جمعه, اپریل 19, 2024
Home+لټه/اجمل پسرلی

لټه/اجمل پسرلی

خلک د اشنا ارمان کوي، زه د یوې نااشنا په لټه کې یم. کال شو چې کله سهار کار ته تلم اته بجې او پنځلس دقیقې به له دې سره د پراګ په لسولیا سیمه کې له سوري پله سره مخامخیدم.

« په همدې وخت خو پر دې لارې ډير خلک تیریږي، دې ته مې ولې ورپام کیدل؟…ښایسته وه؟ ښایست څه ته وایي؟… ».

د جولای په دریمه کار ته نه ولاړم، مشر ته مې مسیج پریښود چې ناروغ یم. په هغه ورځ په  هغه بس کې چې زما د کارځای مخالف لورې ته د لویدیځ په لور روان و، سپور شوم، د دې څنګ ته ودریدم، یوځل مې خوله راټوله کړه چې خبرې ورسره وکړم، لکه شونډي چې مې سره ګڼدل شوې وي، نه پرانیستل کیدې، بل ځل دې بهر کتل، د خولو تریو بوی یې ته، ورته ومې خندل، دې هم وخندل. چې ښکته شوه،  زړه مې و چې پسې ورشم، خو هاغه وطني حیا مې سترګو ته ودریده چې دا به وایي د څه لپاره راپسې یې. په همهغه ماښام چې کورته راغلم، سندرې مې واوریدې.

څو ورځې نه وه، ویل مې ناروغه به وي. د غیاب په ورځو کې یې یو ورځ تر نهه نیمو ورته انتظار وم بیا د دفتر مسوول راته زنګ وواهه بهانه مې وکړه چې په روغتون کې یم اوس درځم.

په  دا څو ورځو کې چې دا نه وه دا ارمان مې کاوه چې کاشکي مې پوښتنه ترې کړې وای:

 «څه کار کوې؟ »

 «چیرته ژوند کوې؟»

یوه ورځ په لړه کې داسې راته ایسیدلې وه لکه په پنسل ایستل شوې میینه، په لمرینه ورځ یې ویښته داسې راته بریښیدلي و لکه لمر ته چې سره زرځلیږي. په واورینه ورځ د دې شین کاوبای لکه پر واوره کنګل، په مني کې مې د دې لنډو پایڅو ته سترګې وراوښتې وې….

دریمه اونۍ ده چې دا نه ښکاري، تیره اونۍ له پنځلس باندې اتو وروسته پنځه څلویښت دقیقې اتتظار شوم، وړمه ورځ نیم ساعت مخکې راغلی وم. دغه اوس له اتو پنځلس تیرې دي، خلک دي، نارینه، ښځې، ماشومان تیریږي راتیریږي دا پکې نه شته.

« چیرته تللې؟ »

« څه به کوي؟»

پر همهغه ځای ودریدم چې دا یو کال سره تیربیر کیدو. دا تکراري پوښتنه مې هم ذهن ته راغلې، چې پوښتلې مې وای:

«څه دې خوښیږي»

د دې د اوړي د هاغه خولو بوی مې حس کړ، په هاغه ورځ بد رالګیدلی و، خو اوس مې زړه غوښتل چې پوزه ورته کش کړم، بیا یې کش کړم چې څرنګه بوی و؟

نن دریمه ده چې کارته ځنډیږم. پرون مشر راته ویلي و که بیا بې سببه ناوخته شوې مجبوره یم چې ځواب درکړم. په لاس کې نیولې کورتۍ مې پر اوږه واچوله، له سوري پله تیر شوم. شاته مې وکتل، تم شوم:

« ولې مې خبرې ورسره ونه کړې»

که مې منډه کړې نه وای بس به تللی و.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب