Homeخبرونههند د افغانستان د امنيتي وضعيت په اړه له ځینو سیمه ییزو...

هند د افغانستان د امنيتي وضعيت په اړه له ځینو سیمه ییزو هېوادونو سره وغږید

تاند(سې شنبه، د ثور ۲۷ مه) هندي رسنیو ویلي، چې هېواد یې پرون د افغانستان د امنيتي وضعيت په اړه د یوې سیمه ییزې غونډې کوربه و. ‏

ويل شوي، چې په دې غونډه کې د پاکستان په ګډون د شانګهای د سیمه ییزو همکاریو سازمان د ځینو نورو غړو هېوادونو د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې کارپوهانو او استازو ګډون درلود.

دا غونډه هم د شانګهای سازمان تر چتر لاندې جوړه شوې او پکې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعاليتونو په اړه بحث او خبرې شوي دي.

په هندوستان کې د افغانستان د پرزول شوي جمهوري نظام سفیر فرید ماموندزي‌ له هندوستان څخه د دې غونډې د کوربه توب له امله په یوه ټویټ کې مننه کړې ده.

نوموړي د طالبانو له واکمنیدو وروسته په افغانستان کې د امنیتي او انساني وضعیت د لا خرابېدو خبر ورکړی او هيله مندي یې ښودلې، چې وروستۍ غونډه به د افغانستان وضعیت ته ګټوره وي.

طالبانو دغې غونډې ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې ټینګار کړی، چې د افغانستان له خاورې به ترهګرو ډلو ته د چا په خلاف د فعالیت اجازه نه ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...