Homeخبرونهنوی «سوپر پروټین» ښايي د عمر له زیاتېدو سره د عضلو د...

نوی «سوپر پروټین» ښايي د عمر له زیاتېدو سره د عضلو د کمزورۍ مخه ونیسي

جاپاني څېړنه:

تاند (شنبه، د زمري/ اسد ۴ مه) د عمر له زیاتېدو سره په انسان کې لومړنی بدلون دا دی چې عضلې یې کمزورې شي، او د حرکت انرژي یې کمه شي. د عضلاتو د کمزورۍ له امله، ان ساده ورځني کارونه هم ستونزمن کېږي او بدن خپله پخوانۍ چټکتیا او ځواک له لاسه ورکوي.

اوس د جاپان د کیوشو پوهنتون څېړونکو داسې موندنه کړې چې ښايي په راتلونکي کې د عضلو د روغتیا او ځواک ساتلو لپاره نوې هیلې وغوړوي.

د پروفیسر ریویچي تاڅومي په مشرۍ څېړنیز ټیم موندلې چې د عضلو د کمزورۍ اصلي علت د بدن د یوه مهم پروټیني «فعال کوونکي» یا سویچ کمزوري کېدل دي.

دا پروټین د هر انسان په بدن کې شته او دنده یې دا ده چې د عضلو د ترمیم او بیا رغونې لپاره بنیادي (سټیم) حجرې فعالې کړي.

په ځوان بدن کې، کله چې عضله زیان وویني یا ستړې شي، دا پروټین ژر فعالېږي او د عضلاتو د ترمیم او بیا جوړونې بهیر پیلوي. خو د عمر په تېرېدو سره، د بدن کیمیاوي بدلونونه دا پروټین داسې بدلوي چې د زنګ وهلي قلف په څېر خپل فعالیت له لاسه ورکوي او عضلې نور په ښه ډول نه شي رغولای.

«سوپر پروټین»؛ د عضلو د بیا ځواکمنولو نوې هیله

د دې ستونزې د حل لپاره، جاپاني څېړونکو د LASSS په نوم د سلفر (ګوګړ) پر بنسټ یو ترکیب وازمایه.

د دوی د موندنو له مخې، دا ماده نه یوازې د پروټین د کمزورۍ مخه نیسي، بلکې هغه لا پیاوړی کوي او په یوه «سوپر پروټین» یې بدلوي.

څېړونکي وایي، دغه سوپر پروټین د عادي حالت پرتله نژدې دوه برابره ځواک لري او د عضلاتو د بیا رغونې حجرې په ډېر اغېزمن ډول فعالوي، چې له امله یې عضلات ان په لوړ عمر کې هم ځواکمن، سالم او د حرکت لپاره چمتو پاتې کېږي.

پروفیسور تاڅومي ویلي:

«پایلې ډېرې حیرانوونکې وې. دا ماده یوازې د پروټین ساتنه نه کوي، بلکې جوړښت یې داسې بدلوي چې د نوو او ځواکمنو عضلو د جوړولو وړتیا یې تر پخوا ډېره لوړه شي.»

له لابراتواره تر عملي درملنې

څېړونکو دا ترکیب په ژوندیو موجوداتو هم وازمایه او ویې‌موندله چې هغه عضلات چې سخت کمزوري شوي وو، د دې طریقې په مرسته یې د بیا رغېدو او ځواک ترلاسه کولو وړتیا بېرته وموندله.

د دې څېړنې پایلې ښيي چې په راتلونکي کې ښايي د ساده مالیکولي درملنو په مرسته د عمر له زیاتېدو سره د عضلو کمزوري، د خوځښت محدودېدل او د اوږدمهاله بستر کېدو خطر کم شي.

څېړونکي زیاتوي چې دا تګلاره ښايي یوازې د انسانانو لپاره نه، بلکې د کورنیو حیواناتو لکه سپیو او پیشوګانو لپاره هم ګټوره وي، ترڅو هغوی هم د ژوند تر وروستیو کلونو پورې د خپل حرکت ځواک او فعالیت وساتي.

یادونه: دا څېړنه لا هم د علمي پرمختګ په پړاو کې ده، او لا تر اوسه داسې درمل د عامې کارونې لپاره نه دي تصویب شوي. لا نورو کلینیکي ازموینو ته اړتیا ده، څو د انسانانو لپاره یې خوندیتوب او اغېزمنتیا په بشپړه توګه تایید شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ژوند کیسه مې لا نه ده تمامه…| سردارولي الکوزی

دوهم فصل: د جګړې په لمبو کې زېږېدلی ماشوم   د انسان ژوند که هر څومره لنډ ښکاري، خو له دومره خاطرو او پېښو ډک وي...