د دې اصطلاح لاندې ډېر تپل مپل کيږي.
دغه اصطلاح په خپله د «تپل شوې جګړې» اصطلاح لپاره په لويو دروغو سره توجيه کيږي.
دغه د « تپل شوې جګړې» اصطلاح په خپله د فکري جګړې تپل شوې اصطلاح ده.
دغه اصطلاح د «تپل شوې جګړې» اصطلاح لپاره يو ښه بستر دی.
دغه اصطلاح څومره عيبونه پټوي.
دغه اصطلاح په ځينو سپيڅلو احساساتو لوبې کوي.
په دغه اصطلاح ځينو سپېڅلو او صادقو وګړو ته اطمینان او کاذب ډاډ ورکول کيږي.
دغه اصطلاح د ځينو مسولو اشخاصو لپاره له مسؤليت څخه د تېښتې اسانه لار ده.
په دغه اصطلاح د درېیمې نړۍ وګړي ډېر په اسانه او ژر غلول کيږي.
د دغې اصطلاح پر ضد ځينې ساده لوحه قرباني ورکوې او د ځینو د حاکميت بقاء خوندي کوي.
دغه اصطلاح د درېیمې نړۍ د وګړو په اذهانو دومره ور تپل کيږي، چې حتا د دې اصطلاح د تصديق او تکذيب لپاره يې هيڅ انساني سوچ ته نه پريږدي.
خو ای د درېیمې نړۍ وګړو!!!
څومره ژر احساساتي کيږی، څومره ژر باور کوی، څومره ژر غوليږی او څومره ژر عمل کوی.
ښکېلې خواوې به د جګړې کولو سل زر توجيې او بهانې لټوي او وړاندې کوي يا په رښتيا او يا په دروغو.
خو کله مو پدېدې د سبب او مسبب په اساس ليدلي او څېړلي؟
عقل د خدای له لورې پر موږ باندې لویه لورينه ده، ويې کاروئ!
که لږ په غور سره فکر وکړو د يوې نه بلکې د ډېرو تپل شو جګړو او پدیدو سبب داسې نه چې موږ په خپله وو؟!
دا خو به مو اورېدلي وي، چې:
خپل عیب د وليو منځ، د بل عیب د کليو منځ
نور بايد په دا تپلو مپلو غلط نه شو.
بايد صحنې ته له اصلي څېرو سره را شو
تـکل