Home+په لوېدیځ کې د افغانانو هویت، ګډ ژوند او طلاق| منصور افغان

په لوېدیځ کې د افغانانو هویت، ګډ ژوند او طلاق| منصور افغان

افغانان له بده مرغه د روانپوهنې په برخه کې د نړۍ له هغو خلکو دي چې تر ټولو ډېرې مرستې، څېړنو او کار ته اړتیا لري. خو برعکس تر ټولو لږ او محدود کارپوهان لري او په دې برخه کې د لوستلو او عامه پوهاوې لپاره عام مواد له نشت سره برابر دي. ځینې خلک لکه استاد شرف الدین عظیمي، بهیج عثماني او داسې نورو ته دې خدای اجر ورکړي، په افغان ټولنه او روانپوهنه یې څېړنې کړې او ډېر څه یې لیکلي او ویلي دي. 

واده د انساني تمدن او د ژوندانه بقا تر ټولو سپېڅلی او بنسټیز تړون دی. خو کله چې یوه دودیزه ټولنه د جبر، جګړو او سیاسي توپانونو له امله له خپل هېواده کډواله او د نړۍ په بېلابېلو لویو وچو وپاشل شي، نو د دې سپېڅلي تړون ستنې هم له سختو ورځو او ازموینو تېرېږي.

په لوېدیځ کې د افغان کډوالو تاریخ ته وکتل شي، دا پر څو بېلابېلو څپو وېشلی شوو: په ۱۹۸۰مو کلونو کې د شوروي له يرغل وروسته لومړۍ څپه، د نويیمې لسیزې د کورنۍ جګړې کډوال، د ۲۰۰۱ کال د تحولاتو د دورې کډوال او په پای کې د ۲۰۲۱ کال د اګست له تحولاتو وروسته راغلي نوي کډوال. په لومړیو څلوېښتو کلونو کې، په غرب کې د افغانانو ټولنیز ژوند یوازې د (بقا) (Survival)، مالي ثبات او د کلتوري ارزښتونو په ساتلو راڅرخېدو. کورنۍ د لوېدیځ په ازاد کلتور کې په بشپړ ډول د هضمېدو په وړاندې د یوې کلکې کلا په څېر وې. خو نن ورځ موږ د یوې ژورې ټولنیزې مرحلې په داسې درشل ولاړ یو چې بحث اوس یوازې د فزیکي بقا نه، بلکې د رواني خوندیتوب، فردي ازادۍ او د کورني ژوند د کیفیت دی.

په تاند کې مې د محترم ولي‌الله ملکزي صیب لیکنه – (په غرب مېشتو افغانانو کې د طلاق اته لاملونه او زیانونه) ولوستله. د یوې خورا مهمې، خو زموږ په څېر دودیزه ټولنه کې یې په یوې (پټې او شرم‌ګڼل شوې) موضوع کښلې وه. له تبصرو ښکاري چې ملکزي صیب په خورا زړورتیا سره د طلاق پر وړاندې رَوایتي تابو/شرم مات کړی او دا یې کښلي چې په ختیځو او په ځانګړي ډول افغاني ټولنو کې د طلاق کموالی هېڅکله د خوشحاله او بریالیو ودونو په معنا نه دی، بلکې ډېری وخت د دې تر شا ډېر کورني فشارونه او د ټولنې پېغورونه پراته وي.

زه دې لیکنې ته له خپلو تجربو سره غواړم یو څه ولیکم، په ځینو ټکیو کې ورسره همغږی یم، خو ځینې یې لږ نور شاربل غواړي، ځینې یې زما او د نورو ورته افغانانو حال دی چې کېدی شي له هغه څه سره چې ملکزي صیب په خپله حلقه کې لیدلي او اورېدلي وي، بدل وي. موخه مې د هغو خلاوو ډکول دي چې د افغانانو ترمنځ د کډوالۍ د مختلفو نسلونو (لومړي او دوهم نسل، او نويو راغلو کډوالو) ترمنځ د رواني ستونزو، او فکر تر منځ په توپیر کې پرتې دي.

ملکزي صیب په لوېدیځ کې د افغانانو د طلاق اته لاملونه په ګوته کړي دي. راځئ وګورو چې په دې ټکو کې کوم عيني حقیقتونه پراته دي، او چېرته پکې د لا ژور تحلیل تشه شته. 

اول: د مالي خپلواکۍ بحث

 دا سمه ده چې کله په غرب کې ښځه کار کوي او اقتصادي خپلواکي ولري، د جلا کېدو مالي اندېښنه ورسره نه وي. خو مالي خپلواکي هېڅکله د یوې سالمې او له مینې ډکې کورنۍ د شړېدو (اصلي علت) نشي کېدی. په حقیقت کې، پیسې او کار موندنه یوازې یوه وسيله ده چې یوه انسان ته اجازه ورکوي چې له ظلم او بې‌عدالتۍ ډکې اړیکې (خاوند) ځان وژغوري چې مخکې به په وطن کې د اقتصادي احتیاج او مجبوریت له امله ورته اړ و. په بل عبارت، په افغانستان کې ښځې اکثراً د جبر له مخې زغم کوي، خو په غرب کې مالي خپلواکي دغه تحمیلي زغم پای ته رسوي.

دوهم او شپږم: قانوني اسانتیاوې او د وهلو ټکولو جرم

 د غرب قوانین د کورني تاوتریخوالي پر وړاندې هېڅ زغم نه لري او په دې برخه کې د ښځو او ماشومانو جدي ملاتړ کوي.

خو ډېری وخت افغان نارینه په دې باور وي چې په غرب کې محکمې په یو اړخیز او نا انصافانه ډول د ښځو طرفداري کوي. خو د حقوقو او ټولنپوهنې له مخې، دا طرفداري نه ده، بلکې دا د هغه ټولنو چې هلته پلارواکه امتیاز او فشار حاکم وي، د هغو له منځه وړل دي. دا هغه څه دي چې په دودیزو ټولنو کې نارینه وو ته اجازه ورکوي چې د یو اړخیز طلاق (یا طلاق نه ورکولو) او د ماشومانو د واک له لارې ښځه وډاروي. کله چې قانون د دواړو لوریو حقوق مساوي کړي، هغه نارینه چې په کورنۍ کې د حاکمیت او زور څښتن وي، دا مساوات او برابري د ځان پر وړاندې ظلم او د ښځې طرفداري ګڼي. بله دا چې فزیکي وهل ټکول د یوې اوږدې مودې احساساتي، لفظي او رواني تاوتریخوالي وروستی پړاو وي چې محکمې ته رسېږي. خو داسې بدمرغه کیسې هم اورو چې لومړی ځل په یوه سوه تفاهم یوه افغان خپل زوی یا مېرمن په څپېړه وهلې او خبره یې تر پولیسو او بیا محکمې رسېدلې.

دریم: د اړیکو د مهارتونو کمښت او کاري فشارونه

په لوېدیځ کې د ژوند چټک بهیر او د کاري چاپېریال ستړیا جوړې د عاطفې او وخت له کمښت سره مخ کوي.

دلته باید وپوښتل شي چې زموږ په خلکو کې د اړیکو مهارتونه او د زړه خواله ولې کم دي؟ د دې ریښه زموږ د څلوېښت کلنې جګړې په ټروما  کې ده. په جګړه کې لوی شوي انسانان د بقا لپاره خپل احساسات وژني، سخت‌زړي کېږي، او عاطفي نرمښت او انعطاف ورته کمزوري ښکاري. دا رواني حالت چې کله د غرب له ستړي کاري فشار سره یوځای شي، د خبرو او زړه خوالې دروازې تړي او واټن زېږوي.

څلورم او پنځم: د دولتي ارګانونو خبرول، ټولنیزې رسنۍ او د دین پوهاوی

ځوان نسل او نوي کډوال د ټولنیزو رسنیو له لارې د خپلو حقوقو، د اسلامي فقې د اصولو او د غرب د قانوني لارو چارو په اړه چټک معلومات ترلاسه کوي او چوپ نه پاتې کېږي.

زموږ په ټولنه کې د کورنۍ ستونزې لپاره د بهرني (حتی د ارواپوه) مرسته غوښتل کورنۍ ته د شرم په مانا وي. دا کلتوري خنډ د دې باعث کېږي چې ستونزې تر هغې پټې وساتل شي چې خبره تر محکمې ورسېږي. له بلې خوا، ټولنیزې رسنۍ کله ناکله د ژوند په اړه یو خیالي او غیرواقعي انځور وړاندې کوي، چې په ځوانانو کې د خپلو نورمالو، خو نیمګړیو اړیکو پر وړاندې دایمي ناخوښي پیدا کوي. د خواله رسنیو یوه تر ټولو لویه بدي همدا ده چې انسان ته د نورو هر څه ښه او خپل هغه کمرنګه او بې خونده ښيي.

اووم او اتم: د کلتورونو ټکر او افغانستان ته د پیسو لېږلو پر سر ناندرۍ

د کډوالۍ پر مهال دودیز او نوي ارزښتونه ټکر کوي، او په وطن کې کورنیو ته د پیسو لېږل د ډېرو جګړو او طلاقونو لامل کېږي.

د پیسو د لېږلو شخړه یوازې د مادي بخل یا حرص موضوع نه ده. د دې تر شا یو خورا دردونکی رواني حقیقت پروت دی، چې ما پخپله او په ډېروو نورو افغانانو کې لیدلی. هغه افغان نارینه چې په غرب کې کار کوي، اکثره د وطن له پاتې کورنۍ سره د د بقا او یا یوه عادي ژوند یو دروند پیټی احساسوي او ځان مجبور ګڼي چې هغوئ ته پیسې ولېږي، خو مېرمنې یې په غرب کې د خپلو ماشومانو د راتلونکي او د لوړو لګښتونو غم اخیستې وي. دا د دوو متضادو مجبوریتونو جګړه ده چې د کورنۍ سکون او د برابرۍ تله ډېری وخت له منځه وړي.

نوي راغلي کډوال او پخواني افغانان

د دې لپاره چې موږ په غرب کې د افغانانو د طلاق پېچلتیا سمه درک کړو، هېڅکله نه شو کولای ټول غرب مېشتي افغانان یا ډیاسپورا د یوې مجموع په توګه وڅېړو. د تېرو ۵ تر ۱۰ کلونو د نويو راغلو کډوالو، او له ۲۰ کلونو زیات مېشتو افغانانو (لومړي او دوهم نسل) ترمنځ د ځمکې او آسمان هومره اروايي او فکري توپیر دی:

لومړی:‌نوي راغلي افغانان هغه دي چې د وروستیو ۵ تر ۱۰ کلونو کې کډوال شوي، په ځانګړي ډول د ۲۰۲۱ کال په افغانستان کې د جمهوریت له سقوط وروسته غرب ته راغلي.

په دې ډله کې د طلاق او کورني جنجالونو کچه په بې‌ساري ډول لوړه ده، خو لاملونه یې په بشپړ ډول (د بحران او کډوالۍ تر شاک او درد) پورې تړلي دي:

 ډېری هغه نارینه چې په افغانستان کې لوړپوړي دولتي کارکوونکي، پوځي افسران، مسلکي استادان یا تجاران وو، په غرب کې ناڅاپه له ژبنیزو او مسلکي خنډونو سره مخ کېږي او د شاقه یا کم‌عاید لرونکو کارونو (لکه ټکسي چلولو، پلورنځیو او داسې نورو کې عادي دندو) ته اړ کېږي. د ټولنیز او مسلکي هویت دغه ناڅاپه له منځه تګ په نارینه وو کې یو ژور رواني غبرګون او عقده پیدا کوي، او هغوئ هڅه کوي چې د خپل بایلل شوي بهرني حاکمیت جبران د کور دننه د مېرمنې او ماشومانو پر وړاندې په سختې او کنټرول سره وکړي.

 په غرب کې چې کله مېرمنو ته د ژبې، ادغام او ټولنیز ملاتړ دروازې پرانیستل شي، هغوئ په ډېرې چټکۍ سره په خپلو انساني او قانوني حقوقو پوهېږي. کله چې یوه مېرمن د پخواني تحمیلي اطاعت پر ځای د متقابل درناوي غوښتنه کوي، دودیز فکر لرونکی مېړه دا د ځان پر وړاندې سرغړونه او بغاوت ګڼي او همدا د شخړې او جنجال لامل ګرځي.

دوهم:‌ پخواني کډوال او دوهم نسل چې له ۲۰ کلونو زیاته موده کېږي په غرب کې مېشت دي

هغه افغانان چې څو لسیزې مخکې راغلي، او په ځانګړي ډول د هغوئ اولادونه (دوهم نسل) چې په غرب کې زېږېدلي او لوی شوي، د هغوئ په ژوند کې د طلاق لاملونه د هویت، ارواپوهنې او د نسلونو ترمنځ د رواني یا نسلونو تر منځ‌ ټروما په درملنه پورې اړه لري:

د کډوالۍ د لومړۍ څپې پلرونو او میندو په خورا سختو او یوازې د (سروایول یا بقا) په شرایطو کې ژوند وکړ. هغوئ د دې لپاره چې خپل اولادونه وژغوري، خپل احساسات یې د کاڼي په څېر کړل، او په کورونو کې یې سخت کنټرول نافذ کړ. خو په غرب کې لوی شوی دوهم نسل اوس د خپلو والدینو دغه د جګړې د وخت اروایي ټپونه له ځانه سره لېږدوي. د دوی د شخصیت، ژوند یوه برخه ګرځېدلې، د جرئت نه درلودل، شرم او دا نور ټول یې یوه برخه ده.

د افغانانو دوهم نسل (هم هلکان او هم نجونې) واده ته یوازې د یو دودیز قرارداد یا د کورنۍ د نوم او رواج د ساتلو په سترګه نه ګوري. هغوئ د غرب د مدرن ښوونیز نظام له لارې د اروايي خوندیتوب او احساساتي شعور په ارزښت پوه شوي دي. هغوئ په ګډ ژوند کې متقابل انساني کرامت، د احساساتو شریکول، او د فکري ملګرتیا غوښتنه کوي.

کله چې په یوه اړیکه کې رواني تاوتریخوالی، عاطفي بې‌پروايي او جبر پیدا شي، دوهم نسل د ټولنې د پېغور پر ځای خپله رواني روغتیا او د خپلو ماشومانو سالمه راتلونکې ته لومړیتوب ورکوي. هغوئ پرېکړه کوي چې په طلاق سره دغه د پټ درد او زغم تاریخي سلسله له منځه یوسي.

بالاخره،‌ لکه څنګه چې ملکزي صیب خورا پر ځای اشاره کړې ده، په غرب کې د فردي ازادۍ پراخوالی کله ناکله د کورني ژوند د ثبات کچه راټیټوي، خو په ختیځ کې بیا کورنی ثبات اکثراً د فردي ازادۍ او انساني کرامت په قرباني کولو سره ولاړ وي. زموږ د ټولنې دغه دردونکی حقیقت دا دی چې موږ د عزت او غیرت تعریف په یوه ناسمه زاویه کې بند کړی دی. موږ فکر کوو چې د یوې کورنۍ غیرت په دې کې دی چې مېړه او ښځه د یو چت لاندې په کرکه، عقدې او تاوتریخوالي کې سره وسوځي، خو چې د خلکو له پېغوره په امان وي.

د دې لپاره چې موږ د کډوالۍ په دې پېچلي او ننګونکي چاپېریال کې د خپلو کورنیو وژغورو او له دې ناورین څخه راووځو، لاندې بنسټیزو ګامونو ته اړتیا ده:

د شريعت او دود (فقه او رواج) ترمنځ کرښه ایستل: موږ باید ځوان نسل ته وښیو چې د اسلام اصیل تعلیمات د ښځې او سړي ترمنځ پر (مودت او رحمت) ولاړ دي. په اسلام کې ښځه د کورنۍ غلامه نه ده، د هغې کرامت ساتل فرض دي، او د خلعې حق ورکړل شوی دی. موږ باید هغه قبایلي رواجونه چې پر ښځو د ظلم او د هغوئ د حقونو د پایمالولو سبب ګرځي، د اسلام له سپېڅلي نامه څخه جلا کړو.

د کورني او مسلکي مشاورت دودول:‌ زموږ په کلتور کې د ستونزو پر مهال جرګې او د کورنۍ مشران مداخله کوي، چې اکثره یې موخه د حق او عدالت پر ځای یوازې د شرم پټول او د ټولنې د پېغور مخنیوی وي، حتی که یو لوری پکې له منځه هم لاړ شي. په غرب کې مېشت افغانان باید د کورنیو ستونزو د حل لپاره د مسلکي او افغاني کلتور ته د بلدو ارواپوهانو مرسته واخلي، ترڅو د احساساتو درملنه وشي، نه سرکوبي او له منځه تلل.

د افغاني نارینه توب (Masculinity) بیا تعریفول: زموږ نارینه باید په دې وپوهېږي چې په یو ۲۱مې پېړۍ او لوېدیځ چاپېریال کې د کورنۍ سرپرستي او درنښت د بهر ته تګ واک، وهلو ټکولو او زبرځواکۍ له لارې نه، بلکې د مېرمنې د احساساتو د درک، د هغې د پرمختګ د ملاتړ، او د یو عادل ملګري د رول په لوبولو سره ترلاسه کېږي.

په پای کې، هغه طلاق چې د یو انسان د رواني مرګ، د ماشومانو د تباهۍ او د دوامدار ظلم پای ته رسولو سبب کېږي، د هغه ظاهري او له فریب څخه ډک کورني ثبات څخه زر ځله غوره او انساني دی چې یوازې د ټولنې د پېغور له وېرې ساتل کېږي.

په غرب مېشتو افغانانو کې د طلاق اته لاملونه او زیانونه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په «ليلا» سريال انتقادي نظر!!!| سپين روان نورزی

ښايي په تېرو پنځو کلونو کې دا زما لومړنی افغانی سريال وي چې مې وکتلو، خو په ليدو يې مجبور شوم چې د ټولنپوهنې...