داودجبارخیل
که موږ دا مهال د نړۍ تر ټولو خپګان لرونکو هېوادونو (هغه هیوادونه چې ډیر وګړي یې خوشاله نه دي) ته وګورو، چین لومړی دی، ورپسې په ترتیب تر لسم پورې هند، امریکا، روسیه، برازیل، اندونیزیا، پاکستان، افغانستان بنګله دېش، نایجیریا او جرمني دي. خپګان، اضطراب په هغو عواملو کې تر ټولو مهم رول لوبوي چې د انسان په رواني روغتیا کې ستونزې رامنځته کوي.
د یوه محافظه کار اټکل له مخې اوس مهال په نړۍ کې درې سوه ملیونه خلک په ذهني فشار او خپګان اخته دي. د هغو کسانو شمېر چې هر کال ځان وژنه کوي له اتو لکو څخه اوښتی، چې اصلي لامل یې رواني فشار دی. په پرمختللو هیوادونو کې د دې ټولو د حل لپاره ډیر کار ترسره کیږي.
د روغتیا د نړیوال سازمان د راپور له مخې، د هغو کسانو عمرونه چې ځان وژنه کوي تر ډېره د ۱۵ او ۲۹ کلونو ترمنځ وي. لکه څنګه چې د دې عمر خلک د ژوند په مختلفو اقتصادي پړاوونو کې تیریږي، د دې عمر ګروپ کې د ځان وژنې کچه لوړه ده.
هغه طبقه چې د خپګان له امله اغیزمنه شوې اکثره د وروسته پاتې طبقو پورې اړه لري. ډیری ښځې د خپګان په اضطراب اخته دي، مګر د دوی په پرتله د نارینه وو شمیر څو چنده زیات دی. په پاکستان کې دا مهال شل میلیونه خلک په ژور خپګان اخته دي. د دې لوی لامل د نفوس مخ پر زیاتیدونکي غربت او بې وزلي ده. د هېواد شپیته سلنه وګړي د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي، چې د دوی لپاره د لومړنیو اړتیاوو پوره کول ستونزمن شوي دي.
په ښځو کې د زړه د ناروغۍ او د خپګان له امله د مړینې کچه هم لوړه شوې ده. په پاکستان کې د ډېرو ځان وژنې رجحان په جنوبي پنجاب، راولپنډۍ، لاڑکانه، کراچۍ او پېښور کې دی. په خیبرپښتونخوا کې په ښځو کې د ذهني فشار له امله د ځان وژنې شمیره ډیره ده. زموږ په هیواد کې د ځان وژنې عمرونه له شلو څخه تر څلویښتو پورې دي، چې ګراف یې په راتلونکي وخت کې د زیاتیدو ښکارندویي کوي، چې دا د اندیښنې وړ نښه ده.
په افغانستان کې د مشورې ورکولو مرکزونه نه شته.
دلته رواني روغتیا ته اهمیت ورکول روا ندي. معالجې ته تلل ګناه ده او یا د لیونۍ د ویلو ویره ده، نو اړینه ده چې په پیل کې ذهني فشار اداره کړئ. له ماشومتوبه باید پر ماشومانو دروند بار نه وي، ځکه د هر ماشوم ذهني وړتیا توپیر لري
د ژوند په اړه د پوهاوي اړتیا هم باید د ښځو په منځ کې روښانه شي. زموږ په هېواد کې ښځې د انسانانو په شان نه ګڼل کېږي. د دوی د زده کړې له لارې خپلواک کړئ. حکومت باید د لویدیځو هیوادونو په څیر دلته هم د مشورتي مرکز جوړ کړي او خلکو ته دا پوهاوی ورکړي چې مشوره ورکول بد کار نه دی.
د ښاغلی جبارخیل صاحب له معلوماتی لیکنی څخه په مننی سره؛ د ژوند ارزښت ته درناوی یو د انسان د دینی عقائدو د څرنګوالی سره مستقیمه اړیکه لری.
د آسمانی ادیانو خصوصاً اسلام لارویانو ته ” ژوند ” یوه دینی فریضه ده او ددی فریضی تضییع ( ځان وژنه ) د بل انسان د ناحق وژنی سره مترادفه ده ( حرام مطلق ) .
په ټوله نړی کی د جاپان د هیواد د خلګو کچه ( د رفاه او تکنولوژیک پرمختګ له نظره) ډیره لوړه او په ټوله نړی کی د افغانستان د خلګو د ژوند کچه ډیره ټیټه ده ( مُفلسی او خواری خپره ده) .
خو
تر ټولو ډیره ځان وژنه جاپانیان تر سره کوی او تر ټولو لږه ځان وژنه په افغانستان کی تر سترګو کیږی.
ددی مانا دا ده چی:
د افغانستان غوندی خلګو معنویات ډیر لوړ او د جاپان او نوری غربی نړی د خلګو معنویات ډیر ټیټ دی.
د سویډن نفوس لس میلونه او د ژوند سطحه ئی هم لوړه ده خو هر کال تقریباً ۵۰۰ کسان خصوصاً ځوانان ځان وژنه کوی چی دا شمیر ځان وژنه شاید د افغانستان د ۵۰۰ کلونو د ځان وژنی تر شمیر هم زیاده وی.