Homeخبرونهد میسي په اړه وړاندوینه: ولسمشر به شي

د میسي په اړه وړاندوینه: ولسمشر به شي

تاند (شنبه، د زمري/ اسد ۴ مه) د ارجنټاین د فوټبال ستوري لیونل میسي په اړه یوه حیرانوونکې وړاندوینه شوې چې ګواکې نوموړی به په راتلونکو پنځو کلونو کې د ارجنټاین ولسمشر شي.

چینایي څېړونکي او شنونکي جیانګ شویکن دا ادعا د لانجمن انلاین محتوا جوړونکي سنیکو (Sneako) له کِک (Kick) پلیټفارم سره د یوې مرکې په ترڅ کې کړې ده.

هغه وویل چې لیونل میسي به د ارجنټاین د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې برخه واخلي او په اسانۍ سره به بریالی شي.

شنونکي زیاته کړه چې میسي ښايي تر ۲۰ کلونو پورې په واک کې پاتې شي، ځکه خلک ورسره ډېره مینه لري او حتی که ځینې ناسمې پرېکړې هم وکړي، خلک به یې وبخښي.

دا وړاندوینه په داسې وخت کې شوې چې میسي په ۳۹ کلنۍ کې ارجنټاین د پرله‌پسې دوهم ځل لپاره د فیفا نړیوال جام پایلوبې ته ورساوه. که څه هم ارجنټاین پایلوبه پر هسپانیا وبایلله، خو د مینه‌والو په اند د میسي مقام او محبوبیت لا هم بې‌ساری او نه انکارېدونکی دی.

د یادونې وړ ده چې تر اوسه لیونل میسي نه سیاست ته د داخلېدو اعلان کړی او نه یې هم د ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماندۍ کومه پرېکړه اعلان کړې ده. له همدې امله، دا خبره یوازې د یوه شنونکي شخصي وړاندوینه ده او تر اوسه د هیچا له لوري تایید شوې نه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د زابل په سیوري ولسوالي کې د پټې خزانې د مولف د مقبرې د جوړولو چارې پیل شوې

تاند (جمعه، د زمريږ اسد ۳ مه) د زابل د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي چې د هیواد د یوه نامتو څېړونکي او لیکوال...