پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهد ولسمشرۍ پخواني نوماند سردارمحمدنادر نعیم د نیول کېدو اوازه رد کړه

د ولسمشرۍ پخواني نوماند سردارمحمدنادر نعیم د نیول کېدو اوازه رد کړه

تاند: (جمعه، د سرطان ۲۳ مه) خبري سرچینې وایي، د شاهي کورنۍ غړی نادر نعیم هغه اوازې ردوي چې پر اساس یې ویل شوي وو چې نوموړی د طالبانو له لوري په کابل کې نیول شوی دی.

نادر نعیم د مور له خوا د افغانستان د پخواني پاچا ظاهرشاه او د پلار له خوا د افغانستان د لومړني جمهور رییس سردار داوود خان د ورور سردار نعیم لسمی دی.

ځینو سرچینو ادعا کړې وه چې نادر نعیم په کابل کې و او د پنجشنبې په ورځ ناوخته د طالبانو استخباراتو نیولی دی.

د طالبانو یوې سرچینې هم نن د سردار نیعم د نیول کېدو خبر په کلکه رد کړ.

نادر نعیم د ګلزاد خیریه بنسټ له لارې پر بېوزلو او ناورین ځپلو مرستې ویشي.

سردار نعیم د افغانستان د ولسمشرۍ په وروستیو انتخاباتو کې د ولسمشریزو ټاکنو نوماند هم و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...