تاند (پنجشنبه، د زمري/ اسد ۸ مه) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر او د پاکستان د ملي شورا د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي په یوه خبري غونډه کې ویلي، پاکستان له سختو سیاسي او امنیتي ستونزو سره مخامخ دی، د قانون واکمني کمزورې شوې او خلک له بېباورۍ او ناامنۍ سره ژوند کوي.
اڅکزي اعلان وکړ چې د اګست په ۲۹، ۳۰ او ۳۱مه به په کوټه کې یوه ستره جرګه جوړه شي. په دې جرګه کې به سیاسي مشران، قومي مشران او د بېلابېلو برخو استازي ګډون وکړي او د پښتنو د سیمو، امنیت، سرچینو او اساسي حقونو په اړه به ګډه تګلاره جوړه کړي. هغه وویل چې وروسته به د سپټمبر یا اکتوبر په میاشت کې د ټول پښتون وطن په کچه بله لویه جرګه هم راوبلل شي.
هغه د بلوچستان د پښتني سیمو د اداري وېش مخالفت وکړ او ویې ویل چې د پښتنو سیمې به ونه وېشل شي او هر ډول داسې پرېکړې ته به په سیاسي او قانوني لارو ځواب ورکړل شي.
اڅکزي دا هم وویل چې په بلوچستان کې د وسلهوالو ډلو او حکومت ترمنځ شخړې زیاتې شوې دي او عام خلک سخت زیان ویني. د هغه په وینا، اوس نه د خلکو ژوند خوندي دی، نه عزت او نه هم شتمني. هغه د کارګرانو وژنې، د منګوچر د لسګونو موټرو سوځول او پر لویو لارو د خلکو وېره د حکومت د ناکامۍ بېلګې وبللې.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر د خپلو خبرو په دوام کې وویل چې د پښتنو سیمو ځمکې نورو ته ورکول کېږي، چې دا د ځایي خلکو د حقونو خلاف کار دی. نوموړي ټینګار وکړ چې دا ډول پرېکړې به ونه مني او پر ضد به یې مبارزه وکړي.
اڅکزي وویل، کشمیریان له اوږدې مودې راهیسې له ظلم سره مخامخ دي او د پاکستان ټول سیاسي او ټولنیز ځواکونه باید د کشمیریانو د خپلې ارادې د حق ملاتړ وکړي.
د عمران خان په ده وویل چې د اګست په ۵مه به د عمران خان د بند درې کاله پوره شي او په همدې مناسبت به د اساسي قانون، ولسواکۍ او د خلکو د حقونو لپاره سیاسي خوځښت پیل شي.