Homeخبرونهکنتاس هوايي شرکت تر ۲۴ ساعته د زیاتې الوتنې نوی ریکارډ جوړ...

کنتاس هوايي شرکت تر ۲۴ ساعته د زیاتې الوتنې نوی ریکارډ جوړ کړ

تاند (پنجشنبه، د زمري/ اسد ۸ مه) د استرالیا کنتاس (Qantas) هوايي شرکت د نړۍ د تر ټولو اوږدې پر له پسې سوداګریزې الوتنې نوی ریکارډ جوړ کړی دی.

د ایربس A350 نوې الوتکه د اسټرالیا له ملبورن ښار څخه والوتله او د فرانسې په تولوز ښار کې تر کښېناستو مخکې یې ۲۴ ساعته او ۲۴ دقیقې پرله‌پسې الوتنه وکړه.

دا الوتکه به په راتلونکي کې د «پروژې سن‌رایز» (Project Sunrise) تر چتر لاندې له اسټرالیا څخه لندن او نیویارک ته د مستقیمو بې‌تمځایه الوتنو لپاره وکارول شي.

ټاکل شوې چې دا الوتنې په ۲۰۲۷ کال کې د مسافرو لپاره په رسمي ډول پیل شي، او ایربس د دې الوتکې ازموینې د ۲۰۲۶ کال له جون میاشتې راهیسې روانې کړې دي.

د ایربس په وینا، په دې الوتکه کې د سون‌توکو یو اضافي ټانک نصب شوی دی. د ازمیښتي الوتنې پر مهال یې ۱۴ زره او ۳۳۸ میله واټن په ۲۴ ساعتونو او ۲۴ دقیقو کې وواهه او ټوله موده یې پرته له تم کېدو په هوا کې تېره کړه.

الوتکې د سفر په ترڅ کې د ارام سمندر او اتلانتیک سمندر له پاسه الوتنه وکړه او وروسته د فرانسې د تولوز ښار د ایربس فابریکې په هوايي ډګر کې ښکته شوه.

تر دې وړاندې تر ټولو د اوږدې بې‌تم کېدو سوداګریزې الوتنې ریکارډ د بوینګ 777-200LR په نوم و، چې په ۲۰۰۵ کال کې یې د هانګ کانګ او لندن ترمنځ ۲۲ ساعته او ۲۲ دقیقې الوتنه کړې وه.

د کنتاس دا نوې الوتکه به د ۲۰۲۷ کال په اپرېل کې له اضافي سون‌توکو او ۲۳۸ مسافرو سره خپلې سوداګریزې الوتنې پیل کړي، او د همدې کال له اکتوبر څخه به د سیډني او لندن ترمنځ هره ورځ مستقیمې بې‌تم کېدو الوتنې ترسره کړي.

اوس‌مهال د نړۍ د تر ټولو اوږدې بې‌تمځایه سوداګریزې الوتنې ریکارډ د سنګاپور ایرلاینز په نوم دی، چې د سنګاپور او نیویارک ترمنځ شاوخوا ۹۵۳۷ میله ومزل یې په نژدې ۱۹ ساعتونو کې بې له تم کېدو کړی دی.

همداراز، د نړۍ تر ټولو اوږده مستقیمه الوتنه د چاینا ایسټرن ایرلاینز ده، چې د شانګهای او د ارجنټاین د بیونس آیرس ښار ترمنځ ترسره کېږي. دا الوتنه شاوخوا ۲۹ ساعته دوام کوي، خو د نیوزیلنډ په آکلنډ ښار کې دوه ساعته تم کېږي، له همدې امله دا مستقیمه الوتنه ګڼل کېږي، خو بې‌تم کېدو (Non-stop) الوتنه نه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د زابل په سیوري ولسوالي کې د پټې خزانې د مولف د مقبرې د جوړولو چارې پیل شوې

تاند (جمعه، د زمريږ اسد ۳ مه) د زابل د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي چې د هیواد د یوه نامتو څېړونکي او لیکوال...