دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+د غوزانو ونه - ساده  خبرې، ژورې اندیښنې / ډاکتره شریفه شریف

د غوزانو ونه – ساده  خبرې، ژورې اندیښنې / ډاکتره شریفه شریف

د غوزانو ونه د ځلا نور لنډه کیسه ده. د کیسې اصلي تیم یا موضوع د غوزانو ونه ده. دا هم ویلی شو چې د دې کیسې کرکټر یوه ونه ده چې « د کلي په منځ کې ولاړه وه» د راوي او د همدې ونې ژوند یو تر بل تړلی او موازي وده کوي. د دواړو ژوند په کلي کې او د کلیواله دودونو سره تړلی دی. د ونې سمبولونه او  مفاهیم  به وروسته و
څیړو .
ځلا نور د کلیوالو ورځنی ژوند د همدې ونې ګرد چاپیر، د ساده او روانې ژبې او معمولي او ریالیستیکو کړنو سره انخوروي:
«ماشومانو ترې لاندې کورګي جوړول؛ جنکیو یې په څانګو کې ټالونه اچول، پیغلو او زلمیو به یې پر دنداسه شونډې سرې کولې. »
دلته له همدې یوې جملې سره د کلي د ماشومانو، پیغلو او ځوانانو د ژوند پړاوونه وینو چې د ونې د ودې سره برسیره کیږي.
د دې ونې د ژوند هر پړاو هم د کلیوالو پر ژوند بیله اغیزه لري. خو چې ثمر ته ورسیږي، میوه وکړي، د کلي یو سړی چې ځان د ونې خاوند ګڼي، ونه ټکوي.
« یو سړی چې ملا به یې کلکه تړلې وه ورپورته شو، کله به یې ځان هم په یوې څانګې پورې وتړه، له لاندې څخه دا غټ سړی د ماشوم غوندې کوچنی ښکاریده، له ده سره اوږده ډانګه ورسره وه، د ونې ډکې څانګې به یې داسې په شړک وهلې  چې تر لرې  یې اواز  اوریدل کیده او له هر شړک سره به د غوزانو تر څنګ شنې پاڼې او وړې څانګوړګې پرڅمکه راپریوتې.»
یوه ورځ توپان کیږی او د ونې څانګې چې د میوو سره درنې وې ماتیږي او « اخر یې څښتن غټ بیخ هم اره کړ او لرګی یې په بازار کې خرڅ کړل.»
په دې ترتیب، د ونې ژوند اخستل کیږی.خپلې ریښې نه بیلیږي او په بازار کې خرڅیږي.
راوي هم چې په ماشومتوب کې د ونې پر څانګو ټالونه وهل، پیغله شي او پلار یې بل کلي کې  واده کړي . د مور و پلار یا خپلې ریښې نه بیلیږي او بل کلي ته ځي (خرڅیږي ). پلار ورته د همدې ونې د لرګو نه تخت جوړوي .
کیسه د راوي د خوبونو سره ختمیږي چې هماغه ونې او کلي ته یې بیایی:
«زه اوس له خپل کلي لرې په بل کلي کې واده  شوې یم، کله چې په خپل  تخت کې ویده شم، د کلي همغه د غوزانو لویه ونه په خوب کې وینم چې ټال مې  پکې اچولې وي، ټالئ پکې وهم.»
د کیسې کره کتنه :
ادبي نقد بیلا بیلې بڼې او لید لورې لري. هره هنري پنځونه، د یو یا څو او یا هم ټولو لیدلورو له زاویې نقد کیدی شي. د «غوزانو ونه» هم د کیسې د تخنیک، د ژبې ، سمبولونو او انځورونو د کارولو، او د موضوع یا سوژې له مخې  ارزول کیږي. زه دلته غواړم د کیسې پر  سوژې یا موضوع باندې خبرې ولرم. زما لیدلوری خامخا د ښځنپالې یا  فمنستي تیورۍ نه اغیزمن دی.
