منصور افغان
دا لیکنه د یوې لړۍ برخه ده چې په لویدیځ کې د افغانانو په ژوند را څرخي. لومړی مقاله (په لوېدیځ کې د افغانانو هویت، ګډ ژوند او طلاق) د محترم وليالله ملکزي صیب د لیکنې په دوام خپره شوه چې په لوېدیځ کې د افغانانو تر منځ د ګډ ژوند، طلاق او د نسلونو تر منځ د دغې مسالې د توپیر په اړه وه. په لاندې لیکنه کې پام د کډوالۍ هغو پټو قربانیانو ته اړوو چې ډېری یې هېڅ تصور هم نه کېږي: هغه مشران اولادونه (زامن او لوڼې) چې په نوي چاپېریال کې یې د کورنۍ د بقا تر ټولو دروند پېټی پر خپلو اوږو اخیستی وي.
کله چې یوه افغانه کورنۍ لوېدیځ ته کډواله شي، مور او پلار یوازې له فزیکي او جغرافیوي پلوه نه بلکې له ډېرو نورو اړخونو هم له سرحدونو تېرېږي. خو د کورنۍ مشران اولادونه (مشر زوی او مشره لور) هغه کسان دي چې هره ورځ له رواني، ژبني، او کلتوري سرحدونو اوړي او نوي شیان او له نویو ستونزو سره د ټکر چل زده کوي. ما په خپل چاپېر کې ډېرې داسې افغان کورنۍ لیدلې چې مور او پلار د نوي هېواد له ژبې او سیستم سره نا اشنا وي، او ډېری یې یا رښتیا هم د کار او نفقې پیدا کولو له لامله او یا هم د لټۍ له امله ژبه نه زده کوي او په ډېرو نورو شیانو ځان نه پوهوي، او د کورنۍ همدا مشران اولادونه په ناڅاپي ډول د خپلو والدینو لپاره د (مور او پلار) رول خپلوي.
د ارواپوهنې په علم کې دې پدیدې ته (Parentification) یا د مور او پلار د رول خپلول وايي. کله چې د ماشومتوب هغه شیبې چې خوږې او د سات تیریو وي ترې واخیستل شي او یوولس یا دولس کلن ماشوم اړ شي چې د یوه څلوېښت کلن انسان اندېښنې او مسوولیتونه پر اوږو کړي. دا ماشومان د روغتونونو، بانکونو، او د کډوالۍ د ادارو په دهلیزونو کې د خپلو والدینو ژبه او غږ ګرځي. که څه هم دا دروند پېټی هم پر لور او هم پر زوی یو شان لویږي، خو له بده مرغه د افغان کلتور تمې دا مسوولیتونه په دوو جلا او سختو رواني جګړو ویشي.
مشره لور، دوهمه مور
په افغاني دودیزه ټولنه کې له لور څخه تر ټولو لویه تمه د حیا، پټېدو او په کور دننه د چارو سمبالول دي. زده کړې کول او لوی ارمان درلودل غرب ته د هغو لومړیو راغلیو افغانانو په لویو لومړیتوبونو کې نه وو. ډېری وخت د کډوالۍ جبر او ناچاري مشره لور داسې یوه ضد او نقیض حالت سره مخ کوي چې له یوې خوا باید افغاني دود وساتي او له بلې خوا د پردیو خلکو، ډاکټرانو او دولتي کارکوونکو پر وړاندې د خپلې کورنۍ استازیتوب وکړي. هغه اړ کېږي چې په روغتون کې د خپلې مور تر ټولو شخصي او محرمې ناروغۍ ډاکټر ته وژباړي، یا د کور د کرایې پر سر له بهرنیو نارینه وو سره بحث وکړي.
خو تر دې هم لوی مسوولیت په کور دننه د کوچنیو خویندو او وروڼو لپاره د (دوهمې مور) رول لوبول دي. له دې تمه وي چې هم د کور کارونه وکړي، هم خپل وروڼه او خویندې وروزي او هم د والدینو له تمې سره په ښوونځي کې باید تر ټولو لایقه وي. دا بېلابېل فشارونه د هغې په روان کې د خلکو د خوشحاله ساتلو یو دایمي اضطراب اوړي، تل کوښښ کوي کور ته راغلی مېلمه، د کور غړي او نور خوشاله وساتي. کله چې همدا مشره لور د پوهنتون یا واده لپاره له کوره له کوره وځي، نو له دوو بېلو حالاتو سره مخ وي: یو وجداني درد چې ګواکې خپله بې وسه مور یې یوازې پرېښې ده، خو له بله اړخه همدا د دوی د آزادۍ پیل وي، ځکه د پلار په کور دوی له جدي قید سره وي او تل همدا اوري چې (مېړه دې وکړ بیا چکرې وهه). همدا د میړه کور ته تګ چې په ناسمو توقعاتو وشي، د نوي ژوند غلط پیل وي، ځکه هغه خپل مسوولیتونه او ستونزې ورسره لري. همدا نسل بیا د اولاد په غوښتلو او راوړلو کې هم ټکنی وي او لامل یې همدا دی چې له وړکتوبه یې خپل ماشوم وروڼه او خویندې روزلي وي، د خپل اولاد درلودل ورته ګران کار ښکاري.
مشر زوی د کور ګټیالی
د مشر زوی اوږې بیا د کډوالۍ په نوي چاپېریال کې په بل ډول درنېږي. هغه د پلار په مرستیال او د کورنۍ د هیلو په وروستي ادرس بدلېږي. په داسې حال کې چې لوڼې اکثراً عاطفي، طبي او له کشرانو سره مرسته او ورته مسایل پرمخ وړي، مشر زوی د بانکي، حقوقي او دولتي ادارو د کاغذپرانیو په جنجالونو کې ښکېل وي. له هغه څخه تل تمه کېږي چې د مالیاتو، د کور د اسنادو او حقوقي شخړو حل لاره پیدا کړي.
خو په عین وخت کې د افغاني نارینه توب د غرور له مخې، له ده څخه تمه کېږي چې هېڅکله باید وېره، ستړیا یا خپګان ښکاره نه کړي. هغه د خپل پلار ټولې هغه اندېښنې او رواني فشارونه چې د کډوالۍ له امله یې د خپل پخواني ټولنیز مقام په له لاسه ورکولو سره موندلي، په خاموشۍ سره زغمي. دا زوی د ځوانۍ په لومړیو کې د خپلو هیلو پر ځای د کورنۍ د نفقې او بقا فکر اخیستی وي، چې ډېری وخت یې د خاموشې او پټې اروايي ستړیا یا ژور خپګان خواته بیایي. دا باید ووایم چې دا د ټولو حال نه دی. ځکه څه موده مخکې سکاټلنډ میشتي یوه افغان په یوه مجلس کې ویل دېرش کلن زوی یې اوس هم په کور کې یو ځای ورسره اوسي او څه چې ګټي یوازې پخپله یې خوري او کور ته هېڅ نه راوړي. زما انګېرنه دا وه چې دا ټول د زوی په سترولو کې د ده خپل رول دی چې نن یې پایله په دې ډول ویني.
اولاد ته باید مسوولیت ورکړل شي، خو دومره نه چې هغه یې په اوږو بوج شي.
ګډې ستونزې
د مشر زوی او مشرې لور پورته یادې شوې قربانۍ د دوی په راتلونکي او ځوانۍ کې ژور رواني اغېزې پرېږدي. دوی د ژوند په اوږدو کې د یو داسې تلپاتې اضطراب ښکار وي، چې تل د یو بل نوي بحران ته په تمه وي، حواس یې ارام نه وي. یوه بېلګه په انګلستان کې د یوه ملګري وه، هغه به ویل په پوسته کې چې لیک راشي د لیک د پاکټ رنګ ته ګورم، که سپین وي نه خیر و خیریت دی، خو که زیړبخونی وي، نو پوه شم چې د حکومت له لوري دی، یا د مالیې دی، یا د کوم بل لګښت. ځکه خو دغه ډول رسمي لیک، د ښوونځي زنګ، یا د کډوالۍ د قوانینو بدلون دغو اولادونو ته د خطر زنګ ښکاري.
مشران زامن او لوڼې د خپلو کوچنیو خویندو او وروڼو بې غمه ماشومتوب لیدلو سره کله ناکله په خپلو زړونو کې یو خاموشه خپګان احساسوي. دوی تل خپل لومړی موټر، د پوهنتون فیس او ډېر نور خپله ګټي او پرې کوي، خو کشران بیا دا هر څه تیار مومي، ځکه د کورنۍ اقتصادي حالت ښه شوی وي.
دوی له یوه بل شي سره هم مخ وي چې (Imposter Syndrome) ورته وایي – د دوی تر ټولو لویه ستونزه دا وي چې د ژوند خوږې شېبې د لویانو د ستونزو په حل کولو کې تېرې کړې وي، په راتلونکي کې د خپلو شخصي پرمختګونو او لاسته راوړنو په وړاندې تل د پردیتوب او بې ارزښتۍ احساس کوي، حتی که په تعلیمي ډګر، کار او ژوند کې ډېرې لاسته نورې راوړنې هم ولري بیا هم ګومان کوي دوی یې ارزښت نه لري.
چاره څه ده
دا ډېره مهمه ده چې د کورنیو مشران په ځانګړي ډول مور او پلار د خپلو مشرانو اولادونو دغه قربانۍ درک کړي. دوی باید وپوهېږي چې دې ماشومانو د کورنۍ د بقا او ژوندي پاتې کېدو لپاره خپل ماشومتوب قرباني کړی دی. د دې درانه پېټي د سپکولو لپاره مهمه ده چې کورنۍ خپلو مشرانو اولادونو ته د ارام ساه اخیستو اجازه ورکړي.
دا ځوانان باید پوه شي چې د یوې کورنۍ د (ښه زوی یا ښې لور) ثابتولو دا مانا نه ده چې دوی خپلې هیلې، غوښتنې او راتلونکی په بشپړ ډول هېر کړي. د ډېریو افغان مور او پلار په خوله همدا خبره وي (پر موږ خو دنیا تېره ده) خو دوی باید اولاد ته دغه سوچ ونه لېږدوي.
په دې کار کې یو شی چې ډېره مرسته کولی شي هغه د حدونو ټاکل دي. د خلکو شخصي حریم، خوښۍ په پام کې نیول او په هره خبره او هره پرېکړه کې له مداخلې ځان ساتل دي. سلا او مشوره نیک کار دی، خو په چا باید تحمیل نشي.
بله مساله کله ناکله له ارواپوهانو مرسته غوښتل دي چې کولای شي د لویدیځ مېشته افغانانو په ژوند کې لویه مرسته وکړي، دا ټول به افغان اولادونو ته د کورنۍ د مسوولیتونو ترڅنګ خپل شخصي ژوند ته هم په سالمه توګه د دوام ورکولو توان ورکړي.