تاند (شنبه، د زمري/ اسد ۴ مه) د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د سېلونو له کبله د ۹ تنو نورو د مړینې خبر ورکړ.
د دې ادارې ویندوی، یوسف حماد پرون (جمعه) په یوه ویډیويي پیغام وویل چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د تېرو ۲۴ ساعتونو د سېلونو له امله ۹ کسان مړه او یو تن هم ټپي شوی دی.
یوسف حماد همداراز وویل چې دا کسان په کابل، پروان، پنجشېر، کاپیسا، پکتیا، پکتیکا، لوګر، غزني، نورستان او میدان وردګ ولایتونو کې مړه شوي دي.
د هغه په وینا، سېلونو خلکو ته پراخ مالي زیانونه هم اړولي دي. د چارواکو د معلوماتو له مخې ۱۳۱ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي، ۳۳۲ کورونه نیمه زیانمن شوي او ۴ زره او ۸۱۰ جریبه کرنیزه ځمکه هم له منځه تللې ده.
یوسف حماد زیاته کړه چې د زیانونو د ارزونې او له زیانمنو کورنیو سره د مرستو بهیر لا هم دوام لري.
په وروستیو ورځو کې د افغانستان په ګڼو سیمو کې پرلهپسې سېلونه راوتلي دي. تر دې وړاندې، د سرطان په ۲۹مه، د نورستان ولایت د مرکز پارون او د دغه ولایت په نورو سیمو کې د سختو سېلونو له امله تر ۴۰ ډېر کسان مړه شوي وو. سېلونو د نورستان ولایت په مرکز کې ډېر مالي زیانونه هم اړولي دي.
له دې جلا د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر، صدیقالله قریشي، ویلي چې د جلالاباد ښار په یوه کور کې د چت د نړېدو له امله د یوې کورنۍ پلار او د هغه څلور ماشومان مړه شوي او یو بل کس ټپي شوی دی.
د هغه په وینا، دا پېښه د پنجشنبې په ماښام، د اسد په لومړۍ نېټه، د جلالاباد ښار د افغان مېنې په سیمه کې شوې ده.
دا پېښه په داسې حال کې شوې چې د هوا پېژندنې ادارې د جمعې په ورځ، د اسد په دوهمه، د نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پنجشېر، پروان، بغلان، لوګر، کابل، میدان وردګ، بامیان، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني او بدخشان ولایتونو لپاره د سختو بارانونو، تندر او برېښنا، زورورو بادونو او د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.
یادې ادارې په یوه خبرپاڼه کې د دغو ولایتونو له اوسېدونکو غوښتي چې د بارانونو او احتمالي سېلابونو د خطرونو د کمولو لپاره لازم احتیاطي تدابیر ونیسي.