خو زما د شننې پوښتنې دا دي :
کیسه راته څه وایې؟ راوي زموږ د ژوند، زمانې، سیاسي اړیکو ، جنسیتي ( جندر) موقف، طبیعت او چاپیریال په اړه څه فکر کوي؟
د کرکټرونو د ژوند پړاوونه څنګه او د چا له خوا پرانستل او تړل کیږي؟ د دې ټولو پوښتنو د ځوابونو تر شا کومه فلسفه او کوم ارزښتونه نغښتي دي ؟ دا فلسفه یا ژوند ته کتنه څنګه د کیسې د ژبې، انځورونو او سمبولونو سره، نا ویلې ویل شوې ده؟
ونه په طبیعت کې انسان ته، بیا ښځې ته ډیره ورته ده. ریښې لري. تنکۍ وي ، پیغله /ځوان شي . ثمر ته ورسیږي. میوه / اولادونه وکړي. منی ورباندې راشي. خزان وهلې او زړ ه شي، پاڼې یې ورژیږي. د ځوانې ونې څانګې تنکۍ دي لکه نجونې او د نجونو د ټالونو سره زانګي. غوزان چې لا نه وي پاخه شوي، د پیغلتوب په وخت، د پیغلو او ځوانانو سره سینګارول کوي. غوزان د ونې ثمر دی. څانګې د میوو (ثمر) سره درنیږي لکه مور چې امیندواره وي او بیا یې ماشوم یې غیږه درنوي.
دې کیسې کې د ونې څښتن یا په ټوله، انسانان پر ونې باندې زور زیاتی کوي. پر ښځو باندې د خاوند زور زیاتی لږ نه پیښیږي. خو دلته که ونه د ښځې سره پرتله هم نه شي، خپله مستقله طبیعي ژوې ده. پر طبیعت او چاپیریال د انسان لخوا زور زیاتی، د نن ورځې  یو پراخ لور لید دی. ځلا نور دې زورزیاتي ته داسې  یو منطقي شرایط یا زمینه
( کانتکست) جوړوي چې د خشونت او زور ډیر پراخ مفاهیم او بڼې پکې تعبیریدی شي.
«کله به یې چې غوزان پاخه شول، هره دانه به يې داسې ښکاریده لکه دې لاندې مخلوق ته چې خاندي. کله به یې چې دا خندا ښکاره شوه، یو سړی چې ملا به يې کلکه تړلې وه، ورپورته شو، کله به يې ځان هم په یوې څانګې پورې وتړه، له لاندې څخه دا غټ سړی د ماشوم غوندې کوچنی ښکاریده.»
د غوزانو خندا دلته د پخیدا او په ځان باور سمبو ل کیدی شي. ډیر ځله د ماشومانو خندا د دوي د بې پروایي او بې شرمۍ نښه بلل کیږی او دوې پرې رټل کیږي هم. همداسې د ښځو خندا د نارینه و په وړاندې، د ټاکل شویو ښځینه حیا د حدودو نه، تیری او زیاتی ګڼل کیدای شي.  کله چې غوزان پاخه او «خندنی » شي ، د څښتن سره یې « ….له ده سره به  اوږده ډانګه ورسره وه، د ونې ډکې څانګې به یې داسې په شړک وهلې چې تر لرې یې اواز اوریدل کیده او له هر شړک سره به د غوزانو تر څنګ شنې پاڼې او وړې څانګوړې هم پر ځمکه راپریوتې.»
دلته رټل او زورزیاتی د کلمو، غږونو او انځورونو سره ښکلی بیانیږي. «شړک » غږیزه کلمه ده او د وهلو او رټلو  کونوتیشن یا نغښتې معنې لري. «اوږده ډانګه» هم د وهلو د شدت صفت دی. د دې وهلو او زورزیاتي اغیزه دومره زیاته وه چې « تر لرې اوریدل کیده.»
د ښې لیکنې یوه نښه دا د ه چې د کیسې د ضمني پیښو د بیان او انځورولو نه لوی مفاهیم  واخستل شي. دلته د ونې وهل که د چاپیریال په وړاندې د ننۍ نړۍ زور زیاتی وي، نو دا سمه ده چې اغیزه یې تر ډیر لرې رسیږي او که  د زور زیاتي او په تیره د ښځو په وړاندې د زور زیاتي سره یې پرتله کړو یا مفهوم یې ترې واخلو، نو هغه هم څو اړخیزه او په څو نسلونو باندې منفي اثر لري .
په دې کیسه کې د ونې او د راوي کرکترونه موازي وده کوي. ونه د یو توپان وروسته « داسې شوه چې د میوو کومه څانګه پکې پاتې نه شوه، اخیر یې څښتن غټ بیخ  هم اره کړ او لرګي یې په بازار کې خرڅ کړل.»
ونه د خپلې ريښې نه جلا کیږي او لرګي يې خرڅیږي. راوي هم ودیږي او د خپل پلار و مور له کوره او ان له کلي نه ځې. دلته ځلا نور دا نه دي لیکلې چې د راوي پلار به ولور اخستی وي کنه، خو د نجونو خرڅول په بیلابیلو نامو او بڼو، زموږ او په ډیرو نورو ټولنو کې یو عام دود دی .
د دې کیسې کړکیچ یا کانفلت او اصلي پیښه د ونې د لرګو خرڅول او بیا د همدې لرګو نه راوي -نجلۍ ته د خوب تخت جوړول دي. په دې کیسه کې ځلا نور د کیسې د پیل نه  د کلي ژوند د همدې ونې د ژوند د بیلابیلو پړاونو په  تړاو انځورکړی. لوستونکي  کړکیچ ته ذهني اماد ګي لري. ځکه د ونې د لرګو د خرڅلاو وروسته، لرګي یې پلورل او تخت جوړول تصادفي نه ښکاري بلکې د کیسې د پیښو د ودې په ځنځیر کې یوه مهره ده.
د غوزانو د کیسې پای، د کیسې د ټولو توکو، پیښو، فضا، کرکتر، لید لور او کړکیچ ، بشپړ داستاني او منطقي لڼدیز او پایله ده:
«زه اوس له خپل کلي لرې په بل کلي کې واده شوې یم ، کله چې په خپل تخت کې ویده شم، د کلي همغه د غوزانو لویه ونه په خوب کې وینم، چې ټال مې پکې اچولی وي، ټالۍ پکې وهم .»
کیسه د غوزوانو د ونې سره پیل شوه چې نجونې یې په  څانګو کې ټالۍ وهلې او د نجلۍ یا راوي د خوب سره ختمیږي چې د هماغه ونې د لرګو پر تخت باندې ویده ده او د ځان او د ونې د ځوانۍ خوبونه ویني . په خوب کې ټالۍ  وهل ، د ژبې او انخورونوسره ښکلی تجنیس او وحدت لري. خوب، خوب لیدل، ټالۍ وهل، ځنګیدل، ټولې کلمې متجانسې دي.  که لیکوالې د ټالۍ وهلو پر ځاې، د دنداسو سره د شوڼدو سره کول په خوب کې لیده، د ژبې ،پیښو او انځورونو تر منځ وحدت به یې خرابیده.
د دې کیسې نثر ښکلی، بې تکلفه او داستانی دی. اضافي کلمې نلري. د کرکترونو  احساس د دوي د کړنو سره بیان شوی، نه د کلمو سره چې ډیره معموله ده . مثلا کله چې د راوي مور د تخت  بیه ډیره قیمته بولي ، ځلا نور دا کلیشه يي جمله نه لیکي چې : پلار مې سوړ اسویلی وایست او ورغبرګه یې کړه چې : دا خو هماغه د غوزانو د ونې لرګي دي. یا دیته ورته جملې. بلکې د پلار حرکت بیانوي : « پلارمې د تخت پر اوږده لرګی لاس تیر کړ»  کله چې زموږ یو شی خوښ او راباندې ګران وي، پر سر یې لاس تیروو. دا ساده حرکت، د پلار د ځواب دپاره کانتکست یا زمینه برابروي:
«وا لیونۍ لرګی یې نه ګورې چې د غوز د ونې دی.»
د کیسې د اصولو په تړاو، د غوزانو کیسه، د لنډې کیسې د توکو (ژبه ، فضا، انځور، موضوع، کرکتر، پيښې ، کړکیچ ) یوه هماهنګه او واحده ټولګه ده. هیڅ کلمه د کیسې د فضا او پیښو سره پردۍ نه ده. پیښې یې منطقي او ذهني تسلسل لري. لوستونکي د ذهني اټکل خلاف پیښې سره نه مخامیږي. د کیسې پاې لوستونکی بیرته د کیسې پیل یا د کرکتر د کوچنیوالي او ماشومتوب پړاو ته بیایی.

جملې یې لنډې او طبیعي دي: منطقي او ژبنی تسلسل لري. د کیسې د توکو یوالی یا وحدت  تر ټوله مهمه ځانګرتیا ده.په  هنري اثرکې  ښکلا یا د انګریري استتیک، یواځې د ژبې او انځورونو پکارول نده، بلکې د اثر د ټولو توکونو ترمنځ وحدت هم  پنځونه ښکلې او هم یې خوندوره کوي.

ما د غوزانو د کیسې د لوستلو نه ډیر خوند واخست.  انځورونه تپل شوې نه  دي بلکې د کیسې او پیښو طبیعي حالتونه دي . په عین حال کې دا ساده جملې، لوستونکي فکر کولو ته هڅوي.

مثلا کله چې سړی یا د ونې څښتن د غوزانو د شکولو دپاره پر ونه خیژي ، « له لاندې څخه به د ا غټ سری د ماشوم غوندې کوچنی ښکاریده.»
ځلا نور به دا جمله د سړي د حالت د ترسیمولو دپاره لیکلې وي، خو د کیسې په کانتکست کې ونه د کلي او طبیعت یوه اغیزمنه او ګټوره غړې ده. سړی چې ورخیژي او د مییو ډکې څانګې ېې شړکوي، ښه کار نه کوي . ځکه د لاندې نه کوچنی ښکاري. که څه هم ماشوم معصوم وي، خو که غټ سړی ماشوم ښکاري، د دې مانا لري چې د لویانو کارونه نه کوي. یا د لویانو غوندې یې کارونه پاخه نه دي. په بله وینا، انسانان چې پر طبیعت، ځمکې، یا یو بل باندې زور زیاتی کوي، وړوکي خلک دي. فکرونه یې واړه دي.
که ځلا نور دغسې کیسې لیکنو ته ادامه ورکړي ، لویه او بریالۍ لیکواله به شي. خو د کامو او نقطو( پنکجویشن) پکارولو ته باید ډیر پام وکړي .
د غوزانو ونه  
د غوزانو لويه ونه د کلي په منځ کې ولاړه وه، دا ونه په ټولو کليوالو ګرانه وه، ماشومانو ترې لاندې کورګي جوړول، جنکيو يې په څانګو کې ټالونه اچول، پيغلو او زلميو به يې پر دنداسه شونډې سرې کولې.
کله به يې چې غوزان پاخه شول، هره دانه به يې داسې ښکاريده لکه دې لاندې مخلوق ته چې خاندې. کله به يې چې دا خندا ښکاره شوه، يو سړی چې ملا به يې کلکه تړلې وه، ورپورته شو، کله به يې ځان هم په يوې څانګې پورې وتړه، له لاندې څخه به دا غټ سړی د ماشوم غوندې کوچنی ښکاريده، له ده سره به اوږده ډانګه ورسره وه، د ونې ډکې څانګې به يې داسې په شړک وهلې چې تر لرې يې اواز اوريدل کېده او له هر شړک سره به د غوزانو تر څنګ شنې پاڼې او وړې څانګوړګې هم پر ځمکه راپرېوتې.
يوه ورځ تېز توپان شو، د ونې څانګې له ميوې درنې وې، چې ټس دوې غټې څانګې ترې ماتې شوې، ونه داسې شوه چې د ميوې کومه څانګه پکې پاتې نه شوه، اخېر يې څښتن غټ بېخ هم اره کړ او لرګي يې په بازار کې خرڅ کړل.
زه چې وديدم، پلار مې د خوب تخت راته اخيستی و، مور مې د تخت بيه ترې وپوښتله، پلار مې لکه چې قيمت ډېر لوړ ووايه.
مور مې شونډې سره راټولې کړې:
ـ وووو، دومره قيمت؟!
پلار مې د تخت پر اوږده لرګي لارس تېر کړ او وموسيده:
ـ وا ليونۍ، لرګی يې نه ګورې چې د غوز د ونې دی.
زه اوس له خپل کلي لرې په بل کلي کې واده شوې يم، کله چې په خپل تخت کې ويده شم، د کلي همغه د غوزانو لويه ونه په خوب کې وينم، چې ټال مې پکې اچولی وي، ټالۍ پکې وهم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب