یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeادبانټرنیټ او ادبیات / اسد الله غضنفر

انټرنیټ او ادبیات / اسد الله غضنفر

پنځوس، شپېته کاله پخوا په ټول افغانستان کې دومره پښتو ادبیات نه خپرېدل لکه اوس چې مثلا یوازې په تاند کې خپرېږي. فرهنګي دنیا بدله شوې ده او په دې کې د انټرنیټ لوی لاس دی.

 انټرنیټ یوه وسیله ده. د وسیلو، شرایطو او امکاناتو تغییر همېشه د ادبي آثارو په سبک، محتوا او ژانرونو باندې اثر لرلای دی.

 په نولسمه پیړۍ کې چې زموږ په سیمه کې اخبارونه نه وو، ډېرې پېښې په چاربیتو کې بیانېدلې. په هغه وخت کې چاربیتې تر اوس ډېرې عامې وې. وروسته بیا چې اخبارونه راووتل او د پېښو د بیانولو دنده اخبارونو په غاړه واخیسته، چاربیتو ته یوه اړتیا کمه شوه. د چاربیتو د لا کمېدا  دلیل مې له محبوب شاعر شفیع الله بابرزي څخه واورېد. بابرزي صاحب راته وویل چې د راډیو او تلویزیون له  پیدا کېدو سره  سندرې لنډې شوې او څرنګه چې د چاربیتې سندرې نسبتا زیات وخت غوښت نو د راډیو او تلویزیون په عصر کې چاربیتې په سندرو کې لږ وویل شوې او په دې ډول د دې ژانر شاعري لا محدوده شوه.

 په اروپا کې چې په اتلسمه پیړۍ کې په فلسفي لحاظ د عقلانیت بازار تود شو او منځنۍ طبقه پیاوړې شوه، د ناول ژانر د رومانسونو او نکلونو ځای ونیو. نوي فکر، نوېو عقیدو او نوي تمدن خپل نوی ژانر پکار و.

 د اوسني نثر په اړه ویل کېږي چې تر پخواني نثر د خلکو خبرو ته نږدې دی. د دې تحول یوه لویه وجه دا ده چې د مطبعې له اختراع وروسته د لیکوالو مخاطبان زیات شول او د خواصو په څنګ کې عوامو هم د لوستلو امکان پیدا کړ. لیکوالو دا په ګټه ولیده چې په داسې طرز لیکنې وکړي چې ډېر خلک ورباندې پوه شی.

 انټرنیټ چې د مطبعې په څېر د بشر د تاریخ یوه ډېره مهمه اختراع ده، په ادبیاتو باندې یې  ژور اثر غورځولی دی. که څه هم احصاییې ښیي چې شاوخوا دوه فیصده افغانان له انټرنیټه د استفادې امکانات لري او که څه هم پوهېږو چې په دې دوو فیصدو کې یوازې یوه وړه برخه څلرویشت ساعته او چټک انټرنیټ لري، مګر په پښتو ادب یې د څو کلونو په لنډه تنګه موده کې  محسوس اثر کړی دی.

 انټرنیټ په پښتو نثر کې ایجاز ډېر او اطناب کم کړ. ځینې لیکوال خو اوس له دې سره دلچسپي لري چې خپله خبره په دوو، دریو جملو کې راټوله کړي.

 زموږ په مطبوعاتي نثر کې د بې خونده اطناب یو ډول دا دی چې لیکوال به موضوع ته ژر نه داخلېږي. په انټرنیټي لیکنو کې د سمدستي خبرې کولو تمایل زیات شوی دی.

 د اخبار او مجلې لپاره لیکنه که ډېره لنډه وي، ممکن چاپ نه شي. دغه شي لیکوال هڅاوه چې خبرې وغځوي. له انټرنیټي لیکنو دغسې غوښتنه نه کېږي.

 په یوه مجله یا اخبار کې د لیکنې د خپرېدا لپاره د خپروونې د مسوول موافقه لازمه ده. د خپروونې مسوول د خپل مسوولیت د کمولو لپاره هغه لیکنې ممکن زیاتې خپرې کړي چې د سبک او محتوا له اړخه تجربه شوې او منل شوې وي. په انټرنیټ کې چې د چلوونکو د مسولیت بار کم دی، لیکونکي دا فرصت ډېر لري چې خبرې هماغسې وکړي چې د دوی زړه یې غواړي او د بل چا (مسوول مدیر) ذوق، اندېښنو او مفکورو ته ونه ګوري.

