دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Home+راشدخان د امریکا له لیګه تر نړیوالې درجه بندۍ

راشدخان د امریکا له لیګه تر نړیوالې درجه بندۍ

تاند- د افغانستان د کرکټ ستوری راشد خان چې په شل اوره سیالیو کې د نړۍ لومړی درجه باولر ګڼل کېږي، د کرذکټ د نړیوالې شورا په تازه فهرست کې د پنځوس اوره سیالیو په چوکاټ کې څلورم غوره لوبغاړی وپېژندل شو.

له بلې خوا ټاکل شوې ده چې راشد خان په لومړي وار د امریکا د کرکټ په غوره لیګ کې ولوبیږي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د سوداګري کرکټ لیګ د رسمي ویبپاڼې پر اساس، د هغې مسابقې، چې د افغانستان د کرکټ نامتو لوبغاړی راشد خان پکې لوبیږي، ټکټونه مخکې تر مخکې پلورل شوي دي.

ټاکل شوې ده چې راشد خان د افغانستان او بنګله دېش له دوو شل اوره سیالیو وروسته امریکا ته لاړ شي او په لومړي ځل د امریکا د کرکټ په تجارتي لیګ کې ولوبیږي.

راشدخان، ممبۍ انډینز نیویارک ټیم ته لوبیږي او لومړۍ مسابقه به یې په شمالي کارولینا کې د روانې جولای میاشتې په ۲۳ نېټه له واشنګټن فریډم لوبډلې سره وي.

په دې لیګ کې، چې  مېجر لیګ نومېږي او پرون پنجشنبې پیل شو، شپږ لوبډلې ګډون لري.

د کرکټ نړیوالې شورا له لوري له وروستۍ درجه بندۍ سره سم، راشد خان په یو ورځنیو سیالیو کې د نړۍ په کچه له اووم څخه څلورم او مجيب له اتم څخه شپږم مقام ته مخکې تګ کړی دی.

په توپ وهوونکو کې بيا ابراهيم ځدراڼ شپاړسم ځای لري، خو نبي عيسی خېل ذ لس غوره توپ اچوونکو له لېست څخه وتلی او يوولسم مقام ته ښکته شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب