جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+د دين او اوسني تمدن ترمنځ د انډول نشتون افراطیت خپروي

د دين او اوسني تمدن ترمنځ د انډول نشتون افراطیت خپروي

ليکنه؛ عبدالوحيد وحيد

د شک ځاى نشته چې زبرځواک هېوادونه د خپلو هژمونيکي موخو لپاره د يو بل په وړاندې د دسيسو او توطیو جوړولو او د رقيب د پرمختګونو په لاره کې د خنډونو اچولو لپاره څو مخې تګلارې جوړوي. موږ په نړۍ کې داسې ډېرې بيلګي لرو چې وروسته پاتې هېوادونه د زبرځواکونو لخوا د خپل ګټو لپاره د ابزارو په توګه څنګه کارول کيږي او لوبول کيږي. په دغو پيچلو لارو، له توپانونو ډکو مزلونو او د کائناتو د تسخیر په لور سفرونو ته د رسيدو په لارو کې کمزوري او د جهالت په تيارو کې ډوب ملتونه د شطرنج د ګيټيو په څېر کارول کېږي او د ميږيانو په څېر د فيلانو ترپښو لاندې کيږي، په پرديو جګړو کې لتاړ کيږي او ياهم د نيابتي جګړو ډګر ګرزي.

په نزدې ماضي کې مو دوه زبرځواک هېوادونه وليدل چې د خپلو هژمونيکي او استعماري موخو د ترلاسه کولو لپاره يې زموږ  هېواد اشغال کړ، له افغانستان سره يې لکه د پيشو او موږک ترمنځ تړون د ستراتیژیکو ملګرتياو تړونونو په لاسلیکونو سره سره چې کله پوه شول دلته خپلې ګټې نشي ترلاسه کولاى نو ژمنو ته شا ګرزول او له شرمه ډکې تېښته يې د نړيوالو ورځپاڼو سرليکونه شول.

دا هم راته له لمر څخه روښانه ده چې په اوسنۍ معاصره نړۍ کې د اسلامي ورورولي او اسلامي امت شعارونه يوازې تشريفاتي اړخ لري او يا هم د استخباراتي سرچینو لپاره کاري پوښښ دى. ځينو هېوادونو په همدغو عنوانونه په مختلفو وختونو کې د افغانانو سوکاله او هوسا ژوند ته د پاى ټکى کېښوده، د تعصباتو راپارول، جګړو ته د سون توکي برابرول د تأسيساتو ورانولو ته خپل لاسپوڅي په شا ډبول او په ټوليز ډول افراطيت ته د ځوانانو هڅول زموږ په هېواد کې د بېګانه هېوادونو ملموسې زهري کړنې دي چې دغه هېواد لاهم د هغوى لخوا د بل شوي اور په لمبو کې سوځي.

موږ د بهرنیو د لاس وهنو په ځواب کې يوازې په بدرد ويلو احساساتي څرګندونو باندې بسنه کوو خو زموږ د ستونځو، نيمګړتياو، د پرمختګونو په مخکې د پرتو عواملو د له منځه وړل او د ملي ارتقا په لور سفر ته دوام ورکول، پرديو ته په بدرد ويلو تحقق نه مومي، بلکې خپلو نيمګړتياو ته د متوجه کيدلو له لارې شونى دى. ديني ارزښتونه مو د دين په نوم افراطي افکارو او زموږ له چوپتیا څخه رامنځته شوي ړوند تقليد بدنام کړل چې  له امله يې موږ لاهم هغه ظرفیت نه دى موندلى چې په ساينسي او د معلوماتي تيکنالوژي  په برخه کې په بې ساري ډول د خپل ملت وروسته پاتې کېدو تر شا پراته لاملونه پيدا کړو او هغو نيمګړتياو ته د حل لاره ولټوو چې دغه قوم ته يې نه جبرانيدونکي زيانونه اړولي دي.

په لمړي سر کې باید د افغانانو د وروسته پاتې کېدو پړه د محرومیتونو له امله د هغوى په خپل ټولنيز مټکور احساساتي او جزباتي اړخونو، له دين څخه د ناسم پوهاوي له امله د کورکورانه تقليد په چوکاټ کې غلط تصورات، مټکور کلتوري اړخ او قسماً دغه پړه په دربار کې په ناستو درباري ملايانو د فتواو پايله ګڼم.  زموږ د ټولنيز ذهنيت د اغيزمن کولو لپاره د نړيوالو پرمختګونو په تړاو د احساساتو د راپارولو لپاره افسانوي سناریو جوړه شوې.  واقعيتونو ته داسې شکل ورکول شوى چې زموږ احساسات را وپاروي د هيجانيت اړخ ونيسو.  حقائق له مسخه کولو وروسته راته وړاندي شوي دى او په دغه هکله نورو ته د پړې ګوته له نيولو وړاندې زموږ خپله ناپوهي او افراطي ذهنيت ته متوجه کيدل ډیره ګټه لري.

موږ لاهم څو پيړئ شاته پراته يو او لاهم فکر کوو چې د توپک په زور په ارګ باندي ننوتل مشروع او متمدنه لاره ده.  دا چې موږ نړۍ ماته کړې ده نو همدغه مو بس ده، نور هيڅ کولو ته اړتیا نه لرو.  ذهنيت مو داسې جوړ شوى دى چې ټوله نړۍ زموږ د غيرت او مېړانې د له منځه وړلو په موخه خپل ټول تبلیغاتي وسائل کاروي او مالي لګښتونه کوي تر څو موږ له خپل اوسني فاتحانه مقام څخه راښکته کړي، شجاعانه لاسته راوړنې مو مسخه کړي او د ځانونو په شان مو بيغيرته وګرزوي خو واقعيت داسې نه دي او ځمکني حقایق معکوسه سناریو نندارې ته وړاندې کوي.

واقعيتونو دادي چې موږ د هوايي غرور او خيالي غيرت

ويروسونو په نفسياتي رنځ اخته يو او نړئ په اقتصادي برخه کې له يو بل څخه د مخته کيدو په منډه کې د وړاندي کيدو په مبارزه بوخته ده. دا سمه ده چې نړیوال زبرځواک هېوادونه له يو بل سره د رقابت کولو او له يو بل څخه  د مخکې تللو په موخه له دسيسو دوکو حتى له وژنو څخه ډډه نه کوي، خو زموږ په شان د ژوند په هر ډګر کې له محتاجه ولس  سره د دښمني لپاره نه اړتیا محسوسوي او نه هم وخت لري. موږ د پوهې او معلوماتي تيکنالوژي په برخه کې د سختې ناکامي له امله د پرمختګونو له بهير څخه وروسته پاتې يو او له نړيوالې ټولنې سره د سيالي کولو ظرفیت مو بايللى دى. اوس مهال موږ د نړيوالې ټولنې د اوږو بار او د هغوى د خيراتونو په تمه ژوند کوو او هغه وخت ته لاهم ډېر وختونه پاتې دي چې د علم او ټيکنالوژي په برخه کې برلاسي له امله نړۍ وننګوو.

د انسانانو لخوا د رامنځته شويو معيارونو پربنسټ باندي د ولاړو پیچلېو ټولنيزو کړو وړو اصولو او د حکومتولي جوړښت چې معمولاً د مختلفو ښارونو له اوسيدونکو څخه جوړه شوې، په ساينسي، کلتوري او ټکنالوژی  برخو کې د پرمختګ ځینې ځانګړتیاوې ولري، تمدن يا په لنډ تعريف د ژوند ښارى بڼه ويلاى شو چې د تاريخ په اوږدو کې له کليوالي کلتور سره د ټکر اوږد شاليد او ډېرې بيلګي لري.

د بريا لاره داده چې موږ د دين او تمدن ترمنځ د انډول او باور رامنځته کولو له لارې  د ماديت او معنويت ترمنځ اړين انډول ته لاره پرانيزو. د ملي ارزښتونو او خپلو اړتیاو په چوکاټ کې

له نړيوالو معيارونو سره سم اساسي د اړونده ټولو برخو د ماهرينو لخوا د اساسي قانون  مسوده ترتیب او د منل شويو فورمونو لخوا تصويب شي. د افغانانو ترمنځ نه پرونئ جګړه د وياړ وګڼل شي او نه هم راتلونکې جګړې ته د سپيڅلتيا ټاپه جوړه شي. د واک د وېش د اجندا په برخه کې د غونډو او ناستو له ترتيبولو څخه د نظام جوړولو او ميکانيزم رامنځته کولو ته لمړيتوب ورکولو له لارې د ولس ملاتړ ترلاسه شي.

له منفي انګېرنو څخه د نجات او منفي فکر ته د پاي ټکى ايښودو لپاره مو اوس بدلون په لاندې ډول له خپل ځان څخه پيل کړى دى؛

له وخت سره او سختو شرائطو سره د ژوندي پاتې کېدو لپاره د انعطاف د رويې خپلولو له لارې ژوند کول زده کوو،

د افغانانو ترمنځ جګړې بدبختۍ راوړې،

دَ نظامونو نسکوريدو مو خپلواکي سلب کړه،

 د هيلو ګراف مو راښکته کړى دى،

هر څه شپه په شپه نه سميږي،

بدرد ويل، احساساتي غبرګون ښودل او ښکنځل کول معکوسې پايلې لري،

دلته له مودو راهیسې د ارزښتونو په نوم د واک جګړه وشوه او ارزښتونه بدنام شول،

مسلمانانو له اسلام سره د کفارو په پرتله د لاعلمي په حالت کې اسلام ته زيات زيانونه واړول،

په زور کلي نه کېږي،

پرديو کلتوري او تيوريکي ارزښتونو واردولو زموږ ټولنيز تړون و ونړاوه،

د زور له لارې حکومتونه نه کېږي،

ټوله نړۍ مو په جګړه کې ماته کړه خو يوازې د اساسي قانون جوړولو وړتیا هم نه لرو،

 په يوازې سر نظام نشو جوړولاى د نورو د حذف او سلب تګلارو ملي يووالى ټکنى کړ،

 ړوند تقليد تباه کړو،

د مقدساتو سياست مو وياړونه له منځه يوړل او اوس مهال په زده کړو باندي ناوړه او نا روا بنديز ختمولو ته د لومړيتوب درجه ورکوو.

که دومره انعطاف وروسته هم زموږ سياسي مشرتابه د ولس چيغې د بهرنیانو لمسونې وګڼي، انحصاري حکومتولي، د نورو د حذف، له ولس سره مټکورو تګلارو ته همدغه شان دوام ورکوي، د سمون او بدلون لپاره کوټلي ګامونه نه پورته کوي، د نړيوالې ټولنې اندېښنې بيځايه ګڼي له ملت سره د بې باوري او له نړۍ سره د تقابل ګراف ورځ تربلې لوړيږي، نو په حکومت کې د ننه د درزونو او بهرنیو ننګونو له امله د فاجعو رامنځته کيدل به حتمي وي او پړه به يې د بهرنيو عواملو په پرتله يقيناً په حکومت کې د ننه استبدادي مفکورې درلودونکو په غاړه وي.

10 COMMENTS

  1. د پخوا په څیر مو بیا هم ډیره ښکلی لیکنه کړی او مهمو ټکو ته مو پکی په ښه توګه اشاره کړی ده.
    ډیره مننه

    • مومند صاحب محترمه مننه
      الله مو ښاد او اباد لره. دغه هېواد مو ګډ کور او همدغه بيچاره ولس مو د ټولنیز بدن پرزې دي.

  2. جناب عبدل وحید وحید,
    داسی کله هم نه پېښیږی چې استعمار دې آزادی غوښتنکی آزدیخوا وبولی۔
    نو که دا آزادیخواه مذهبی او ملی جنبه ولری نو که ملی جنبه یې قوي وه نو استعمار یې اشرار یې بولی او که مذهبی جنبه قوی وه نو استعمار یې افراطې بولی۔
    تاسو هم د استعمار د اصطلاحاتو نه متاثر شوي یاست نو ځکه مو آزادیڅوا ته افراطی کلمه استعمال کړي۔
    په افغانستان کې ولس د آزادی په خاطر جنگیدلی او تاسو په توهین امیزه اندازه د افراطیت په چوکاټ کږ احولی۔
    افغان ولس د آزادی په خاطر جنگیدلی د چا اجرتی قاتلان نه وه لکه د شوروی او ناتو اشغال افغانی همکاران لکه کمونستان او شورایې نظار, افغان ملتیان او غرب زده (سیکولایان) چې د ناتو سره و دریدل۔
    هغه افغانان چې د دواړو اشغالگرو سره د آزادی حاصلولو لپاره جهاد کاوه افراطیون نه وه بلکه آزادیخواهان ول.
    دا جهاد زمونږ د سترگو لاندی شروع شوي ولسونو په تبر, توری, او کولنگانو د ټوپ و ټانگ سره جنگیدل ځکه آزادی ورته ډیره مهمه وه۔
    زمونږ جهاد گټه زموتږ د سرحداتو د باندی حتی ټوله نړی ته رسیده نو ځکه هر یو د هغو همکاری ته را ودانگل. تر څلورو کالو د پاکستان او ایران په شمول جمع ټوله غربی نړی باور نه کاوه چې زمونږ ایمان او ټینګه اراده به نوبت شوروی زغروال فوځونه او بیا د ناتو فوځونه ماته کړي۔
    وسلی او مهمات د بریا سبب نه گرځی بلکه د الله ج مرسته او ټینگه اراده آزادیخواهان بریا ته رسوی۔
    که په مهماتو او وسلو وایې نو متحده ایالاتو به په ویتنام کې ماتی نه خوړلي او نه به ناتو په افغانستان او نه انگریزانو په ننسم او شلم قرن په افغانستان کی ماته خوړلي۔
    بل دین او تمدن په جلاوالی قانع کیدل هغه د غربی استعمار فکر دي چې کليسا یې له حکومتولی جلا کړي خو دا نظر په اسلام کې د تطبیق وړ نده۔۔
    په اسلامی نړی کې ډیر زیات دینی عالمان ول چې په نورو علومو کې په ټوله غربی نړي کې سري نه پیدا کیږی۔
    دا زمونږ په افغانستان کې د البيرونی, ابن سینا بلخی, مولانا جلال دین, سید جمال دین افغانی او امثالهم نه پیدا کیږی۔
    آزادیخوهانو باندی د افراطیت ټاپه وهل ظلم دي.

  3. سلام
    توره او دولت
    سلطان محمود غزنوی ۱۰۳۰م دالبیرونی ۱۰۴۸م څخه پوښتنه وکړه چې ماسره دولت هم شته او توره هم شته دا دواړه څرنګه استعمال کړم؟ وې فرمایل ددولت څخه دغریبو عوامو دعاګانې حاصل کړه اوپه توره باندې دګناهونو خاتمه وفرمایه.
    وحسبنا الله ونعم الوکیل وکفی بربک هادیا ونصیرا
    تاسې نه ګوری چې ګاونډی او غیر ګاونډی لا په اټکل موږ باندې دترهګرو او افراطیت ټاپې وهی خو موږ دکوم امثالهم خبره کوو؟
    وحید صاحب احساساتی او نمایشی مقام ،قدرت،زر اوزور خو هم معیار لری .
    تر اوسه موږ په نړیواله ژبه سر نه خلاصیږی ټولې نړی ته مو ملا تړلې ده خو دننه دملت اراده په ډاګ پاتې ده.
    افغانستان انتر نشنال او نورو ته موږ زمینه مساعده کړې ده .
    وایی یو پټی رشقه یی خلاصه کړله ته یې لا خوسکی بولی!
    کور مو وذان

    • سلامونه او درنښت جناب ع شريف زاد صاحب

      يقيناً خبره ستاسو ده. نه غواړم څوک هم د علم ساينس پوهې او تيکنالوژي په دغه مجازي نړۍ خوابدي کړم. متأسفانه زموږ په هېواد کې د نورو خفه کول شهامت ګڼل کېږي خو خپل حال مو يقيناً خراب دى. باټې د زمرو وهو بيزو په مخه کړي يو. موږ د غلامي د معاصر تعریف د شاخصونو په چوکاټ کې خورا لوړ ځاى لرو. يعنې لاهم د احتياج کچه خورا لوړه ده خو ځانونه د ازادي مخکښان ګڼو. حتى داسې نښې نښانې نه ښکاريږي چې موږ دې د خپلواکي او ازادي په لوري د حرکت کولو اراده هم ولرو اوسنى حالت مو د خپلو کړنو او تخطياتو محصول دى. له ملت سره مو جفا کړې ده او رب العزت ته سخت پړه يو خو منل او اوريدل لا نشته.
      البته نومونه نه بلکې واقعیتونه يادوم. که نور څه وليکم ممکن چاته د شخصي عقدو خبره ښکاره شي خو دومره وايم چې په خپل دريز د يوې ذرې برابر شک هم رالويږي او لله الحمد ړوند تقليد نه کوم او نه يې هم منم. تر اوسه پورې مې په وجدان باندې د معاملې په تړاو څوک هم نه دى بريالى شوى.
      الله مو له افتونو او مصيبتونو څخه وساته

  4. چاري مو ښي عبدلوحيد وروره،
    د ليکني مو هرټکی مرغلره ده د جهاد له شروع سره موږ له تمدن نه واټن و نيول مکتبونه مو وران کړل معلمان مو مړه کړل د علم اومعرفت لاري مو وتړلي هر څوومره چي علم او معرفت ډيږي او ورسره بلديږو په همغه کچه به په دين پوه شو، موږ وايو چي مسلمانان يو او دين مو اسلام دی ليکن له واقعي له اسلام نه خبر نه يو ځکه چي متمدن نه يو او تمدن يواځي د علم ا معرفت له زدکړي لاس ته راوړاي کيږي. له علم او معرفت نه مي اسلامي، فني، ټولنيز او تبعي علومو مقصد ده.
    دخلقيانو اوپرچميانو له راتګه سره د افغانستان دښمنانودين يوه سياسي اسلحه ورکرځوله ويل کيدل به چي اسلام ته خترده او دجهاد ناري پورته شوي چي تر ننه پوري دا اسلحه چليږي او په دبانه باندي تاليبي پردی ناستي زورواکي په افغانانو حکومت کوي چي د دين او تمندن دواټن پراخوولوته ډول وهي چي قدرت يي اوږد شي. افغانان هيڅ د تمدن او مدرنيزم پر ضد نه وو او نه دي، مدرنينيزم او تمدن د افغاني دود په اسلامي چوکاټ کي د افغانانو حقده چي درسيدو لپاره يي يواځي اويواځي دعلم او معرفت لاره هوارول او دا حق نر او ښځو ته ورکول.

    • سلامونه او مننه لوګى وروره

      يقيناً موږ د سياسي او د شخصي ګټو لپاره د ارزښتونو او مقدساتو نومونه وکارول او دين ته مو زيانونه واړول ارزښتونه مو له منځه يووړل او اوس مو حال له ماضي چخه بدتر دى. ما ماديت او معنويت يا هم دين او تمدن ترمنځ د انډول د نشتون خبره کړې خو ځينې دوستان له لیکنو څخه د مفهوم له اخيستو پرته خبره عمداً د عقدو او يا هم د لاعلمي له بلې خواته وړي. زه ستا خبره منم چې معاصر تمدن زموږ د دين په چوکاټ کې د پرمختګونو لاره ده. البته موږ هغه خلک يو چې نه مو په خپله زده دي او نه هم له نورو څخه د مشورو اخيستلو او يا هم زړه کړو کولو ته اړتیا محسوسوو.
      مننه

  5. ښاغلی لوګی خان د فِلم کیسه له نیمائی څخه پیل کړیده چی البته دا کار به د کیسی اوریدونکی ګنس او ګیچ کړی او اصلی آخذه او فهم به تر لاسه نکړای سی.
    زموږ سل کلن وروستی تاریخ یو افعی نادِره مار ته ورته دی چی ډیر سرونه او ډیری ژبی او ډیری سترګی لری.
    دا به د ځان او نورو تیر ایستنه وی چی مثلاً د کیسی او سناریو هغه برخه قیچی کړو کومه چی د کیسی د وروسته برخی سره مستقیمه رابطه لری ( لوګی خان غواړی ثابته ! کړی چی د ثور تر اوومی وروسته په جبری توګه د ښارونو د بازارونو د دوکانونو دروازی په سور رنګ رنګول د تمدن ! یوه نه بیلیدونکی برخه وه ).
    تاریخی او مردمی قضاوت آسانه کار نه دی او نه هم د احساساتو او شخصی علائقو او سلائقو او عقائدو په رُڼا کی د اِعمال وړ دی.

  6. په ګوتو مو برکت شه، قدرمن استاذ وحید صاحب،
    ډیره دقیقه لیکنه ده، ګڼ واقعیتونه مو منعکس کړیدي.
    هر څوک یي چي د ځان پوه کولو او پند اخیستلو په نېت ولولي، هتما به ډیر څه تري زده کړي.
    داسي لیکوالان دي الله ج ډیر کړي او تاته دي الله ج مزید توفیق درکړي.

    • سلامونه او نړۍ مننه جناب سباوون صاحب محترمه. بښنه غواړم چې کمنټ ته له ډير وخت وروسته ځواب درکړ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب