تاند (سې شنبه د چنګاښ/سرطان ۳۰مه) د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن د پاکستان پر حکومت نیوکه کړې چې، امریکا ته یې پر افغانستان د یرغل زمینه برابره کړې وه.
هغه ویلي چې، امریکایي الوتکو به د پاکستان له فضا په تېرېدو پر افغانستان بریدونه کول.
مولانا فضل الرحمن زیاته کړې چې پاکستان افغانستان ته د هېڅ وسلهوال د تګ مخه نه ده نیولې.
نوموړي د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې، د پاکستان د حکومت له لوري د دیني مدرسو د نه ثبتولو په غبرګون کې ویلي چې، دغه حکومت په یوه ډول د مدرسو زدهکوونکي هڅوي چې لاریون وکړي او وسلو ته لاس کړي، څو بیا یې پوځ ته د وسلو پر مټ د مهارولو زمینه برابره شي.
د مولانا فضل الرحمن وروستۍ څرګندونې یو ځل بیا د افغانستان د جګړې پر مهال د پاکستان د رول په اړه هغه زاړه بحثونه راژوندي کوي چې کلونه پرې سیاسي او ډیپلوماټیک اختلافات موجود وو.
سیاسي شنونکي وایي، که څه هم نوموړي دا څرګندونې د پاکستان د کورنیو سیاسي اختلافاتو په ترڅ کې کړې دي، خو دا خبرې ښيي چې د افغانستان د جګړې او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په نوم د پاکستان د تګلارو په اړه لا هم په خپله پاکستان کې بېلابېل او متضاد دریځونه شته.
دا ډول اعترافونه د سیمې د امنیتي سیاستونو او د افغانستان د څو لسیزو کړکېچ د عواملو په اړه د نوو بحثونو زمینه هم برابروي.
شنونکی وړاندیز کوي چې، د سیمې د تلپاتې ثبات لپاره اړینه ده چې ټول هېوادونه د یو بل پر وړاندې د نیابتي سیاستونو پر ځای د متقابل باور، نه لاسوهنې او رښتینې سیمهییزې همکارۍ ته لومړیتوب ورکړي، ځکه د دوی په باور یوازې همدا لاره دوامدار امنیت او سولې تضمینولای شي.
دا د پاکستاني سیاستوالو سیاستونه دي، چي اول افغانستان وران کړي او بیا لسيزي وروسته حقایق ووايي چي دا کار موږ کړی وو..
خو په اولو کي خولې ته یې د امریکا…. نیولی وي… لعنت دي پر هر پاکستاني که مذهبي وي که سیاسي مشران….
او لعنت دي پر هر هغه افغان سي چي یوه ذره یې افغانستان ته تاوان رسولی وي.
موږ افغانان له لومړی ورځ خبر وو کله چې ګلبدین ، ربانی سیاف او مسعود او نور مذهبی مشران د داودخان پر وخت کې پنجاب ته پناه ور وړه مطلب هغه وخت کې هیڅ شوروی عسکر په افغانستان کې شتون درلود ځکه سوال پیدا کیږی داودخان په وړاندی ددې ډلو ملاتړ او حمایت په کوم نوم، بل دا چې د پاکستان دفاع وزیر اعتراف هر څه روښانه کړل هغه وایې امریکا او برتانیی او نورو غربی هیوادونو د افغانستان په اړه له پاکستان څخه د کاغذ تشناب په شکل کار واخیست نو د فضل الرحمن دا خبره اوس هیڅ اهمیت نلری،
کله چې بوش برید کولو نو مشرف ته یی وویل چې یا له موږ سره یا د موږ پر وړاندی ) خبره ښکاره شوه چې نظامي آډي او نظامی وسایل انتقال په ټولو لارو او دلته بمباری او بیرته پاکستان کې د چورلکو ناسته ، تاریخ کې ثبت شوی.
کله چې بیا طالبان راغلل نو هماغه شان اوس هم د امریکا ډرون الوتکی راځی او راتللی چې طالبانو چارواکو په ځانګړی ډول ملایعقوب او ذبیح الله مجاهد ورباندې غبرګون هم ښودلی نو د جنرال مبین خبره د ډیزلی صیب خبرې تکراری دی