وليالله ملکزی
د آدم زادو په دې لوی خاورین کلي کې، هر توکم، هره ټولنه او هره طبقه واده ته د ژوندانه د یو ښکلي، سپېڅلي او منل شوي تړون په سترګه ګوري. واده د یو خوږ او ګډ سفر پیل دی؛ چېرته چې دواړه لوري د خوښیو شېبې په شریکه نمانځي او ستونزې په شریکه زغمي. د واده په اړه د یو ځوان او یوې پېغلې امېدونه ډېر لوړ وي چې واده باید هم مینه وي، هم عاطفه وي، هم ملګرتیا وي، هم احساساتي ملاتړ وي او هم شخصي وده. خو کله چې دا هیلې پوره نه شي، نو طبیعي ده چې نارضایتي او واټن پیدا کېږي.
په لوېدیځ کې فردیت او شخصي ازادي ډېر ارزښت لري او کله چې په یو واده کې څوک ځان خوشحاله احساس نه کړي نو په ډېرې اسانۍ سره د پاتې کېدو پر ځای، د جلا کېدو پرېکړه کوي. بله دا چې په غرب کې خلک د نورو له قضاوت څخه نه ډارېږي، دودیز فشارونه هېڅ دي او پېغور یوه ګاګیره او سرسري اصطلاح ده. د غربي نړۍ په طلاقیانو کې جنسي کمزوري، بدلمني، د باور ماتېدل او مالي تاوانونه د دې ستونزې بنسټیز لاملونه ګڼل کېږي.
په ختیځو ټولنو، په ځانګړي ډول په افغانانو کې د طلاق کموالی هېڅکله په دې معنا نه دی چې ګوندې هلته ودونه ډېر کامیاب دي. ډېر وخت د دې موضوع ترشا بې بریده ټولنیز او کورني فشارونه وي؛ طلاق شرم ګڼل کېږي او زموږ په کلیوال چاپېریال کې طلاقه شوې ښځه سیاله نه ګڼل کېږي. له همدې وجې خلک وېرېږي چې ټولنه به یې په لور یا خور د بدلمنۍ داغ ولګوي. زموږ په سیمو کې ودونه یوازې د دوو کسانو ترمنځ نه وي، بلکې د دوو کورنیو ترمنځ تړون وي. که ستونزې هم وي، کورنۍ اکثره هڅه کوي چې جوړه جاړه وشي. اکثره میندې او پلرونه فکر کوي چې د ماشومانو په خاطر باید یوځای پاتې شي حتی که اړیکې ډېرې بدې هم وي.
په لویدیځ کې د مېشتو افغانانو ترمنځ د طلاق ډېرېدل اووه ستر لاملونه لري: لومړی؛ اقتصادي خپلواکي او د ژوند لګښتونه دي. په وطن کې ښځې له مالي لحاظه په بشپړ ډول مېړونو باندې متکي وې خو دلته چې ښځې کار کوي او ګټه وټه لري، نو د جلا کېدو چندان اندېښنه ورسره نه وي. دوهم؛ قانوني آسانتیاوې د طلاق د لاملونو په کتار کې راځي، ځکه په کورنیو شخړو کې عدلي قوانین تر ډېره ځایه د ښځو پلوي کوي.
دریم؛ د اړیکو د مهارتونو نه درلودل او د کاري چاپېریال فشارونه د بېلتون سبب ګرځي او زیاتره جوړې د عاطفې قرباني کېږي. څلورم؛ نوی چاپېریال او قوانین یې خلک هڅوي چې پټه خوله پاتې نه شي او باید دولتي ارګانونه خبر کړي چې په پایله کې خبره د طلاق تر سرحده رسیږي. پنځم؛ د ټولنیزو رسنیو د پراخېدو له کبله نوی کول په اسانې سره کولای شي د دین او کلچر ترمنځ توپیرونه وپېژني، فقهي احکام ولټوي او په مېشتو هېوادونو کې له قانوني آسانتیاوو څخه ګټه واخلي.
شپږم؛ دلته وهل ټکول جرم دی؛ نو کله چې ښځه یا سړی ځان خوندي احساس کړي، له دولتي ارګانونو سره اړیکه نیسي او له زیانمنو اړیکو څخه د وتلو جرئت پیدا کوي. اووم؛ د کډوالۍ په مهال، کلاسیک دودونه او د نوې ټولنې ارزښتونه وخت ناوخته د میړه او ښځې خپلمنځي اړیکې د اختلاف خوا ته بیايي او د طلاق لامل ګرځي. اتم؛ په وطن کې خپلو کورنیو ته د پیسو د مقدار په هکله ناندرۍ. معمولا مېړونه زیاتې او مېرمنې کمې استوي، نو دا ډول توپیر زیاتره د اختلاف او حتی شخړو باعث ګرځي او بالاخره خبره رسمیاتو او محکمې ته رسیږي.
د طلاق زیانونه: شک نه شته چې دغه جلا والی ګڼ زیانونه او منفي اغېزې لري او د فرد، کورنۍ او ټولنې پر کچه محسوسېږي. تر ټولو مهم یې رواني او احساساتي زیانونه دي چې په هغو کې خپګان، یوازیتوب او اضطراب زیاتېږي او په ځان باور کمېږي. ماشومان اکثره د مور او پلار د جلا کېدو له امله انزوا غوره کوي، د زدکړو کچه یې ټیټېږي، بې ځایه غوسه کوي او د یاغيتوب او ناغېړۍ لمن رانیسي. په اقتصادي ډګر کې ستونزې زیاتېږي ځکه عاید کمېږي، د کور کرایه دوه چنده کېږي او د ماشومانو لګښتونه وېشل کېږي.
ټولنپوهان وايی د طلاق د مخنیوي لپاره څو مهمې لارې شته؛ که چېرې عملي شي اړیکې ژغورل کېدای شي. دوئ باور لري نېک او صادقانه چلند، د ستونزو نه پټول، د مقابل لوري د روا غوښتنو منل او د احساساتو درناوی. صبر، زغم؛ له تا وېلو ما وېلو څخه پرهېز کول، د ازدواجي مشاور سره خبرې کول؛ د بخښنې عادت خپلول او د کورني ژوند اړوند په دیني او کلتوري ارزښتونو ځان پوهول د دغه ناورین مخه نیولای شي. په اسلام کې طلاق د مېړه او خلع د ښځې حق دی، خو په لویدیځ کې دوئ دواړه برابر دي. زموږ په ټولنو کې د طلاق د کچې ټیټوالی هېڅکله د کورني ژوند د هوساینې پرېکنده معیار نه دی او په لوېدیځو ټولنو کې د طلاق لوړه کچه هرومرو د کورنۍ د بنسټیزې ناکامۍ معنا نه لري.
په لوېدیځ کې فردي ازادي نسبتاً پراخه ده، خو د کورني ثبات کچه ډېره ټیټه لیدل کېږي. برعکس، په ختیځو ټولنو کې کورنی ثبات نسبتاً پیاوړی وي، خو فردي ازادي ډېر وخت له رواجي ننګونو سره مخ وي. له همدې امله، د مېړه او ښځې ترمنځ د اساسي حقوقو، انساني کرامت او متقابل درناوي پالل اړین دي؛ یوازې هغه ګډ ژوند د دوام وړ وي چې پر عدالت او رضایت ولاړ وي. په عین حال کې هغه طلاق چې ظلم او بې عدالتي پای ته رسوي؛ ښايي د ظاهري ثبات له ساتلو څخه غوره وي.