شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهايران يو ځل بيا په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت غوښتنه...

ايران يو ځل بيا په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت غوښتنه وکړه

تاند(دوشنبه، د ثور ۲۶ مه) ايراني چارواکو نن بیا د افغانستان له حاکمو طالبانو څخه وغوښتل،‌ کې د يوه ټول ګډونه حکومت د جوړولو لپاره لاس په کار شي.

 د ایران د بهرنیو چارو وزارت وياند سعيد خطیب زاده په يوه خبري غونډه کې دا هم وويل، چې که طالبان د داسې حکومت د جوړولو لپاره لاس په کار شول، تهران به ورسره همکاري وکړي.

سعيد زاده د افغانستان په اړه د ایران له سیاستونو هم ننګه وکړه او ويې ويل، چې د افغانستان په اړه یې د هېواد بهرنی سیاست پر اصولو او عیني واقعیتونو ولاړ دی.

هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د افغانستان اوسني سرپرست حاکمان په دغه هېواد کې د خلکو د امنيت ساتلو مسووليت لري.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت ویاند له طالبانو سره د خپل هېواد د راشه درشې په اړه وويل، چې دا يوه عادي چاره ده، د پروګرام په اساس تر سره کیږي او نوې خبره نه ده.

دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې څه موده مخکې ایراني چارواکو په خپله خاوره کې یو شمېر طالب ديپلوماتان ومنل.

له دې سره په تېرو څو مياشتو کې د ایران او طالبانو ترمنځ په ګډه پوله ک څو ځلې وسله والې نښتې رامنځته شوې.

طالبانو د‌ ایراني وياند څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب