شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهکرزی یې منع کړ، ملا برادر د غمرازۍ لپاره اماراتو ته...

کرزی یې منع کړ، ملا برادر د غمرازۍ لپاره اماراتو ته تللی

تاند(دوشنبه، د ثور ۲۶ مه) ‏د طالبانو د رييس الوزرا لومړي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند د دوی د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د متحده عربي اماراتو د پخواني رئیس “شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان” د مړینې له کبله د فاتحې په موخه، نن د متحده عربي اماراتو پلازمېنې ابوظبۍ ته رسېدلی.

‏د طالبانو په يوه اعلاميه کې راغلي، چې نوموړي د تعزیت وړاندې کولو په پار د نوموړي له ځای ناستي”شیخ محمد بن زاید آل نهیان” سره کتلي.

طالبانو په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده،‌ چې د طالبانو چارواکو متحده عربي اماراتو ته د غمرازۍ په یادو مراسمو کې د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د ورتلو ممانعت کړی دی.

دا خبره د حامد کرزي نیږدې سرچينو افشا کړې، خو طالبانو یې په اړه څه نه دي ويلي.

2 COMMENTS

  1. حامد کرزی اوس کوم په افغانستان کې کوم رسمي مسوولیت نه لري . د تېرو 14 کلونو په موده کې چې کرزي دهېواد رسمي ولسمشر وو او د افغانستان لپاره یو طلایي چانس وو، په میلیاردونو دالرد نړۍ له ګوټ ګوټ نه افغانستان سره مرسته وشوه ، خو دوی داسې کوم کار ونکړ چې اوس افغانان پرې وویاړي او د خپل ولس په استازیتوب د نورو هېوادونو په خوښیو او یا د غم او تسئلیت په مراسمو کې برخه واخلي .

  2. ښه به دا وه چې پخوانی ولسمشر کرزی يې پرېښی وای او يا دا چې په دې هيئت کې يې له ځان سره د يو مشر او سپينروبي په توګه وړی وای. هغه خو خلک ماړه کړل، خو نن پرې همغوی بد وايی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب