لیکوال: پروفیسور دکتور اورهان یازجي
ژباړن: سیلانی
درنو لوستونکو، دا لیکنه د « د صفوي واکمنې کورنۍ په ړنګېدو کې د افغان قبایلو ونډه» دویمه برخه ده. لومړۍ برخه یې څو ورځې وړاندې خپره شوې ده.
د کندهار د لښکرکښۍ لپاره ګومارل شوی قورچيباشي محمد زمان خان چې په هرات کې ومړ، تر هغه وروسته عباسقلي خان د هرات د والي په توګه وټاکل شو. نوموړي د دې لپاره چې د کندهار وضعیت په هرات کې بیا تکرار نه شي، سخت او احتیاطي تدابیر ونیول. دغو اقداماتو د ابدالیانو د مشر عبدالله خان سدوزي مخالفت راوپاراوه. دغه مهال په هرات کې د ابدالیانو شمېر نږدې شپېته زره کورنیو ته رسېده او هغوی د صفوي ادارې پر وړاندې د خپلواکۍ د ترلاسه کولو لپاره په خوځښت لاس پورې کړ. کله چې عباسقلي خان پوه شو چې ابدالیان د پاڅون هوډ لري، د هغوی مشر عبدالله خان سدوزی او د هغه زوی اسدالله یې زنداني کړل (Maraşî, 1342: 19 vd).
خو ډېر وخت لا نه و تېر شوی چې د هرات په شاوخوا کې د قزلباشانو له خوا له رامنځته شوي پاڅون څخه په ګټې اخیستنې، ابدالیانو عبدالله خان او د هغه زوی له زندانه راخلاص کړل (Lockhart, 1958: 96). ابدالیانو د خپلو مشرانو له آزادېدو وروسته په چټکۍ لاس په کار شول، عباسقلي خان یې ونیوه او اصفهان ته یې ولېږه. ورپسې یې له صفوي دولت څخه وغوښتل چې د هغه پر ځای هرات ته نوی والي وټاکي (Maraşî, 1342: 20).
صفويانو د کندهار تر لاسه ورکولو وروسته، د دې لپاره چې هرات هم له لاسه ور نه کړي، د جعفر خان استاجلو تر قوماندې لاندې نوي ځواکونه سیمې ته واستول. خو په همدې مهال عبدالله خان سدوزی د ابدالیانو ژمنۍ مېشتځای، کوه دوشاه، ته ولاړ او له هغه ځایه یې د راټولو شوو ځواکونو په مټ لومړی د اسفراز کلا محاصره او ونیوله، وروسته یې د هرات پر لور لښکر وخوځاوه.
جعفر خان د هرات له ښار څخه بهر د ابدالي ځواکونو مخه ونیوله، خو په رامنځته شوې جګړه کې مات او اسیر شو (Maraşî, 1342: 20). کله چې د صفوي لښکر د ماتې خبر ښار ته ورسېد، د هرات اوسېدونکو د دې لپاره چې د افغانانو تر واک لاندې رانشي، د ښار دروازې وتړلې او دفاعي چمتووالی یې ونیو. له دې سره ابدالیانو ښار کلابند کړ او له بهر څخه یې ښار ته د خوراکي توکو او وسلو د رسېدو مخه ونیوله (Maraşî, 1342: 21). همدارنګه، هغه ځواکونه چې د مشهد والي منصور خان شاهسون د هرات د مرستې لپاره استولي وو، په غوریان کې د اسدالله خان له خوا له سختې ماتې سره مخ شول (Lockhart, 1958: 96 او ورپسې مخونه).
ابدالیان له اوږدې کلابندۍ وروسته د هرات ښار ته ننوتل، د قزلباشانو مخور او بانفوذه کسان یې ووژل او د ښار تر لوټلو وروسته یې هرات په بشپړه توګه تر خپل واک لاندې راوست. ورپسې یې د شفلان، کسویه، غوریان، پوریان، جام، لنگر، خواف، باخرز، زوزن، میمند او فراه په څېر ښارونه، چې د سیستان تر پولو پورې پراته وو، ونیول. په شمال کې هم له بادغیس څخه د مرغاب تر سیند پورې ټوله سیمه په لنډ وخت کې د هغوی تر ولکې لاندې راغله (Maraşî, 1342: 21).
کله چې ابدالیانو د صفوي دولت له خوا استول شوي ځواکونه یو په بل پسې مات کړل، شاه حسین، میرِ شکارباشي فتحعلي خان ترکمن د یوه ستر لښکر په مشرۍ خراسان ته واستاوه. فتحعلي خان ترکمن د ۱۷۱۶ ز کال په سپټمبر کې مشهد ته ورسېد. نوموړي په لښکر کې د ګډوډۍ او تیتپرک کېدو د مخنیوي لپاره د امام رضا له زیارت څخه د سرو او سپینو زرو تختې راوکښلې، له هغو څخه یې سکې ووهلې او پر سرتېرو یې ووېشلې.
فتحعلي خان د خپلو ټولو چمتووالي له بشپړولو وروسته لښکرکشۍ ته دوام ورکړ او د هرات په درې منزله واټن کې، د کسویه کلي ته څېرمه، یې خپل پوځي تمځای جوړ کړ. هغه زر کسیز ځواک چې د مخکښ لښکر په توګه استول شوی و، د اسدالله خان له خوا له کمین سره مخ او په بشپړه توګه له منځه یووړل شو. ورپسې فتحعلي خان له لازم احتیاط پرته د افغان ځواکونو په تعقیب پسې ووت، خو افغانانو هغه له شاوخوا سلو ملګرو سرتېرو سره یوځای وواژه (Maraşî, 1342: 22).
د فتحعلي خان د وژل کېدو خبر د قزلباش لښکرو خپل مورال په بشپړه توګه لاسه ورکړ، له همدې امله پوځ خپل پوځي تمځای پرېښود او د مشهد پر لور شاتګ ته اړ شول. د صفوي لښکر ټول درانه پوځي تجهیزات، بارونه او مهمات د ابدالیانو لاس ته ورغلل (Sykes, 1940: 326؛ Lockhart, 1938: 5). ابدالیانو له دې بریا سمدستي وروسته برید ته دوام ورکړ او مشهد یې کلابند کړ. هغوی مشهد دوه میاشتې محاصره وساته، خو د کلابندۍ د لا اوږدولو توان یې نه درلود، نو خپل مورچلونه او پوځي تأسیسات یې ویجاړ کړل او بېرته هرات ته ستانه شول.
²⁸
په خراسان کې د ابدالیانو د پاڅون د ځپلو لپاره وروستی استول شوی قوماندان د اصفهان داروغه یا د داخلي امنیت رئيس، صفيقلي خان ترکستاناوغلو و.²⁹ صفيقلي خان په سترو توپونو سمبال لښکر راټول کړ او پوځي عملیات یې پیل کړل. نوموړي په همدې ترڅ کې له تکه، یموت، ادینهګورت، اوهلو او اېغریچه ترکمنانو سره اتحاد وکړ او د هغو ازبکانو د ځپلو لپاره خراسان ته مخه کړه چې د اورګنج د خان، شیرغازي خان، تر مشرۍ لاندې یې د خراسان سیمې لوټلې (Maraşî, 1342: 23).
صفيقلي خان د نیشاپور شمال لوېدیځ ته په بارِ میدان سیمه کې له ازبکانو سره په جګړه کې هغوی ته ماتې ورکړه او له ځنډ پرته یې د هرات پر لور خپل لښکر وخوځاوه (Krusinski, 1729: 146).
کله چې اسدالله خان خبر شو چې صفوي لښکر د هرات پر لور پوځي لښکرکشي پیل کړې ده، د مشهد او هرات ترمنځ د هریرود سیند لوېدیځ لوري ته شاوخوا څلور کیلومتره لرې د کافرکلا تر کلي پورې وړاندې لاړ. ابدالي ځواکونو په همدې سیمه کې مورچلونه ونیول او صفوي لښکر یې په کمین کې راګیر کړ. په هغې جګړه کې چې تر لمر لوېدو پورې یې دوام وکړ، ابدالیانو د صفيقلي خان شپاړس کلن زوی او د هغه ګڼ شمېر قوماندانان ووژل.
ورپسې ابدالي ځواکونو د صفوي لښکر پر مرکزي لیکو برید وکړ، صفيقلي خان یې وواژه او د هغه پوځ ته یې درانه ځاني زیانونه واړول.³⁰ د صفوي لښکر لیکې په بشپړه توګه وشلېدې، له دې مات شوي لښکر څخه هغو کسانو چې خپل ژوند یې ژغورلی و، خزانه لوټ کړه او د ایران پر لور وتښتېدل. ابدالیانو هم د جګړې په ډګر کې ترلاسه شوي غنیمتونه له ځان سره واخیستل او بېرته هرات ته ستانه شول (Maraşî, 1342: 28).
د کندهار تر څنګ د هرات د واک له لاسه ورکول هم د سیمې په تاریخ کې د یوې نوې دورې د پیلېدو لامل شول. ابدالیانو په هرات کې د خپلې ادارې تر ټینګولو وروسته د فراه کلا د نیولو لپاره اقدام وکړ. دا کلا پخوا د هرات اړوند وه، خو په هغه وخت کې د غلجیانو تر واک لاندې وه. اسدالله خان د یوه ناڅاپي برید په ترڅ کې کلا کلابنده کړه او هلته مېشت غلجیان یې له تېغه تېر کړل. اسدالله خان د ښار د ادارې لپاره د چارواکو تر ټاکلو وروسته بېرته هرات ته ستون شو. له دې نېټې وروسته صفوي دولت نور دومره پوځي ځواک نه درلود چې خراسان ته لښکر واستوي، له همدې امله اړ شو چې د ابدالیانو خپلواکي په رسمیت وپېژني (Maraşî, 1342: 29).
د دویمې برخې پاورقيانې
۲۶. میرلواء علي بېګ، چې د دې وضعیت راپور یې ورکړی، لیکي: «یاد شوی میر، له پراخې خزانې، ډېرېدونکو شتمنیو، د یادې کلا په شاوخوا کې له پرتو کلاوو او مېشتځایونو، ولسوالیو او ناحیو او همدارنګه له لوی شمېر خلکو څخه په برخمنېدو سره، د پاچاهانو دود خپل او د سلطنت پر لاره روان شو. هغه د “د کندهار دارالقرار، عادل خان، د نړۍ پاچا، نومیالی میر ویس” په القابو درهمونه او دینارونه ووهل.» په دې توګه نوموړی څرګندوي چې میر ویس په خپل نوم د سکو وهل پیل کړي وو او د «شاهِ عالم» لقب یې کاراوه. وګورئ: Bedreddînzâde Mirliva Ali Beğ (1975)، “Kaa’ime: H.117-1135 (1705-1723)”، د M. F. Kırzıoğlu په خپرونه، له Ata. ÜEFAD، ۷ ګڼې څخه جلا چاپ، انقره، مخ ۱۰۷.
۲۷. په خوکران کې د میر ویس خان هغه مقبره، چې د وخت په تېرېدو ویجاړه شوې وه، د افغانستان د پاچا محمد نادر شاه له خوا بېرته ورغول شوه. وګورئ: Muhammad Ali (1958)، Afghanistan: The National Awakening، لاهور: The Punjab Educational Press، مخ ۱۴.
۲۸. خلکو له دې کلابندۍ څخه د مشهد ژغورل کېدل د «امام رضا معجزهډولې مرستې» ته منسوبول. وګورئ: Laurence Lockhart (1958)، The Fall of the Safavi Dynasty and the Occupation of Persia، کمبریج: The University Press، مخ ۹۷.
د دویمې برخې پای
درېیمه برخه هم لري.