد او محب الله ارماني او یو بل ملګری په نیمروز کي محمدعوض محمدي؛...