پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeکلتورسینماله شاهرخ خان څخه د تحقیقاتو غوښتنه وشوه

له شاهرخ خان څخه د تحقیقاتو غوښتنه وشوه

تاند- د هند د ډاکترانو یوې ټولنې د روغتیا له وزارته غوښتي چې د نامتو فلمي ستوري شاهرخ خان د هغو څرګندونو په اړه څېړنه وکړي چې د خپل زېږېدونکي ماشوم په اړه یې کړي دي.
شاهرخ خان خپلو دوستانو ته ویلي چې په دې پوهېږي چې پیدا کېدونکی ماشوم به یې زوی وي.

په هند کې د ماشوم تر زېږېدو مخکې د هغه د جنسیت د مالومولو لپاره معاینه منع ده ځکه چې ډېر هندیان غواړي چې زوی ولري او ډېر ځلي داسي شوي چې لور یې سقط یا ضایع کړې ده.
هندي رسنیو ویلي چې شاهرخ خان خپلو نژدې دوستانو ته ویلي چې د خپل ماشوم له جنسیته خبر دی چې زوی دی.

2 COMMENTS

  1. it is not allowed in India but easy to check in other country especially an actor like sharukh khan.
    it is good news that he has a son to substitute him in future film world.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب