Home+فیمینیزم؛ له تاریخي تحوله تر افغاني واقعیت پورې؛ یوه علمي سیاسي او...

فیمینیزم؛ له تاریخي تحوله تر افغاني واقعیت پورې؛ یوه علمي سیاسي او انتقادي کتنه

زینب تره‌کې

 

سریزه:
د فیمینیزم مفکوره د معاصرې نړۍ له مهمو ټولنیزو، فکري او سیاسي جریانونو څخه ده.
چې د میرمنو د حقونو، انساني کرامت، جنسیتي عدالت او د میرمنو د ټولنیز او سیاسي مشارکت لپاره رامنځته شوی ده.
دغه مفکوره په خپل تاریخي بهیر کې له بېلابېلو پړاوونو څخه تېره شوې او د (لیبرال، سوسیالیستي، رادیکال، پس‌استعماري او اسلامي فیمینیزم) په څېر بېلابېل فکري مکتبونه یې رامنځته کړي دي.
خو فیمینیزم یوازې یوه واحده او له هرې ټولنې سره یو شان د تطبیق وړ نظریه نه ده.
د میرمنو د حقونو مسئله د هر هېواد له تاریخي، حقوقي، سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او مذهبي شرایطو سره ځانګړې اړیکه لري.
له همدې امله، د افغانستان په اړه اساسي پوښتنه دا ده چې د میرمنو د حقونو د تأمین لپاره کومه فکري او سیاسي تګلاره کولی شي له یوې خوا د میرمنو اساسي حقوق تضمین کړي او له بلې خوا د افغانستان له ټولنیزو او فرهنګي واقعیتونو سره تعامل وکړي؟

 

دا مقاله د فیمینیزم د تاریخي تحول، مهمو فکري مکتبونو، په افغانستان کې د ښځو د حقونو تاریخي وضعیت او د معاصرې ښځینه مبارزې پر فرصتونو او ننګونو تمرکز کوي. همدارنګه هڅه شوي چې د میرمنو د حقونو د مشروع مبارزې او د هغو افراطي یا تحمیلي برداشتونو ترمنځ توپیر روښانه کړي چې د ټولنیز مقاومت او سیاسي قطب‌بندۍ سبب کېدای شي.

 

لومړی: د فیمینیزم تاریخي تحول:

 

فیمینیزم د منظم ټولنیز او سیاسي خوځښت په توګه په اتلسمه او نولسمه پېړۍ کې په لویدیځ کې پراختیا وموندله.
خو د میرمنو د عدالت، تعلیم او انساني کرامت غوښتنې تر دې وړاندې هم په بېلابېلو ټولنو کې موجودې وې.

 

لومړۍ څپه (۱۸۴۸-۱۹۲۰):

 

د فیمینیزم لومړۍ څپه تر ډېره د میرمنو پر قانوني او سیاسي حقونو متمرکزه وه په ځانګړې توګه د رایې ورکولو، تعلیم، ملکیت او حقوقي هویت پر مسئلو (مریم وولسټونکرافټ) په ۱۷۹۲ کال کې د ښځو د حقوقو په اړه خپل مشهور اثر خپور کړ چې د میرمنو د عقلاني وړتیا او تعلیم پر اهمیت یې ټینګار کاوه.
وروسته د ښځو د رایې ورکولو خوځښت په اروپا او متحده ایالاتو کې پراخ شو او په شلمه پېړۍ کې میرمنو په ګڼو هېوادونو کې د رایې ورکولو حق ترلاسه کړ.

 

دویمه څپه (۱۹۶۰-۱۹۸۰):
د ۱۹۶۰مې او ۱۹۷۰مې لسیزې فیمینیزم له سیاسي حقونو څخه هاخوا ټولنیز، اقتصادي او کورني مسایل مطرح کړل. په کار،بازار کې تبعیض، کورنی تاوتریخوالی، د ښځو اقتصادي استقلالیت او په ټولنیز ژوند کې د میرمنو ونډه د دې پړاو مهم بحثونه وو.

 

درېیمه څپه (۱۹۹۰-۲۰۱۰):
درېیمه څپه په ۱۹۹۰مو کلونو کې د پخوانیو فیمینیسټي خوځښتونو پر محدودیتونو د نیوکې په توګه راڅرګنده شوه.
په دې پړاو کې د میرمنو ترمنځ د توکم، طبقې، کلتور، جغرافیې او ټولنیز توپیرونو ته زیات پام وشو.

 

څلورمه څپه (۲۰۱۰-تر اوسه):

 

معاصر فیمینیزم د انټرنېټ او ټولنیزو رسنیو له پراختیا سره نوی شکل غوره کړ.
د #MeToo په څېر خوځښتونو د میرمنو پر وړاندې د جنسي ځورونې او تاوتریخوالي مسئلې نړیوالې سیاسي او ټولنیزې اجنډا ته راوړلې.
له دې امله فیمینیزم باید د یوې ثابتې او واحدې نظریې پر ځای د وخت، ټولنې او تاریخي شرایطو له مخې د بدلېدونکي فکري جریان په توګه مطالعه شي.

 

دویم: د فیمینیزم مهم فکري مکتبونه:
فیمینیزم یو واحد فکري مکتب نه دی بلکې بېلابېل لیدلوري او نظریاتي جریانونه پکې شامل دي.

 

۱. لیبرال فیمینیزم:
لیبرال فیمینیزم پر قانوني مساوات د تعلیم او کار پر برابر فرصت سیاسي مشارکت او د میرمنو د حقوقي خوندیتوب ټینګار کوي.
د دې لیدلوري له مخې، د میرمنو د محرومیت یوه مهمه برخه د حقوقي او بنسټیزو خنډونو پایله ده.

 

۲. مارکسیستي او سوسیالیستي فیمینیزم:
دا لیدلوري جنسیتي نابرابري له اقتصادي او طبقاتي جوړښتونو سره تړي او استدلال کوي چې اقتصادي وابستګي د میرمنو د محرومیت له مهمو عواملو څخه ده.

 

۳. رادیکال فیمینیزم:
رادیکال فیمینیزم د پدرسالارۍ یا نارینه‌محور ټولنیز جوړښت پر مسئله تمرکز کوي او جنسیتي نابرابري د ټولنیزو قدرتي اړیکو له ژورو جوړښتونو سره تړي.
البته د دې مکتب ځینې برداشتونه د کورنۍ، جنسیتي رولونو او ټولنیزو ارزښتونو په اړه له نورو فیمینیسټي جریانونو سره جدي اختلاف لري.

 

۴. پس‌استعماري فیمینیزم:
پس‌استعماري فیمینیزم د استعمار، امپریالیزم او جنسیتي سیاست ترمنځ اړیکې څېړي.
دا لیدلوری ټینګار کوي چې د میرمنو د ستونزو تحلیل باید د هرې ټولنې له تاریخي او فرهنګي شرایطو پرته په ساده ډول د لویدیځو معیارونو له مخې ونه شي.

 

۵. اسلامي فیمینیزم:

 

اسلامي فیمینیزم هڅه کوي چې د میرمنو د حقونو او عدالت مسئله د اسلامي متونونو او اسلامي فکري میراث له بطن څخه تحلیل کړي.
د دې لیدلوري پلویان استدلال کوي چې د میرمنو د کرامت، تعلیم، ملکیت، میراث او اقتصادي حقوقو لپاره د اسلام په لومړنیو منابعو کې مهم بنسټونه موجود دي.
او د میرمنو پر وړاندې ګڼ تبعیضي دودونه باید له دیني اصولو سره یو شان ونه ګڼل شي.

 

درېیم: په افغانستان کې د میرمنو د حقوقو تاریخي بهیر:

 

د افغانستان د میرمنو د حقونو تاریخ له دولت‌جوړونې، مدرنیزاسیون، سیاسي بدلونونو او ټولنیزو جوړښتونو سره نږدې تړاو لري.
په شلمه پېړۍ کې په ځانګړې توګه د ښارونو په کچه، د افغان میرمنو د تعلیم او کار لپاره تدریجي فرصتونه رامنځته شول.
د ۱۹۶۴ کال اساسي قانون افغان میرمنو ته د رایې ورکولو او سیاسي مشارکت رسمي حق ورکړ او د میرمنو په تدریجي ډول د زده‌کړې، دولتي ادارو او سیاسي ژوند برخه وګرځېدې.
خو د جګړو، سیاسي بې‌ثباتۍ او ټولنیزو شخړو دوام د افغان میرمنو د حقوقو د پرمختګ بهیر له جدي خنډونو سره مخ کړ.

 

څلورم: د ۲۰۰۱–۲۰۲۱ تجربې:

 

له ۲۰۰۱ کال وروسته د نوي سیاسي نظام په رامنځته کېدو سره د افغان میرمنو د حقونو په برخه کې د پام وړ قانوني او ټولنیز پرمختګونه وشول.
افغان میرمنو د پارلمان، حکومت، مدني ټولنې، رسنیو، پوهنتونونو او خصوصي سکتور په برخو کې پراخ حضور پیدا کړ.
په همدې دوره کې د نجونو د زده‌کړو او د ښځو د کار فرصتونه هم پراخ شول. خو دغه پرمختګونه له امنیتي ستونزو، کمزورې ادارې، اقتصادي فقر، محلي محافظه‌کارۍ او د سیاسي نظام له داخلي ستونزو سره هم مخ وو.
له بلې خوا، د افغان میرمنو د حقوقو په نوم د ځینو نړیوالو پروګرامونو د تطبیق په برخه کې د محلي شرایطو د کافي درک نشتوالی هم د بحث وړ موضوع وه.
د افغان میرمنو د حقوقو نړیوال معیارونه هغه وخت ډېر اغېزمن کېدای شي چې د ټولنې له محلي جوړښتونو سره د تعامل وړ سیاسي او ټولنیزې لارې ولري.

 

پنځم: له ۲۰۲۱ کال وروسته د افغان میرمنو وضعیت:

 

له ۲۰۲۱ کال وروسته په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر تعلیم، کار، سیاسي مشارکت، ټولنیز حضور او ازاد تګ راتګ پراخ محدودیتونه ولګېدل.
د نجونو د ثانوي او لوړو زده‌کړو محدودېدل، د افغان میرمنو د کاری فرصتونو کمېدل او له عامه ژوند څخه د میرمنو د حضور محدودول نه یوازې د افغان میرمنو پر حقوقو اغېز کوي بلکې د هېواد پر اقتصادي، علمي او ټولنیز پرمختګ هم مستقیم منفي اغېز لري.
له همدې امله، د افغان میرمنو د تعلیم او کار مسئله باید یوازې د ښځینه‌وو د یوې ځانګړې ډلې غوښتنه ونه ګڼل شي بلکې دا د افغانستان د بشري پانګې، اقتصادي پرمختګ او راتلونکي ثبات له اساسي مسئلو څخه ده.

 

شپږم: د افغانستان لپاره د فیمینیزم د تطبیق مسئله:

 

د افغانستان لپاره د میرمنو د حقوقو هره تګلاره باید د هېواد له واقعي ټولنیزو جوړښتونو سره تعامل ولري.
د افغان میرمنو حقوق باید نه د بهرني سیاسي فشار په وسیله تحمیل شي او نه د فرهنګي حساسیتونو په نوم په بشپړه توګه رد شي.

 

اغېزمنه تګلاره کولی شي پر څو اساسي محورونو ولاړه وي:

 

لومړی:
تعلیم او تحصیل:
د افغان نجونو د تعلیم او تحصیل حق باید د ټولنې د پرمختګ اساسي اړتیا وبلل شي.

 

دویم:
اقتصادي پیاوړتیا:
افغان میرمنو ته د کار، کسب، سوداګرۍ او مسلکي زده‌کړو فرصتونه باید پراخ شي.

 

درېیم:
حقوقي خوندیتوب:
د افغان میرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي او تبعیض د مخنیوي لپاره باید قانوني او ټولنیز میکانیزمونه پیاوړي شي.

 

څلورم:
سیاسي مشارکت:
افغان میرمني باید د هېواد په سیاسي چارو او تصمیم‌نیولو بهیر کې مشروع حضور ولري.

 

پنځم:
ټولنیز تعامل:
د افغان میرمنو د حقوقو د ملاتړ لپاره باید له دیني عالمانو، قومي مشرانو، مدني ټولنې، ځوانانو او ښځینه فعالانو سره ګډ کار وشي.

 

اووم:
د فیمینیزم د افراطي برداشتونو انتقادي ارزونه:

 

د میرمنو د حقونو مشروع مبارزه باید له هر هغه افراطي برداشت څخه جلا وڅېړل شي چې د ټولنې د قطبي کېدو سبب کېږي.
خو له علمي پلوه باید د «افراطي فیمینیزم» اصطلاح هم په احتیاط وکارول شي ځکه فیمینیزم یو واحد جریان نه دی او ټول فیمینیسټي جریانونه د کورنۍ، دین یا ټولنیزو ارزښتونو د ردولو غوښتنه نه کوي.

 

اصلي نقد باید د مشخصو افراطي نظریاتو او کړنو پر وړاندې وي نه د میرمنو د حقونو د ټولې مفکورې پر وړاندې.

 

که د میرمنو د حقوقو مبارزه د ټولنې د اکثریت فرهنګي واقعیتونه په بشپړه توګه نادیده ونیسي.
امکان لري چې ټولنیز مقاومت زیات شي.
همدارنګه که د میرمنو د حقونو مسئله یوازې د نړیوالو سیاسي قدرتونو د سیالۍ وسیله وګرځي د افغان میرمنو اصلي اړتیاوې به د سیاسي شعارونو تر سیوري لاندې پاتې شي.
له بلې خوا د کلتوري حساسیت په نوم د ښځو د تعلیم، کار او اساسي حقونو محدودول هم د منلو وړ نه ده بلکي لوي جنایت ده.
د افغانستان د راتلونکي لپاره اړتیا دا ده چې د میرمنو د حقونو او ټولنیزو ارزښتونو ترمنځ د عادلانه او عقلاني تعامل زمینه رامنځته شي.

 

پایله:
فیمینیزم د میرمنو د حقونو،انساني کرامت او جنسیتي عدالت په اړه یو پراخ او متنوع فکري جریان دی چې له اتلسمې پېړۍ څخه تر نن پورې یې ګڼ تاریخي پړاوونه او نظریاتي بدلونونه تجربه کړي دي.
په افغانستان کې د فیمینیزم مسئله باید د لویدیځ او ختیځ تر ساده تقابل هاخوا وڅېړل شي.
افغان میرمني د تعلیم، کار، اقتصادي استقلالیت، سیاسي مشارکت، قانوني خوندیتوب او انساني کرامت په برخه کې مشروع حقونه او اړتیاوې لري.
د دغو حقونو دفاع باید د افغانستان له تاریخي، ټولنیزو، فرهنګي او دیني واقعیتونو ته په کتو سره ترسره شي.

 

په عین حال کې د فرهنګ او دین نوم باید د افغان میرمنو د اساسي حقونو د سلبولو لپاره وسیله ونه ګرځي او د افغان میرمنو د حقونو نړیوال مفاهیم باید د ټولنې د تحقیر یا د بهرنیو سیاسي اجنډاوو د تحمیل وسیله هم ونه ګرځي.
د افغانستان لپاره اغېزمنه لاره نه مطلق تقلید دی او نه مطلق رد ده.
بلکې حقوقي عدالت، تعلیم، اقتصادي پیاوړتیا، سیاسي مشارکت، ټولنیز تفاهم او د میرمنو انساني کرامت ته درناوی هغه بنسټونه دي چې کولی شي د افغان میرمنو د دوامداره پرمختګ لپاره زمینه برابره کړي.

 

په پای کې:
د میرمنو د حقونو مسئله یوازې د میرمنو مسئله نه ده.
دا د دولت، ټولنې، کورنۍ، دیني او علمي بنسټونو او نارینه‌وو ګډ مسؤلیت دی.
د افغانستان راتلونکی ثبات او پرمختګ هغه وخت امکان لري چې د ټولنې هېڅ برخه باید د پرمختګ له بهیر څخه په دوامداره توګه محرومه نه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زینت امان د خپل دوهم واده ترخې تجربې بیان کړې

تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۹ مه) د هند مشهورې فلمي ستورې زینت امان له خپل دوهم مېړه مظهر خان سره د ګډ ژوند...