Homeخبرونهبي‌بي‌سي د افغانستان د ۲۰۲۱ کال د پېښو په اړه د «کابل»...

بي‌بي‌سي د افغانستان د ۲۰۲۱ کال د پېښو په اړه د «کابل» ډرامه خپروي

تاند (شنبه، د زمري/ اسد ۴ مه) د بریتانیا بي‌بي‌سي (BBC) د «کابل» په نوم یوه اروپایي ډرامه اخیستې چې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو تر وتلو او د طالبانو تر واکمنېدو وروسته پېښې انځوروي.

دا ډرامه، چې ۶ برخې لري، د فرانسې د 24 25 Films او Cinétévé له خوا د اروپایي اتحادیې په همکارۍ جوړه شوې او مخکې د فرانسې، جرمني، هالنډ، بلجیم او د شمالي اروپا له څو تلویزیونونو څخه خپره شوې ده.

د کیسې محور یوه افغانه کورنۍ ده چې د امریکايي ځواکونو له وتلو او کابل ته د طالبانو له ننوتلو وروسته اړ کېږي له هېواده وتښتي. ډرامه دا هم ښيي چې څنګه فرانسوي پولیس، ایټالیايي ډیپلوماتان، جرمني پوځیان او د امریکا استخباراتي ادارې د زرګونو ملکي وګړو د ایستلو لپاره په ګډه همغږي کوي.

د «کابل» سریال د تولید بودجه شاوخوا ۲۰ میلیون یورو وه او دا لړۍ د ۱۱ هېوادونو ګډ تولید ده او بېلابېلې ژبې پکې کارول شوې دي.

په دې ډرامه کې دارینا الجوندي، شروین علینبي، واسیلیس کوکالاني، هانا عبدو، جاناتان زاکای، جیانمارکو ساورینو، ژان ګورسو او امریکايي لوبغاړی اریک ډېن رول لوبولی دی.

د دې لړۍ لارښوونه کاسیا ادامیک او اولګا چاجداس کړې، او کیسه یې اولیویه دمانژل، توماس فینکیلکروت او جوي لاوي لیکلې ده.

بي‌بي‌سي ویلي چې «کابل» به د اګست له ۲مې نېټې څخه په BBC iPlayer کې د لیدو لپاره موجوده وي، او د اګست په ۱۵مه به د بي بي سي د څلورم چاینل BBC Four له لارې هم خپره شي.

د بي‌بي‌سي د پروګرامونو د اخیستلو مشر نیک لي ویلي:

«کابل یوه ډېره اغېزمنه تراژیدي ده. دا د جګړې د سیمې کیسه ده چې د ۲۰۲۱ کال د بیړنۍ تخلیې د واقعي وخت له فشار سره تړاو لري. نړیوال سیاست لا هم پېچلی دی، خو دا لړۍ د یوې افغانې کورنۍ د ژوند له لارې د تاریخ یوه ستره شیبه انځوروي.»

د Mediawan Rights استازې رابین هرډ هم ویلي:

«کابل یوه ځواکمنه او ژوره انساني کیسه ده چې د یوې استثنایي هنري ډلې له خوا جوړه شوې او هغه پېښې انځوروي چې لا هم په نړیواله کچه اغېز لري.»

د تاند د وټس اپ چاینل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ژوند کیسه مې لا نه ده تمامه…| سردارولي الکوزی

دوهم فصل: د جګړې په لمبو کې زېږېدلی ماشوم   د انسان ژوند که هر څومره لنډ ښکاري، خو له دومره خاطرو او پېښو ډک وي...