 د انټرنیټ په لیکوالۍ کې د لیکوال د خبرو د طبیعي طرز او د لیکلو د طرز تر منځ واټن کم شوی دی. د لیکوالي په اړه یو مشهور قول دی چې د ځان بیان ته وایي. کله چې د قلم څښتن د ځان د بیان په لاره کې خنډ ونه ویني، کامیابي یې زیاتېږي. که له دې اړخه ورته وګورو نو ویلای شو چې له انټرنیټ سره د سبکونو تنوع او د زړه د خبرې د کولو امکان زیاتېدلای شي او دغه زیاتېدا د هنري لیکوالي له پرمختګ سره مرسته کوي.

 له انټرنیټ سره وصل لیکوال چې د دنیا تر ګردو لوی کتابتون ورسره دی، معلومات په اسانه تر لاسه کوي او دا امکان ورسره زیات دی چې لیکنه یې د معنا په لحاظ لا بهتره شي.

 پنځوس کاله پخوا چې په افغانستان کې کتابونه او معلومات خورا کم وو، لیکوالو د یوې موضوع د توضیح لپاره د خیالي مثالونو راوړلو او تشبیهاتو ته زیاته مخه کوله خو اوس چې ارقام، احصاییې او فکټونه په اسانه مومي، په لوستونکو باندې د خپلې مدعا د منلو لپاره ممکن د خیالي مثال تر راوړلو د واقعي مثال ورکول غوره وبولي. څو کاله دمخه مې د استاد الفت د زمانې او اوسنۍ زمانې د نثر د توپیرونو په بیان کې لیکلي وو چې:(كه زه د انټرنيټ په بركت  دا معلومات ولرم  چې د روغتيا د نړيوال سازمان له اټكل سره سم په شلمه پېړۍ كې د څه باندې سل ميليونه انسانانو د مړينې اصلي علت د سګريټو څكول وو او سګريټ  اوس په هر شواروز كې د شپاړلس زره كسانو قاتل دى، نو بيا به شايد له سګريټو د خلكو د منع كولو لپاره په خيالي مثال پسې ونه ګرځم او نه به په حسن تعليل باندې ډېره تكيه وكړم.)

 په تېرو زمانو کې چې سواد خورا کم و، اکثره ادبیات شفاهي وو. د شفاهي بیان لوی عیب دا دی چې په بیا بیا ویلو کې تغییر پکې راځي، هر ویونکی پکې د خپل ذوق او حافظې په حکم کمی زیاتی راولي. خو له بلې خوا، شفاهي ادبیات هر ویونکي ته له خپل ذوقه د استفادې چانس وربخښي او په نتیجه کې د ښو لنډیو غوندې شهکارونه پنځېږي. په انټرنیټ کې چې بې څښتنه حکایتونه کم نه دي، مختلفو کسانو له خپلې خوښې سره سم، مختلف روایتونه وړاندې کړې دي. ما په تېرو څو کلونو کې په سلګونو حکایتونه ژباړلي دي او په اکثرو کې مې د خپل ذوق په غوښته کمی زیاتی راوستی دی. ما ته دغه جرات د انټرنیټي ادبیاتو روان بهیر راکړی دی. کابو شل کاله پخوا مې د حکایتونو یو کتاب ترجمه کړی و چې تر اوسه لا چاپ شوی نه دی، ځکه پکار و چې ترجمه او اصلي متن سره تطبیق کړم او دغه کار تر ننه ځنډېدلی دی، مګر د انټرنیټ د بې څښتنه حکایتونو په ژباړه کې په تطبیق پسې نه ګرځم بلکې مشترک مال یې ګڼم او په ترجمه کې یې له خپل ذوق سره سم تغییرات راولم. چاپ شوی متن مونږ ته د متن د ثابت والی احساس راکوي خو انټرنیټي متن داسې راته ښکاري لکه ډېر ثابت چې نه وي.

 انټرنیټ چې د لیک، تصویر او اواز درې اړخیزه رسنۍ ده، ادبیاتو ته یې د تصویرونو او اواز له درکه هم نوي امکانات ورکړي دي. مونږ په نړیوال جال کې د شاعرانو د شعرونو دکلمې لولو او له ځینو شعرونو او کیسو سره ډېرې ښایسته منظرې وینو. ماشومان چې له رنګینو او متحرکو منظرو ډېر خوند اخلي، د انټرنیټ په برکت یې ادبیات نور هم جالب شوي دي.

 ځينې کسان شکایت کوي چې د نړیوال جال په لیکنو کې له ماخذه لږ استفاده کېږي. ځينې نور بیا وایي چې په مطبوعاتو کې به د رسنۍ چلوونکو د لیکونکو املایي تېروتنې سمولې خو په انټرنیټ کې به یو کندز لیکي، بل قندز، بل قندوس او څلورم کندوز. د دغو کسانو په نظر په پښتو املا کې معیار ته بې پامی به د پښتو لیکنو لټون مشکل او املایي ګډوډۍ زیاتې کړي.

انټرنیټ د لیکنې د سمدستي خپرېدو امکان زیات کړی دی. د سمدستي خپرېدلو ګټه دا ده چې لیکوال لیکلو ته هڅوي خو تاوان یې دا دی  چې په خپرېدا کې یې شاید بیړه وکړي. مونږ معمولا هغه وخت قلم را اخلو چې یوه خبره راته مهمه ښکاره شي او احساس مو وپارېږي. په دغسې شېبو کې په خپله لیکنه باندې قضاوت اسانه نه دی خو څو ورځې پس چې احساسات مو ساړه شوي وي، په لیکنه باندې قضاوت راته اسانه کېږي او ګټور کمی زیاتی  پکې راوستلی شو.

 انټرنیټ چې د تلویزیون غوندې په اسانۍ سره کورنیو ته لاره کوي، ادبیات کورونو ته رسوي او د ګڼو مېرمنو په شمول، د ټولنې له منځه شړل شویو کسانو  ته موقع ورکوي چې د ادبیاتو په لوستلو او ایجاد کې لا زیاته برخه واخلي.

 یوه مجله یا اخبار بیه لري خو په انټرنیټ کې اکثره لیکنې وړیا لوستلای شو چې دغه ځانګړنه یې  هم د فرهنګ او ادبیاتو له عمومیت سره مرسته کوي. مختلفو سیمو ته د مجلې، اخبار یا کتاب رسول سخت کار دی، خو انټرنیټ په امریکا او اروپا کې دېره افغان لیکوالو ته فرصت برابروي چې د خپل وطن له لوستونکو او لیکوالو سره رابطه وساتي. د لیکوالو تر منځ رابطه او د لیکوالو او لوستونکو ترمنځ رابطه په ادبي کار باندې خورا مثبت اثر اچولی شي. د ادبیاتو په تاریخ کې لولو چې لیکوال او شاعران معمولا په یوه زمانه کې او خاصې سیمې کې زیات راپیدا شي. دغه شی به مختلف وجوهات لري خو یوه وجه یې دا ده چې خټکی له خټکي څخه رنګ اخلي او یوازې الماس دی چې الماس غوڅوي. که زه شاعر یم او  زما په زمانه کې او زما په ښار کې لوی شاعر اوسي زما به هڅه دا وي چې تر ده یې واړوم خو که داسې څوک نه وي، زما منډه ممکن یو څه ټکنۍ وي. انټرنیټ ټول اهل قلم سره یو ځای کړي دي. که انټرنیټ نه وای، اروپا او امریکا ته تللي افغان لیکوال به خدایزه د اوس هومره فعال وو.

انټرنیټ چې هر چاته د څه خپرولو اجازه ورکوي، د لیکوالو د شمېر په زیاتوالي باندې یې هم مثبت اثر اچولی دی.

ځينې صاحب نظران وایي چې د نړۍ تر بلې هرې ژبې انګلیسي ته انټرنیټ ډېره ګټه رسولې او د دې ژبې په خپرېدو کې یې لویه برخه اخیستې ده. دا خبره به سمه وي خو انټرنیټ هرې ژبې او هر فرهنګ ته ګټه رسولی ده. زما په ګومان انټرنیټ  له انګلیسي راوروسته د نړۍ هغو ژبو ته لا زیاته ګټه رسولای شي چې  د پښتو غوندې په رسمیاتو کې ورسره بې انصافي کېږي. انټرنیټ چې ټولو ژبو ته د خپرېدو یو شان امکانات برابروي ، د مظلومو ژبو مینه والو او لیکوالو ته دا چانس ورکوي چې خپل آثار بې سانسوره او وړیا خپاره کړي.

  د کره کتنې په لحاظ د انټرنیټ اثرات مثبت او منفي دواړه دي. په مطبوعاتو کې خو که څوک د بل چا په لیکنه تبصره کوي، اکثره وخت ځان نه شي پټولای خو په انټرنیټ کې ځان په اسانه پټوي. د ځان پټول لوستونکو ته دا امکان ورکوي چې لیکوال په دروغو خوشحاله نه کړي او له خپل واقعي احساسه یې خبر کړي. منفي اړخ یې دا دی چې د نوم د پټولو په مټ  په یوې لیکنې باندې د بې مسوولیته تبصرو امکان زیاتېږي. دا د انسان فطرت دی چې برابري یې خوښېږي. که یو لیکوال ډېر وستایل شي، ممکن په ځینو کسانو ښه ونه لګېږي او د ستایل شوي لیکوال په ښو لیکنو هم په پردي نوم منفي تبصرې وکړي چې په نتیجه کې له لیکواله شاید لاره ورکه شي.

 په مطبوعاتي لیکنو کې ډېر تمایل دا وي چې لیکونکی د ځان او خپلو خاطرو په باره کې ډېر څه ونه وایي خو په انټرنیتي لیکنو کې چې د ځان د بیان امکان پکې زیات دی، د شخصي خاطرو او مسایلو بیان ته توجه زیاته شوې ده چې یو سبکي تغییر یې بللای شو.

 زما په نظر انټرنیټ د لوستونکو او لیکونکو په شخصیت باندې هم ژور او مثبت اثر اچوي. څرنګه چې په دې رسنۍ کې سانسور حد اقل ته رسېدلی دی نو مونږ هر یو ممکن ډېرې ترخې خبرې واورو. دغه ترخې خبرې به مو په اوله کې وځوروي خو ورو ورو به ورسره عادت شو او په دې ډول به مو زغم زیات شي. په اوسنۍ دنیا کې د کامیاب او اخلاقي ژوند کولو لپاره دا ډېره ضروري ده چې د مختلفو او متضادو نظرونو د اورېدو حوصله ولرو. موږ له هغو کلیو او بانډو د تل لپاره رابېل شوي یو چې له زوکړې تر مړینې پورې به یو شان خبرې پکې اورېدل کېدلې او یو ډول نظرونه ، یو ډول لباسونه او یو ډول دودونه  به پکې وو. د اوسنۍ زمانې غوښتنه دا ده چې په مخالفو خبرو اور وانه خلو او خپله انرژي بې ځایه ونه لګوو، بلکې که د خپلو ارزښتونو د دفاع ارزو راسره وي نو په کرارو اعصابو ، د دلیل، معلوماتو او هنر په مټ به مقابله ورسره کوو. هغه څوک چې د خپلو مفکورو د دفاع لپاره د قهر او اخطار او انتقام خبرې کوي، که څه هم په جسمي لحاظ د انټرنیټ په زمانه کې اوسي خو په ذهني لحاظ یې  له اوسنۍ زمانې ډېر لرې د لرغوني وخت په کومه وچه شېله کې خیمه وهلې ده.

3 COMMENTS

  1. سلامونه ګران مشر استاد غضنفر صاحب
    سلامتيا دې غواړم ټوله ليكنه دې ښكلې وه خو دې جملو دې دومره خوند و چې ډير مې خوښ شو
    ستا د لا بريالتيوب په پار لاسونه لپه كوم دې ولس ته دې ستاغوندي مشران، پوه استادان او خواخوږي زيات وي

    انټرنیټ د لوستونکو او لیکونکو په شخصیت باندې هم ژور او مثبت اثر اچوي. څرنګه چې په دې رسنۍ کې سانسور حد اقل ته رسېدلی دی نو مونږ هر یو ممکن ډېرې ترخې خبرې واورو. دغه ترخې خبرې به مو په اوله کې وځوروي خو ورو ورو به ورسره عادت شو او په دې ډول به مو زغم زیات شي. په اوسنۍ دنیا کې د کامیاب او اخلاقي ژوند کولو لپاره دا ډېره ضروري ده چې د مختلفو او متضادو نظرونو د اورېدو حوصله ولرو. موږ له هغو کلیو او بانډو د تل لپاره رابېل شوي یو چې له زوکړې تر مړینې پورې به یو شان خبرې پکې اورېدل کېدلې او یو ډول نظرونه ، یو ډول لباسونه او یو ډول دودونه به پکې وو. د اوسنۍ زمانې غوښتنه دا ده چې په مخالفو خبرو اور وانه خلو او خپله انرژي بې ځایه ونه لګوو، بلکې که د خپلو ارزښتونو د دفاع ارزو راسره وي نو په کرارو اعصابو ، د دلیل، معلوماتو او هنر په مټ به مقابله ورسره کوو. هغه څوک چې د خپلو مفکورو د دفاع لپاره د قهر او اخطار او انتقام خبرې کوي، که څه هم په جسمي لحاظ د انټرنیټ په زمانه کې اوسي خو په ذهني لحاظ یې له اوسنۍ زمانې ډېر لرې د لرغوني وخت په کومه وچه شېله کې خیمه وهلې ده.

  2. سلامونه استاده
    ډېره ښه علمي لېکنه مو کړې ده، ستاسو په قلم دي برکت وئ

  3. سلامونه او نیکې هیلې محترمه استاده
    خورا ښه لیکنه وله. او ډیر څه مو ترې زده کړل
    هرې جملې د بیل بیل څه درلودل.خو دا جمله دې د کاڼې کرښه ده..
    په اوسنۍ دنیا کې د کامیاب او اخلاقي ژوند کولو لپاره دا ډېره ضروري ده چې د مختلفو او متضادو نظرونو د اورېدو حوصله ولرو.
    دې اوږد ژوند په هیله..

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب