Homeخبرونهد پاکستان پوځي او استخباراتي چارواکي په کابل کې له ټي ټي...

د پاکستان پوځي او استخباراتي چارواکي په کابل کې له ټي ټي پي سره په خبرو بوخت دي

تاند(دوشنبه، د ثور ۲۶ مه) راپورونه وايي چې د پاکستان د پوځ او استخباراتو (آی ایس آی) د چارواکو یوه ډله د چهارشنبې له ورځې راهیسې په کابل کې ده چې د افغان طالبانو په منځګړتوب د پاکستاني طالبانو له تحریک یا ټي ټي پي سره جوړجاړی وکړي.

سرچینې وايي چې د پاکستان د استخباراتو پخوانی ريیس جنرال فیض حمید نن (دوشنبه) کابل ته ورسېد او په سرینا هوټل کې له نورو مرکچیانو سره ملګری شو.

تاند داسې راپورونه ترلاسه کړي چې د پاکستان پوځي چارواکو افغان طالبانو ته ویلي چې که پاکستاني طالبان یې دایمي اوربند او د جګړې بس کولو ته راضي کړای شول، د دوی حکومت به نه یوازې پاکستان په رسمیت وپېژني بلکې پاکستان به له خپل نفوذه په استفادې نور هم قانع کړي چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني. خو دا په داسې حال کې ده چې نه پاکستان د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی شي او نه دا هیواد نور دې کار ته هڅولی شي ځکه چې د امریکا په شمول د نړۍ ستر قدرتونه لا نه غواړي چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژندل شي.

سي این این نیوز ۱۸ ته نامعلومو سرچینو ویلي، چې افغان طالبان د هغو دوو پاکستاني طالب قوماندانانو د ورسپارلو غوښتنه کوي چې پاکستان نیولي دي.

د پاکستان پوځ په ۲۰۰۹ م کال د پاکستاني طالبانو دا دوه قوماندانان مسلم خان او محمود خان په سوات کې نیولي وو. ویل شوي چې دا دوه تنه اوس د طالبانو په حکومت کې د حقاني شبکې په توقیف کې د مېلمنو په توګه ساتل کېږي.

سی این این نیوز ۱۸ وايي چې د پاکستاني طالبانو او د پاکستان د پوځ او استخباراتو ترمنځ روانې خبرې د حقاني شبکې په ملاتړ او منځګړتوب کېږي.

سرچینې وايي چې د پاکستاني طالبانو د وزیرستان څانګه تراوسه پورې له روانې معاملې خوشاله نه ده.

د سرچینو پر اساس، د پاکستاني طالبانو یوه څانګه په دې خاطر جوړجاړي ته تیاره نه ده چې ممکن د دوی جوړجاړی د بلوڅو بیلتون غوښتونکو پر ضد وانګېرل شي.

د پاکستان بلوڅان له کلونو راهیسې د خپلو طبیعي سرچینو او خپلواکۍ لپاره مبارزه کوي. د بوګټي په شان ګڼ بلوڅ مشران او ځوانان وژل شوي او ډېر نور د قبایلي پښتنو په شان د پاکستان د پوځ له لوري تري تم شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...