جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهامریکا په کوزوو کې یو شمېر افغانانو ته خبر ورکوي چې امریکا...

امریکا په کوزوو کې یو شمېر افغانانو ته خبر ورکوي چې امریکا ته به نه بیول کېږي

تاند(دوشنبه، د ثور ۲۶ مه) امریکايي رسنۍ د خپل هیواد د چارواکو په قول وايي چې د بایډن اداره به نن هغو افغانانو ته، چې په کوزوو کې د امریکايي ځواکونو په اډه کې امریکا ته د تلو لپاره انتظار باسي، خبر ورکړي چې امریکا یې په خپل هیواد کې نه مني.

له کوزوو څخه اکثره افغانان، چې د تېر کال په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په بیړنیو الوتنو کې دې کوچني اروپايي هیواد ته بیول شوي وو، امریکا، کاناډا او بریتانیا ته لېږدول شوي خو ۱۶ تنو ته، چې امریکا ته د تګ لپاره یې د امریکايي ځواکونو په اډه کې اړولي، نن ویل کېږي چې امریکا یې نه مني.

دوو امریکايي چارواکو، چې په دې اړه یې رسنیو ته خبر ورکړی، ویلي چې دا به لومړی ځل وي چې کوزوو ته د راوستل شویو افغانانو په منځ کې یو شمېر کسانو ته ویل کېږي چې امریکا ته به نه انتقالیږي.

دغو دوو امریکايي چارواکو، چې نه یې غوښتل نومونه یې څرګند شي، ویلي چې دا ۱۶ تنه د امنیتي اندېښنو یا له طالبانو یا نورو تروریستي ډلو سره د اړیکو د لرلو په خاطر امریکا ته نه بیول کېږي.

د سرچینو پر اساس، اوس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دغو کسانو لپاره پر دوو انتخابونو غور کوي؛ یو دا چې له طالبانو سره خبرې وکړي او هغوی بېرته ورولیږي؛ دوهم دا چې نور هیوادونه وهڅوي چې دغو کسانو ته پناه ورکړي.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویندوی اکسیوز خبري چاینل ته ویلي، ټول هغه افغانان چې د ۲۰۲۱ په اګست کې د ګډوډۍ په شرایطو کې له افغانستانه ایستل شوي، باید لومړی څو ځلې له امنیتي نظره وارزول شي.د ویاند په وینا دا کار له امریکا دباندې د استخباراتو، د متحدوایالتونو د کورني امنیت وزارت د تروریستي ضد متخصصانو او د فدرالي تحقیقاتي ادارې یا ایف بي آی له لوري کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب