پخوا به ویل کیدل چې سرونو ته مو خیر کړې، بیا یو وخت چې روسانو د کلستر واړه ماینونه په غرو رغو او د مجاهدینو په لارو کې د الوتکو له لارې شیندل، خلکو به ویل چې خدایه پښو ته مو خیر کړې چې په دغه شوپرک ماینونو وانه لوزو. نن سبا د سر او پښو په ځای دوعا باید وکړو چې خدایه خولو ته مو خیر کړې چې د خولې اسهال نشو او د خلیفه دین محمد غوندې هر څه ونه وایو.
زه حیران هغه کسانو ته یم چې اوسیږي به په بهر هیوادونو کې او بیا به د بهر هیوادونو بد وایي. که بهر هیوادونه دومره بد وي، ځان درته پکې په فزیکي او رواني لخاظ مصؤنه نه ښکاري، رواني تکلیف سره څوک مخامخ وي او خپل وطن کې ورته په عزت یوه مړۍ ډوډۍ رسیږي، د بیان ازادي یې خوندي وي، د ځان او کورنۍ لپاره ورته راتلونکې خوندي ښکاري، نو بیا ولې بهر په بل هیواد کې اوسیږي؟ د دغه روانې رنځ نه خو دا ښه ده چې وطن ته لاړ شي.
ځیني لا چې د یهره وطن ته لاړ شي، وایي چې سپور سوکړک د وطن ډیر خوند کوي او بهر خوراکونو کې هیڅ خوند نشته دی. دا چې بهر کې خواړه پریمانه دي، که بیوه اونۍ بهر هم غوښه ونه خورئ او ولږه تیره کړې بیا درته ټول خواړه خوند درکوي. که من او سلوا هم درته مهیا وي، بیا به هم د پیازو، اوږې او شوړمبو غوښتنه کوي. که خیټه دې مړه شوله بیا هیڅ خوراک درته خوند نه درکوي. بهر خلک په خیټه ماړه دي نو ځکه ورته خواړه خوند نه ورکوي.
له بله خوا هغوي چې وطن کې دي، اکثرو به بهر هیوادونه لیدلي نه وي او د خلیفه دین محمد غوندې به چغیږیږي او دروع به وایي، چې تر ځو خپل دین د لاسه ورنکړې سیاسي پناه درته نه درکوي. یا به د دین محمد غمخور غوندې سندرې وایي چې ننګرهاره په پاریس دې نه ورکوم، خو بیا به هم کوښښ کوي چې خپل خپلوان او کورنې بهر ته ولیږي. که بهر هیوادونه دومره بد وي نو بیا ولې ورته خپل خپلوان او کورنۍ ورلیږې؟
اصلي خبره په بهر او داخل کې نه ده خبره د انسان په وجدان کې ده چې واقعیتونو ته په کومه سترګه ګوري، خپله ماضي یې څنګه تیره شوې او اوس څنګه د وجدان په عذاب اخته دي؟ دروغ او بهتان هم د وجدان عذاب دی چې نن سبا زیات ملایان، مدنیان، سیاسیون، پخواني چارواکي، عوام او خواص ټول پرې اخته دي.
کله چې د انسانانو وجدان نا ارامه وي، هغه ته نه بهر خوند ورکوي او نه داخل کې خپل هیواد. مخکې له دی چې څوک په بهر او داخل قضاوت وکړي، باید په خپل وجدان کار وکړي او خپل وجدان لپاره د سکون عوامل پیدا کړي. که نه وجداني عدم سکون د یو انسان او د یو هیواد راتلونکی حالت نور هم خرابوي.
عاقبت به خیر
شاه محمود میاخېل
د افغانستان د سولې او ولسواکۍ د نهضت دوراني مشر او د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي چارو مسوول
ښاغلي محمود میاخېل ته په درنښت او سلام!
زه ستاسو ځینې لیکنې ترسترګو تېروم، مګر نن د وجدان خبره وه! وجدان د یو انسان د روح او روان نمایندګي کوي. یو انسان کېدلی شي، غریب وي، مګر پاک او سپېڅلی انسان به وي، مګر د افغانستان ستونزې با سواده او تحصیلکړیو بې وجدانو او یا لړلیو سیاسیونو، نظامیانو او یو شمېر ملکیانو رامنځ ته کړې. له بده مرغه وروستۍ نیمه پېړۍ د شهید سردار محمد داود خان له کودتا د افغانستان ستونزې د بې وجدانه خلکو له لاسه رامنځ ته شوې، ځکه داود خان هم په پرچمیانو او روسانو خپل فکر سپارلی وو، خو خپل سر یې له پرچمیانو او خلکیانو د روس په نغوته وخوړ.
ببرک کارمل هم د روسانو په ټانک سور له سرې قوا سره راغۍ، چې موږ ورته د روسانو اشغال ویل او د مجاهدینو هرکلي ته مو تیاري نیوله، مګر رباني او مسعود د پاکستان او روسیې د استخبارانو په فرمایش له اوزبک، هزاره او شیعوو سره یو ځای د پښتنو پر ضد تنظیمي جګړې پیل کړې.
په ۲۰۰۱ کال د امریکا حملې ته هم افغان ولس د اشغال په سترګه کتل، چې کرزی او بیا یې غني قدرت ته ورسول، له بده مرغه تاسو هم د دغه اشغال یو لوړ پوړی چارواکی وی. د افغانستان د هجرتونو لړې هم د افغانستان د بې دینو، دیندارو او تکنوکراتانو له لوبو پیل شول او دې ته اړ کړل شول، چې هېواد پرېږدي او پردېس شي.
را به شم د هېواد او نورو ملکونو خوارکي توکیو او میوو ته! دا څرګنده ده، چې افغانستان په کال کې له ۳۶۵ ورځو تقریبا ۳۳۰ ورځې تود او خوندور لمر لري، چې په ګیاوو کې د فوتوسینتېز اغېز پیاوړی کوي، چې پایله یې د خوږو او خوندورو او پخو میوو محصولات دي. د بغلان باره وریژې لږ دي اما د دنیا له ټولو حتی له لونګیو وريژو هم خوندورې او ګټورې دي. د وردګو لواړې خوږې وريژي په نړۍ کې ساری نه لري. د افغانستان خټکي، په تېره بیا د خان آباد سبزکې او د بلخ چتري خټکي له خوږوالي او خونده په لږه موده کې خرڅېږي، چې حتی کابل ته یې یو خټکی هم نه رسېږي، کونړیانو ته خو بېخي نه رسي، ځکه په سیمه کې خوړل کېږي، د افغانستان هندوانې، زردالو، شفتالو، سرکۍ او داسې نور هم په نړۍ کې سیال نه لري. د شوروي اتحاد یا روسیې یو اکاډمیسن واویلوف، چې په بیولوژي کې یې د نوبل جایزه هم تر لاسه کړې، د نړۍ د حبوباتو او په تېره د ګڼشمیر غنمو د رامنځ ته کېدلو سیمه هم د افغانستان قندهار او هلمند یادوي. د افغان د بزګرو نوی نسل په دې هڅه کې دي، چې أم، کیلې او کیوي هم په افغانستان کې وروزي. د افغانستان انار او انځیر خو په نړۍ کې نامتو دي. په امروت او ځمکنیو توتو پسې خو د ټولو خولې وازې دي.
د افغانستان او بلخصوص د قطغن د پسونو یعني شیشک او چاري پسه غوښه خپل خوند لري، حتی په کابل کې د پاکستاني او افغاني مېښو، مېږو، وزو او سېرلیو د غوښې توپیر شته، چې ویل کېږي د افغانستان حیوانات په شنو وښو او کونجاړې لویېږي، خو په پاکستان کې یې په زړو کاغذونو مړوي!
په اروپا کې غوښه پریمانه ده، په لندن او ټول انګرېز کې د خوسي غوښه په مشکلاتو پیدا کېږي او جرمنان د خوسي غوښه له هالند او پولینده راواردوي، ځکه خپله د خوسي د غوښې د تولید په برخه کې نیمګړي دي.
کله چې انسان د اګروتخنیک او اګرونومي په اړه مطالعه ولري، نو په پورتنیو کرښو ښه پوهېږي او دلته د وجدان یادول سمه مفکوره نه ده، ټول بحثونه د نوستلژي دي، خو د هېواد وضعیت اشغالپلو سیاسیونو داسې ګډود کړی، چې یو شمېر د نوستلژي احساس هم پر ولس نه پېرزویي.
د دین د اړولو خبره هم کوم درواغ نه دي. د جرمني، هالند، بلجیم او نورو اروپايي ملکونو د مهاجرینو په کمپونو کې د چرچ او کلیسا استازي پر مهاجرینو ګرځي او د خپل دین تبلیغ ورته کوي، چې یو شمېر مهاجرین بل دین ته هم وراوړي. د عیسویت تر څنګ د ایهوا د مذهب پیروان هم د خلکو پر کورونو ګرځي! په پښتو او فارسي بهرمېشتي د افغانستان وګړي د عیسویت او نورو ادیانو رادیویي او تلویزیوني تبلیغ هم کوي او خلک عیسویت ته وردعوتوي. په یو شمېر ملکونو کې د تابیعت د اخستلو لپاره د وفاداري سوګند هم خوري او د خپل هېواد طابیعت هم له لاسه ورکوي او یا خپله شخص ترې تېرېږي.
ستاسو د بري په تمه، وسلام
سلام ډاکتر صیب لمر! فکر کوم چې تاسي د یوې خاصې کړې فکر لري او هر څه د یوې زاوې نه ګوري. د علل او معلول د فلسفې په اساس د یو نظام نیمګړتیاو بل دور ته زمنیه مساعده کړیده. افغانان د جنګونو قرباني دي او فکر کوم چې د وخت او زمان د تقاضاو په اساس ډیرو افغانانو چې په بیلابیلو رژیمونو کې برخه درلودلې، پاک احساس او د وطن د ابادې لپاره یې نظر درلود. هغوي چې کار کړیدی، هغوي د وطن د حالاتو په هکله د بییتفاوته یا بیطرفه وګړو په څیر یې مسایلو ته نه کتل. پدیتوګه تا د تیرو پنځوس کلونو د ټولو رژیمونو افرادو ته په یوه سترګه کتلې او هغوي مسوول ګڼې، دا سمه نه ده. طبیعي خبره ده چې د هیوادو په وقایعو کې د یو ملک اوله درجه مشران چې پالیسي ټاکي، مثبت او منفي رول لري، خو له بده مرغه د افغانستان ټولو مشرانو تر اوسه پورې ونه کړې شول چې د هیواد د عیني او ذهني واقعیتونو په اساس داسې پالیسي وټاکې چې هیواد د بحرانه وکاږي. که وروسته چا ښه نیت هم درلود حالات د ټولو د کنترول نه ووتل. یو شمیر زیات افغانان ډیر قضاوتونه په پټو سترګو کوي لکه تاسي چې یادونه کړیده. خبره دا ده چې په خپل وخت او محدوده کې دې څه کړیدي او که هسې بیتفاوته پاتې شوې یې؟ که د قدرت یا د دندو په وخت کې دې د وطن په ضد کړنې تر سره کړیدي او یا د شخصي ګټو لپاره دې استفاده کړیده؟ نو بیا هغه وخت انسان د وجدان په عذاب اخته کیږي چې خیانت یې کړې وي. دا چې چا په کوم رژیم کې او څه وخت کار کړیدی، دا د خیانت معیار نه دی. تاسي هم شاید په دغه رژیمونږ کې درس ویلې وي یا مو کار کړې وي، که هغه هر دنده وي. حتی که تجارت مو هم کړې تاسي د هغه رژیم برخه یاستې. هو! که تر خپلې وسې دې خدمت کړې وي نو بیا د وجدان په عذاب نه اخته کیږي. زما خبره او لیکنه د هیپوکراسې په اړه ده.
ما هم د افغانستان په ډیرو ولایتونو کې ژوند کړې او سفرونه مې کړیدي او هر څه راته معلوم دي. زما د پوهنتون اولنې زده کړې هم په زراعت کې دي او که مونږ د افغانستان تولیدات په هر لحاظ د اروپا، امریکا یا نورو هیوادونو سره پرتله کوو نو سمه نه ده. که ته د کلفورنیا باغونه د بادامو، انارو او نورو میوو وګوري نو د ټول افغانستان د کچې نه هم زیات دي. داسې انار او چارمغز هلته کیږي چې چیرته به دې لیدلې هم نه وي. هو! دغه هیوادونو کې میوه جات ساتل کیږي او د کال په هر موسم کې په مارکیټونو کې شتون لري او خوړلې شي ځکه د ساتلو طریقې اوامکانات لري. شنې کیلې راواخله او په کور کې یې څو ورځې وساته بیا بیرته خوند او رنګ یې سمیږي. دا چې کونړ ته د کندوز او تخار زرمتین نه رسیږي دا هم د هیواد د زراعت د وروسته والې له امله دی.
تا د اروپا یادونه وکړله چې جرمني غوښه د هالینډ او یا نورو هیوادونو نه واردوي او یا حتی امریکا هم د برازیل نه غوښه واردوي دا جدا مسله ده. اروپا کې هر هیواد د کوټیې سیستم لري او د هغې په اساس تولید کوي او یو ګډ بازار لري. یا بعضې هیوادونه یو قسم میوه جات او سبزیجات تولیدوي او هغه کې تخصص پیدا کوي او صادروي یې. د داود خان تر اخرو کلونو پورې مونږ هم د زراعت د تخصصي کیدو په لورې روان و چې پنبه په هلمند، لبلبو په بغلان، انار په کندهار، مڼې په میدان-وردګ، انګور په شمالي او ستروس په مشرقي سیمو کې تولید کیدل. فکر کوم دا بحث دې ډیر سطحې کړېدی. هو! وطن ګران وي او که ووایو چې د وطن شړې او ګټې د بل هیواد سره نه مقایسه کوو، هغه جدا خبره ده خو که نور هیوادونه دې لیدلې وي او د مسایلو په هکله دې تحقیق کړې وي نو بیا دې داتحلیل نسم نه دی.
دا خبره د عیسویت دې بیخې د خلیفه دین محمد خبره ده. د عیسویانو تبلیغیان لکه د مسلمانانو د تبلیغیانو غوندې خلک دعوت کوي خو ۹۹.۹۹ سلنه افغانان چې اروپا او امریکا یا نورو هیوادونو کې اوسیږي په خپل دین او کلتور افتخار کوي او څوک ورته نه وایي چې ته ولې د خپل کلتور او دین پيروي کوي. په امریکا کې په زرګونو جوماتونه دي او هر جومات کې دوه، درې او څلور د جمعې لمونځونه کیږي. کومه ساحه کې چې زه اوسیږم، حتی د اخترونو ه ورځو کې د مسلمانانو زده کوونکو ته رخصت هم ورکول کیږي او داختر ورځې د مخه په جنترې کې د رخصتې د ورځو په توګه شاملې وي. د واشنګتن په ډلاس هوایي ډګر او هم شاید نورو هوایي ډګرونو کې د عبادت په نوم خونې شتون لري چې مسلمانان خپل لمونځ پکې کوي او هلته جای نمازونه او قران شریفونه د تلاوت لپاره شتون لري او داسې نور. زه فکر کوم چې همدا خیالي خبرو او سطحي تحلیلونو افغانانو ته کاذب غرور ورکړیدی او افغانان د کاذب غرور قرباني شویدي. په اسلام به نه پوهیږي خو په اسلام به سر ورکوي. هلیه ده چې واقعیتونه ومنو او بیا د خپلو مشکلاتو لپاره د حل لار پیدا کړو که نه بس همدا د خلاصې د ملایانو خبرې به تایدوي چې وطن د تباهې سره مخامخ کړیدی. دنیا په کوم حال کې ده او مونږ په کوم حال کې یو. په یهر هیواد کې چې اوسي باید د هغه هیواد قوانین مراعات کړې. اسلام د دغه ممانعت نه کوي.د اقلیتونو حقوق په اسلام کې هم خوندي دي. افغانستان کې هندوان سکهان او پخوا یهودانو خپل عبادت کاوه خو نور قوانین یې د افغانستان منل او مساوي حقوق یې درلودل. امریکا کې یو مسلمان چې دلته تولید شوې هم نه دی د نیویارک ښاروال کیدلې شي او یا د لندن ښاروال مسلمان دی. ته په افغانستان کې خپل یو افغان نشي زغملې چې ولې په بل هیواد کې تعلیم او تدریس کړې او یا یې د هغه هیواد تابعیت اخستلې دی. دا کومې سوژې چې تا مطرح کړیدي، دا د وطن د ابادې لپاره نه دي بس که تاسي په ریښتیا ډاکتر یاست نو افسوس په داسې تحلیل چې د خلیفه دین محمد خبره تایدوي او د میلونونو افغانانو حالت په اروپا او امریکا کې نه ګوري. البته ډیر نور مسایل هم شته چې په یوه متخصره لیکنه کې نشي ځای کیدلې. دا چې تاسي ډیر غیر واقعي خبرې په خپله تبصره کې لیکلې وې نو ځکه مې دا ځواب درکړ. په درنښت