شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهط د‌ عبدالله له نیوکو وروسته د مصالحې شورا او څو نور...

ط د‌ عبدالله له نیوکو وروسته د مصالحې شورا او څو نور اداري تشکيلات لغوه کړل

تاند(دوشنبه، د ثور ۲۶ مه) ‏د طالبانو رژيم د افغانستان د اداري نظام يو شمېر بنسټونه لغوه اعلان کړل.

په دې اړه يوه رسنيز شوي مکتوب کې، چې د طالبانو د رييس الوزرا د اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په وړاندیز لیکل شوی، راغلي چې د طالبانو د لوی مشر ملا هیبت الله اخوند زاده ( چې دوی یې امیرالمؤمنین ګڼي) په شفاهي امر د بشري حقونو او د اساسي قانون د تطبيق پر څارنې خپلواک کميسیونونه، د مصالحې عالي شورا، د ملي امنيت شورا او د ملي شورا د مشرانو او ولسي جرګې دارالانشاګانې لغوه شي.

د‌ طالبانو رييس الوزرا ملا محمد حسن اخند د دغه وړانديز تایید کړی او د یادو ادارو جوړښتونو له لغوه کیدو سره یې موافقه کړې ده.

دا اداري جوړښتونه په داسې مهال لغوه شوي، چې له افغانستان څخه تازه بهر ته تللي د‌ جمهوري نظام د مصالحې د عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله په وروستيو کې پر طالبانو توندې کنايوي نيوکې کړي.

عبدالله طالبان په شمال کې د خلکو په مستندو وژنو تورن کړي او خبرداری یې ورکړی، چې د اوسنيو سياستونو دوام یې هېواد کورنۍ جګړې ته ور کاږي.

طالبانو د عبدالله څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو معلومه نه ده چې د دغو اداري تشکيلاتو او په خاص ډول د مصالحې عالي شورا د لغوه کیدو پریکړه خو به د عبدالله څرګندونو سره تړاو نه لري؟

1 COMMENT

  1. که څه هم په ظاهره نوموړې ادارې ښکلي نومونه لري، د بشر د حقوقو مدافعین د سولې طرفداران او نور دي ، خو په عمل کې لکه د ټالبان دعالي تحصیلاتو پرضد د وزیر کړنو ته ورته دي .
    د مصالحې عالي شورا یو تشریفاتي او د عبدالله د خوښ ساتلو لپاره یو فورمولیتي سازمان وو چې تل یې د سولې پرضد عمل کړیدی . اوس چې جمهوري نظام ړنګ شویدی له مخالفینو سره د سولې او مذاکرې لپاره په بل نوم یوه کوچنۍ اداره د محدودو کسانو په ګډون ضرور ده .
    همدارنګه د بشر د حقوقو سازمان د هزاره ورونو په استازیتوب د سیمای بې ثمر ( سمر ) شخصي سازمان وو او د پښتنو پرضد خپلو اعمالو او کړنو د توجیه کولو لپاره جوړ شوی وو .
    د اساسي قانون د څار اداره هم د ایراني جاسوس قاضي ګل رحمن په مشرۍ داسې کوم خدمت نه دی کړی چې زمونږ هېواد وال پرې وویاړي . په خواشینۍ سره باید ووایو چې ټالبان د افغانستان اساسي قانون ته هېڅ درناوی نه لري ، یواځې هغو برخو باندې عمل کوي چې د دوی په ګټو وي .
    د امنیت شورا د یوه هېواد لپاره یوه حساسه او ضروري اداره ده چې هلته د هېواد خبره او مسلکي کسان د خپل وطن د ملي منافعو او حساسو ، عاجلو او ضروري امورو لپاره تصمیم نیسي ، د هېواد ولسمشر ته مشورې ورکوي، د نورو هېوادونو له مماثلو ادارو او مشرانو سره د خبرو لپاره هم ضرور ده ، ورانول یې حماقت دی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی