څېړنیارشریف الله دوست
د افغانستان د علومو اکاډمي، د لرغونو ژبو انستیتوت
یادونه: د دې لیکني موخه یواځي د چادرۍ، پوړنی، دوپټه یا لوپټه، ستر، نقاب، برقع، مخپټي، روبند او پردې لرغونتیا ده. په اسلام او اسلامي دوره کښي یې پر حکم دلته بحث نه کیږي ځکه حجاب بېل بحث دی. دلته یې فقط تر اسلام مخکښي پر لرغونتوب او مخینه باندي لنډه څېړنه سوې چي ایا تر اسلام مخکښي هم ستر، مخپټونی، چادري، پرده او برقع وه که یا؟
چادرۍ، نقاب، برقع، ځانپټونی، مخپټونی، روبند، پرتره او پرده د نړۍ په لرغوني تمدن کښي اوږده مخینه لري، یواځي په اسلامي دورې پوري اړه نه لري. البته دلته باید یادونه وکړو چي پورتنۍ نومووني د ښځینه ستر او پردې څخه عبارت دي چي له سره تر پښو د ښځینه پټېدو د هدف له پاره راغلي دي. د وختونو په بهیرونو کښي د دې پردې او
پوښښ ټوکر، رخت، رنګ او د جوړښت ډول د نړۍ او سیمي په هیوادنو کښي توپیر کړی دی. په لرغونو لاسته راغلو متونو ، مجسمواو مسکوکاتو کښي ښکاري چي ښځه د خپل د سر، ورېښتیانو او ځان پټول اوږده مخینه لري. چادري، نقاب، برقع، ستر او مخپټونی د بیزانس (بیزانتیوم، ۱۴۵۳-۳۳۰ م) امپراتورۍ کښي هم رواج وو. په لرغوني روم کښي چي به کومي ښځي تنګ کالي اغوستي وه مجازات کېدله، نوکله چي به رومي ښځي له کوره وتلې استولا (چادري) به یې اغوستل چي مخ به لڅ او نور بدن به یې تر پښو پټ و.
لاروس دایرة المعارف کښي راغلي چي یوناني ښځو به کله له کوره وتلې له سره تر پښوپوري به یې ډېر ښایسته لباس او پوړنی اغوستی. هڅه به یې کوله چي پردي او بهرني نارینه یې د بدن غړي و نه ویني. په لاسته راغلو مجسمو کښي یې بولګي ښه معلومیږي لاندي عکس وګورئ:
د آشوریانو Assyria او کلدانیانو په وخت کښي هم چادري او پرده دود وه همداسي د ګوتیانو، لرغونو کاسیانو، تورانیانو او ساکانو په وخت کښي هم چادري ، پرده، برقع او مخپټي رواج درلود، ښځو به خپل مخ او ځای د پردیو خلکو په مخ کښي پټاوه. جالبه دا ده چي مُنیر ویلیامز په لرغوني هند کښي د ښځو مخپټونی او ځاپټونی د پردې او ستر له پاره یوڅلوېښت نومه او کلمې راوړي دي. چي ځیني یې دا دي: (,nivitāनिवीत,jalika/जालिका,pata/पट,patala/पटल) او نور… پرده خپله یو اندوآریاني کلمه ده چي د ښځي ځانپټوني ته ویل کېده . دې کلمې وروسته تحول evolution و کړ او په دا راوروسته کښي عامه سوه. د لرغوني هند د اشرافو ښځو به خپله څېره د نارینه وو څخه پټوله چي دا رواج تر اوسه هم د هند په لیري پرتو سیمو او اطرافو کښي پالل کیږي. په لرغونې آریانا او هند کښي چي به نارینه خدمتګارانو ښځو ته وکتل سزا ورکول کېده. د هند مذهبي هارشا، ګانګایدوا او ربیدوا به د پردیو نارینه وو په منځ کښي په ستر او مخپټوني ګرځېدلې. د هند په لرغونو مقدسو کتابونو لکه:
آلتکار او ایندرا کښي د ښځو پر مخپټي باندي ټینګار سوی دی.
په ماوراء النهر کښي به ښځو د ستر او پردې په موخه یوه ټوټه ټوکر او تیکه له سره تر پښو پر ځانونو راپېچل تندی، زنه، شونډي او پزه به یې په پټول یواځي به یې سترګي ښکارېدې. د دې ډول پردې نمونې په ځینو مجسمو کښي چي د ترکیې تر لوېدیځ بندر پوري لاس ته راغلي دي او د پاریس په لوور موزیم کښي ساتل کیږي، مخینه یې تر مېلاد ۳۵۰ کاله مخ کښي اټکل سوې، څرګندیږي. د یادولو ده چي دا مجسمې د هیتیانو په قوم اړه لري نه په ترکانو پوري ځکه ترکان تر دې نېټې وروسته د اوسنۍ ترکیې په خاوره کښي مېشت سوي دي. تر اسلام مخ کښي د مصر Egypt په سکندریه کښي هم پرده او چادري اغوستل حتمي وه. په هغو مجسمو کښي چي تر میلاد ۳۰۰۰ کاله پخوا لاسته راغلي دي ښکاري چي د مصر ښځي ځیني یې سر تر پښو او ځیني یې له غاړي تر پښو پور ي پټي دي او پر سر یې د ښایست له پاره یوه پټۍ تړله. مصري نارینه به د ګرمۍ به وجه نیم پټ ګرځېدل.
په پخواني پارس کښي د داریوش مږور د لومړي خشیارشاه(۴۶۵-۴۸۵ مخزیږدي) مېرمن د خلکو په حضور کښي په پټ مخ را څرګندېدل. البته هغه وخت کښي مینځي، غلاماني او د محفلونو رقاصې په پرده او ستر کولو مکلفي نه وې.
په لرغوني آریانا کښي چي د ښځو کومي مجسمې لاسته راغلي دي په یوه کښي یې هم ښځي بې ستره نه معلومیږي. آریاني ښځي (البته آریايي بیل مفهوم لري چي هند هم په کښي راځي) جالب ستر کاوه. کالي یې ساده او پراخ، لوی لستوڼي یې درلودل، ځینو ښځو یې مستطیلي چادرۍ کولې، یو کمیس یې تر نامه بل کمیس به یې تر بیجلکو پوري اغوستی. کومي شنې چادرۍ چي اوس د مزاري، هراتي، کندهاري او کابلي چادریو په نامه رواج لري دا نه د اوسني پاکستانه راغلي نه د عربستان څخه بلکي دا لرغونې آریايي پرده او ستر دی چي آریايي ښځو به اغوستی البته لومړی یې بڼه مستطیلي او مربع شکل وه، مخ به لڅ نوره به پټه وه. اوس یې د نیمي دایرې په ډول بدلون کړی دی، مخته د لارلیدلو او ساه کښلو له پاره یوه کوچنۍ جالۍ هم لري. البته رنګونه یې پخوا خاورین او تور وه اوس آسماني، پولادي، ماشي او بور رنګي چادرۍ هم په کښي رواج سوي دي. د ساکو پښتنو ښځو به پوړني او رخچیني و خولۍ پر سر کولې. ویل ډورانټ وايي:” آریایانو د بدن د غړیو لڅېدل شرم بلل.” په اوستايي عصر کښي هم د چادرۍ او پردې اغوستل غوره بلل سوي او د (ځوانو) ښځو د مخ او ځان ښکاره کېدل د نارینه وو د ګمراهۍ سبب بلل سوي دي د پردې او ستر له پاره په اوستا کښي د Pderi کلمه راغلې چي دا پدیري کلمه بیا وروسته پرده سوې ده. په افغانستان کښي د اسلام سپېڅلي دین خپرېدو ځکه ډېر وخت، شاوخوا یوسل اتیا کاله ونیول چي آریايي او افغاني دودونو د اسلام سره ډېر ټکر او توپیر نه درلودی. په ښځو کښي ستر او پرده مراعتېدله، په نژدې خپلوانو کښي ودونه نه وه. مېلمه پالنه وه، د نورو حق په زور اخیستل ظلم بلل کېدی. روژې
نیول کېدې خو په هغه خپل ډول د شپې له نیمايي څخه چي کله به غرمه لمر سر ته راغی. د یتیمانو او بېوزلي طبقې سره ښه چلند کېدی. بې ادبي او بداخلاقي بده ښکارنده (پدیده) بلل کېدله. فقط د یوه، یګانه او لایزال رب په لمانځه کښي خبره وه چي هغه ستونزه هم حل سوه افغانانو تقریبا هغه وختټولو اسلام قبول کړ.
ویل ډورانټ په خپل کتاب د تمدن تاریخ لومړي ټوک کښي د بین النهرین (اوسني عراق) د لرغوني تمدن په اړه لیکلي چي د ښځو لباسونه او جامې تر نارینه وو لوی، پټ او پرده کښي وه. په بین النهرین کښي تر میلاد ۴۰۰۰ کاله وړاندي مجسمه کښي ښځي لیدل کیږي چي په یوه ټوټه تیکه یې سر پټ کړی دی.
د تورات په استناد په یهودیت کښي هم عبراني او نورو یهودي ښځو د پردیو نارینه وو څخه مخونه او ځانونه پټول. د تورات څخه دا هم څرګندیږي چي په ښځو کښي د چادرۍ او ستر کول عام نه وو.
په ورستي کښي ، د لرغونو متونو او لاسته راغلو شواهدو څخه ښکاري چي د نړۍ د ملتونو په منځ کښي په اتفاق سره ستر، پرده او چادري په بېلابیلو ډولونو د ښځو په منځ کښي رواج وه. که څه هم د پېړیو په پوړیو کښي یې بدلون کړی، لوړي او ژوري یې لیدلي دي. کله یې د وخت د واکمنو او عامو وګړو له خوا ډول او رنګ تغییر کړی، پر رعایتولو یې اختیار، تشدید او تخفیف راغلی خو د زرګونو کلونو راهیسي بیا هم چادري ، پوړنی، ستر او پرده د نړۍ د ملتونو په ځانګړې توګه زموږ په لرغوني او فرهنګپال هیواد آریانا او افغانستان کښي د ښځو له خوا مراعتیږي او له منځه کله هم نه دی تللی.
مأخذونه
۱. ویلیام ګلن، هنري مرتن. کتاب مقدس عهد عتیق و عهد جدید، ترجمه فاضل خان. تهران، ۱۳۷۹ش
۲. مرتضوي پور، علي. نګاه به تاریخ هند. تهران ، ۱۳۸۱ ش
۳. تاریخچه حجاب در دوران باستان، مقاله، ۱۳۹۸ش/https://www.hi-hijab.com/
۴. بهرامي احسان، فرهنګ اوستايي، جلد ۳ ، چاپ تهران، ۱۳۶۹ش
۵. www.britannica.com/Indian Clothing
۶. Monier Williams. Sanskrit – English Dictionary
ممکن په تاریخي لحاظ دا معلومات یو څه ارزښت ولري خو د ښځو هر ډول لباس او کالي او د هغوی ډولونه د چادري په معنی نه دي . چادري ځانته یو مخصوص حجاب دی چې افغانستان ته له اوسني هند او پاکستان نه راغلې ده . مخکې په دې شکل لباس په ټوله نړۍ او مخصوصا د افغانانو ترمنځ رواج نه درلود . حتی 50 – 60 کاله مخکې زمونږ د اطراف او ولایتونو اوسېدونکو چادرې نه پېژنده . د افغانستان ښځو به لوی ټیکړي په سرکول او د ضرورت په وخت کې به یې خپل مخونه له پردیو نه پټول .
په لومړي ځل چادري د امیر حبیب الله خان په وخت کې د هندي حضرتانو په واسطه د هغوی له راتګ سره افغانستان ته راوړل شوه او ورو ورو په کابل کې رواج شوه . دلته زما مقصد له هغې چادري نه ده چې لیکوال په خپله لیکنه کې د « کومي شنې چادرۍ چي اوس د مزاري، هراتي، کندهاري او کابلي چادریو په نامه » یادیږي ، ده . البته افغانانو له پخوا نه خپل ملي پړونی ټیکړی او پرده درلوده او دا به په راتلونکي کې هم دوام ولري .