Homeخبرونهافغانستان بانک د صرافیو د بيرته پرانيستل کيدو خبر ورکړ

افغانستان بانک د صرافیو د بيرته پرانيستل کيدو خبر ورکړ

تاند(دوشنبه، د ثور ۲۶ مه) د افغانستان بانک لپاره د طالبانو چارواکي وايي چې د شهزاده سرای په ګډون د صرافیو او پولي خدمتونو ټول مارکېټونه بيرته پرانيستل شوي دي.

د دغه بانک ویاند محمد صابر مومند وايي د صرافیو او پولي خدمتونو هغه وړاندې کوونکي چې له افغانستان بانک څخه یې جواز اخیستی، په عادي ډول یې کړنې دوام لري.

 د هغه وینا، هغه اشخاص چې صرافۍ او پولي خدمتونه یې تړلي دي؛ دا د دوی شخصي ستونزه ده.

هغه زياتوي، چې د افغانستان بانک په یاد سکټور کې روڼتیا او خوندیتوب ته ژمن دی چې د صرافیو او پولي خدمتونو ټولې کړنې د نافذه قوانینو او مقراراتو په اډانه کې تنظیم شي.

د طالبانو دغه وياند خبرداری ورکړ، چې د جواز نه لرونکي صرافان او د پولي خدمتونو له وړاندې کوونکو سره به قانوني چلند کېږي.

پرون د افغانستان د صرافانو ټولنې وويل، چې د پولي خدمتونو او صرافیو په اړه د طالبانو د وروستيو قيوداتو په غبرګون کې د هېواد په کچه ټولې صرافۍ تړل شوي دي.

وروسته ځينو صرافانو ادعا وکړه، چې طالبانو په زوره د افغانستان د صرافۍ تر ټولو لوی مرکز ( شهزاده سرای) پرانيستی او د دوی اعتراض ته یې پاملرنه نه ده کړې.

پر صرافانو وضع شوي شرایط دا دي، چې هر صراف باید د خپل فعالیت په بدل کې، پنځه ملیونه افغانۍ تضمین د افغانستان بانک ته ورکړي، دوه لکه افغانۍ د کاغذي جواز بیه تحویل کړي او پڼخوس ملیونه افغانۍ د خپل کار او بار لپاره پانګه وښيي.

يو شمير افغان صرافانو د دې قيوداتو په اړه اعتراض کړی او ویلي، چې عملي کول یې ستونزمن دي.

د افغانستان د صرافۍ مرکزونه تر ډېره د پيسو د لېږد رالېږد چارې سمبالوي، چې خلک یې اسانتياوې ستايي خو پکې د تورو پيسو په راکړه ورکړه هم انديښمن دي.

د افغانستان پرزول شوی جمهوري نظام څو ځله په دې کې پاتې راغی، چې پر صرافانو خپل ټول قيودات ومني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...