Homeسپورتقره باغ کې يوه سوداګر د فوټبال لوبغالی جوړ کړ

قره باغ کې يوه سوداګر د فوټبال لوبغالی جوړ کړ

تاند(دوشنبه، د ثور ۲۶ مه) د غزني د قره باغ ولسوالۍ په کروسای سیمه کې د فوټبال لوبغالی جوړ شو.

ځايي چارواکو ویلي، چې د دغه لوبغالي د ځمکې د ورکړې او مالي چارې د یادې ولسوالۍ ملي سوداګر حاجي عبدالصمد “میاخېل” په غاړه اخيستې وې.

 د غزني لپاره د طالبانو والي مولوي محمد اسحاق “اخندزاده” د دغه لوبغالي د پرانېستې په مراسمو کې وویل: ( ولايتي اداره ژمنه ده چې د غزني د مرکز په ګډون په ټولو ولسوالیو کې لوبغاړو ته اسانتیاوې برابرې کړي. په خبره یې، اسلامي امارت د ورزش او ورزشکارانو څخه کلک ملاتړ کوي.)

هغه له لوبغاړو غوښتنه وکړه چې خپل ځانونه د شریعت په چوکاټ کې برابر کړي، د لمانځه او ديانتدارۍ ټینګه پابندي وکړي او د لوبو پر مهال په خپل وخت سره لمونځونه ادا کړي.

په همدې حال کې د المپیک ملي کمیټې د دفتر رئیس محمدالله “احساس” وویل چې د ځوانانو دغه لوبې نړیوالو ته د یوې کاملې سولې او پوره یووالي پيغام ورکوي.

احساس وويل چې د ورزش په ودې سره د ټولو بدمرغيو ور تړل کېږي.

هغه وويل، چې د ورزش لوى رياست او المپیک ملي کمېټې په لومړي پړاو کې په ټولو ولایتونو کې سیالۍ جوړې کړې، اوس په دوهم پړاو کې د هېواد ټولو ولسواليو ته سیالۍ غځوي، چې په غزني کې له قره باغ ولسوالۍ څخه پیل شوي دي .

احساس له ځوانانو غوښتنه وکړه چې خپل وطن ته په هره برخه کې کار وکړي او د اتفاق او یووالي پر رسۍ منګولې کلکې کړي.

د طالبانو ځايي چارواکو د‌ دغه نوي جوړ شوي لوبغالي جزييات په اړونده اعلاميه کې نه دي په ډاګه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...