جمعه, مې 3, 2024
Home+ زموږ په کابل کې پرون قیامت و

 زموږ په کابل کې پرون قیامت و

فرشته جلالزۍ

نن د مې میاشتې ۱۶سمه ده. کابل داګست په ۱۵ مه رسما سقوط شو.

د هرې نوې میاشتې په دې نېټه، احساسوم لکه دا پرون ورځ چې پر کابل قیامت راغلی وي.

هو ،‌ زه قیامت ورته وایم.

ما یو وخت په یوه کتاب کې لوستي وو چې قیامت دوه واره راځي.

یو کوچنی قیامت دی.

کوچنی قیامت هغه دی چې انسان مړ شي.

دوهم لوي قیامت دی.

لوی قیامت هغه دی چې انسانان دحساب اوکتاب لپاره بیرته را ژوندي کیږي.

د کابل سقوط زما لپاره کوچنی قیامت دی ځکه زما د هویت یوه برخه ښايي د تل لپاره ورسره مړه شوه.

 ولې دا احساس لرم؟

کلونه کیږي چې زه رسمي کار لپاره له افغانستانه بهر اوسېږم.

 انسان په عمر نه پوهیږي.

 زه لا هم خپل کالي په بکس کې ږدم.

زه لاهم د وریجو د پخولو چودني دیګ نلرم.

زه لا هم په خپله خونه کې افغاني غالۍ نه لرم.

 ما دا شیان ندي اخیستي.

 زه هره ورځ‌ په دې فکر کې وم چې سبا به مي کار خلاص سي او زه به خپل دایمي کور ته ځم.

نا خود اګاه !

پلار مې یو وار په چکر راغلي و.

‌راته خندل یې، وايي: بچی، لکه قطغن ته چې په عسکري‌ راغلي یې ،‌ په یوه تلتک کې اوسېږي.

زما ژوند همدومره موقت و.‌

اصلی کور په کابل کې و.

زما د مور او پلار ،‌ د خویندو او وروڼو ،  د میلمنو،‌  د ملګرو،‌ د سیاليو، د مهربانیو، د عزت ، د ودونو، د ملمستیاو او اټنونو غولی هلته و!

زما مور او پلار د ثور تر انقلاب وروسته واده کړی و.

له هغه راهیسې یې دا کور جوړاوه .

څومره کلونه شول؟

په دې کلونو کې زموږ کور څو وارې چور شو .

یو وار  زموږ د کتابونو په المارۍ کې رسام مرمۍ ولګېده او پاک وسوځېد.

خو د خپل کور له جوړولو مایوسه نه وو.

 کور مو په سرو غالیو فرش و.

 د اشپز خانې پر غولي یې ښکلې ډبرې لګېدلې وې.

دیوالونه یې رنګه – رنګه رنګ شوي ول.

برنډه یې له ګلانو ډکه وه.

یوه خونه د نجونو وه ، یوه خونه د میلمنو وه ، یوه خونه د مور او پلار !

زما د کالیو المارۍ هلته وه .

ما د ښوونځي ټولې پارچې او تقدیرنامې پکې ښاتلې وې.

له ښوونځي د فراغت د عکسونو البم مې هم هلته ایښي و.

ما کله دا فکر نه و کړې چې دا کور به پرېږدو.‌

یو وخت زه له ښوونځي کور ته‌ راتلم، په لاره کې پال بین ناست و.

زما ملګرو لاسونه ورښکاره کړل چې پال یې وګوري او ما هم .

 پال بین ماته ویل: ته لوی سفر په مخکې لرې. ډېر کلونه به په سفر کې تېر کړې.

 هغه وخت ما ته سفر کول سخت وحشتانک کار معلومیدل.

 هغه وخت به ډيرو خلکو خپلې لورګانې خارج ته ودولې.

بیا به عجیبې غریبې کیسې را رسیدې.

 مثلا، زموږ یوه ګاونډۍ ، دینا نومېده. خارج ته یې واده کړه .

یو کال وروسته اوازه راغله چې دینا چې کله خارج ته تللې وه،‌ میړه یې په غبرګو سترګو ړوند و.

دا نه چې عیب دی چې څوک په سترګو ړوند وي.

هر څه د خدای داد دی او هر څوک د ژوند حق لري.

خو د خارج په ودونو کې د دروغو او هغه د پيښوریانو په وینا، دوکې خبرې زیاتې راتلې.

 ما وحشت درلود.

 له پال بینه مې پوښتنه وکړه چې بیرته له سفره نه راځم؟

 پال بین وویل: هو ،‌ بیرته راځې،  تر ډېرو کلونو وروسته.

په هغه ورځ‌ چې کور ته راغلم د پال بین خبره مې اوبو ته وکړه.

مور به مې ویل ، بد خوب روانو  اوبو ته وایه چې بی معنی سي.

اشپزخانې ته ولاړم،‌ د اوبو نل مې چالان کړ او د نل روانو اوبو ته مې د پال بین خبره وکړه  .

خو هغه خبره مې په زړه کې پاته سوه.

 زه  ژړندوکې یم.

 یو وخت چې به میلمانه راکره راغلل، بیرته به چې تلل ما به پسې ژړل.

 کله چې غټه سوم ، بیا به مې پټ – پټ پسې ژړل.

 خو هر وخت چې له کابله په سفر تللې یم، ما ندي‌ ژړلي.

 هغه دپال بین خبره مې په زړه کې ولاړه وه چې وايي (بیرته راځې).

د کابل دسقوط په ورځ مې هم د پال بین خبره په زړه وه.

هسې – هسې ژړا راتله!

پلار مې ویل ، پر کابل داسې حالات ډير راغلي دي خو کابل پاته سوی دی.

پلار مې ویل،‌ د مجاهدینو په وخت کې تر دې بد حالت و خو تیر شو.

دا به هم تیر شي.

مال، ريښتیا وایي،‌ کابل پاتې کیږي.

ما ورته ونه ویل چې پلاره ،‌کابل به وي،‌خو زموږ کور به نه وي.

زموږ خپل کابل، زموږ کور ړنګ شوی دی.

موږ به ټول بیا په هغه کور کې نه یوو.

موږ چې به ماخوستن ډوډۍ وخوړه ، پلار به ویل، راځئ اټن وکړو چې ډوډئ هضم شي. موږ به بیا ټول هغسې پر یوه غولي نه یوو.

له موږ پرته به هغه کورڅنګه ودان وي؟ کور په موږ ټولو کور وو. نو هغه وخت به بیرته راسي؟ بیا به موږ ټول په خپل کور کې یوځاي یوو؟

فکر نه کوم.

اوس،‌ ټول مهاجر شوي یوو او هر یو په یوه بیله لاره تللي یوو.

 خو زه پلار ته اکثر ریښتیا خبره نه کوم.

ولي یې خپه کړم؟

دا یوه ګړۍ مخکې یې زنګ را وهلی و او د وطن پر حالاتو مو خبرې سره وکړې.

بیا یې ویل: بچی ته په انټرنټ کې وګوره چې د انجیرو نیالګي څرنګه ښه پیوند اخلي؟

 مال، څه یې کوې د انجیرو پیوند؟

 وايي‌: ښه نیالګي مي پیدا کړي،‌ کابل ته به یې یوسم!

 مال، سمه ده، زه به یې وګورم …

 هسي مي ورته وویل، زه

د نذار قبانی شعر لولم، (مور ته پینځه لیکونه) او څه ښه يې لیکلي:

مورې،

سلامونه، سلامونه

زموږ کور ته

زموږ د میني او رحمت ځالې ته

زموږ په انګړه کې، ستا سپینو ګلانو ته

زما د خوب ځاي ته

زما کتابونو ته

زموږ د کوڅې تولو کوچنیانو ته

ټولو دېوالونو ته چې موږخاطې پر ایستلې وې

زموږ لټې پیشې ته چې په برنډه کې به پرته وه

زموږ د یاسمن ونې ته

هغه چې څانګې یې د ګاونډي پر کړکۍ ور پرېوتې وې

1 COMMENT

  1. څه به ووایو، ډیری افغانان په دې ارمان دي چي څومره ژر کیدای سي خيل د زړه ټوټې وطن ته راسي، او د هیواد نه بهر د خولو پر ځای د زړه ویني تویوي، خو ای کاش چي دا خولې د خپل ګران هیواد په ودانولو کي توي کړي. د همداسي یوې ورځی په هیله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب