تاند (شنبه، د زمري/ اسد ۴ مه)
ټرمپ: له ایراني چارواکو سره لا هم په خبرو بوخت یو
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې متحدایالتونه لا هم له ایراني چارواکو سره په خبرو اترو بوخت دي او د ده په وینا، که څه هم تهران هڅه کوي ځان سخت دریځی وښيي، خو بیا هم د یوې هوکړې د ترلاسه کولو په لټه کې دی.
ټرمپ په عین حال کې وویل چې «ایران لا هم د هوکړې لپاره بشپړ چمتو نه دی.»
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې امریکا پرلهپسې ۱۳ شپې د ایران پر بېلابېلو هدفونو هوايي بریدونه کړي او د دواړو لورو ترمنځ اوربند په عملي ډول پای ته رسېدلی دی.
ټرمپ خبریالانو ته وویل:
«موږ همدا اوس هم له هغوی سره خبرې کوو. زما په اند، څومره چې ورځې تېرېږي، هغوی همدومره جدي کېږي.»
هغه زیاته کړه:
«زه باور لرم چې یوې هوکړې ته رسېدل تر ټولو عاقلانه لار ده، خو هغه څه چې اوس یې ترسره کوو، اسانه لاره ده. موږ بشپړ چمتو یو او د هر ډول اقدام لپاره هر څه برابر دي.»
د ایران د حکومت د چارواکو په اړه ټرمپ وویل:
«هغوی غواړي هوکړې ته ورسېږي. کله ناکله وایي چې هوکړه نه غواړي، خو غواړي ځانونه سخت دریځي وښيي.»
ټرمپ ټینګار وکړ چې امریکا «همدا اوس» هم له ایران سره په خبرو بوخته ده او زیاته یې کړه:
«دوې لارې شته؛ یا کولای شو ایران په تدریجي ډول، ګام په ګام، کمزوری کړو، یا هم ورسره خبرې وکړو، هغه څه چې همدا اوس یې هم ترسره کوو.»
ټرمپ: لا مې پر ایران د پراخو بریدونو د پیل په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې تر اوسه یې پر ایران د پراخو او سختو پوځي بریدونو د پیل په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.
هغه وویل، «له دې امله چې تهران اوس په خبرو اترو کې په ډېر جدي ډول برخه اخلي، ما لا تر اوسه پر ایران د ویجاړوونکو بریدونو د ترسره کولو امر نه دی ورکړی.»
ټرمپ، چې د سپینې ماڼۍ په اوول دفتر کې یې له خبریالانو سره خبرې کولې، زیاته کړه:
«وګورئ، موږ همدا اوس هم له هغوی سره خبرې کوو. زما په اند، هغوی هره ورځ په خبرو اترو کې لا ډېر جدي کېږي، او زما په باور د دې دلیل هم څرګند دی.»
د امریکا ولسمشر ټینګار وکړ چې ایران باید له دوو لارو یوه وټاکي: یوې نوې موافقې ته رسېدل، یا «تر دې هم له ډېرو سختو او پراخو بریدونو» سره مخامخ کېدل.
دا څرګندونې داسې حال کې شوې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ د کمېدو یا زیاتېدو په اړه لا هم بېلابېل احتمالونه مطرح دي.
رویټرز: د ایران د بریدونو درېدا د خبرو د بیا پیل شرط دی
رویټرز خبري اژانس د یوه پاکستاني چارواکي له قوله راپور ورکړی چې پر سعودي عربستان او د خلیج پر نورو هېوادونو د ایران د بریدونو درېدل، د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو د بیا پیل لپاره اساسي شرط ګڼل کېږي.
د راپور له مخې، درېیو پاکستاني سرچینو، چې نومونه یې نه دي څرګند شوي، ویلي چې اسلاماباد د هغو درېدلو خبرو د بیا پیل لپاره پر یوې لارې غور کوي چې هدف یې د کابو پنځه میاشتنۍ جګړې پای ته رسول دي.
دغو سرچینو ټینګار کړی چې د امریکا او ایران ترمنځ د هر ډول نوو مذاکراتو پر وړاندې خنډونه لا هم «ډېر جدي» دي.
د رویټرز د راپور له مخې، امریکا او ایران د جون میاشتې په ترڅ کې د پاکستان او قطر په منځګړیتوب د تفاهم یو یادښت لاسلیک کړی و، څو د جګړې د پای ته رسېدو لپاره لاره هواره کړي.
ټاکل شوې وه چې دغه تفاهم د یوې دایمي هوکړې لپاره ۶۰ ورځنی فرصت برابر کړي، خو غیرمستقیمو خبرو کوم مهم پرمختګ ونه کړ.
راپور زیاتوي چې دواړو خواوو یو بل د خپلو ژمنو په ماتولو تورن کړل او له هغې وروسته جګړه یو ځل بیا پیل شوه.