کله چې د ادبیاتو د لومړي ټولګي محصل شوم، نږدې خپلوانو او ملګرو به راته ویل چې دا پوهنځی پرېږده، چندان پوهنځی نه دی، ماديات نه لري، لاړې معلم شوې، دا دې خپل انتخاب و؟ ژوند دې پرې مه خرابوه بل پوهنځی ولوله…
همداسې ډیرې نورې خبرې مې اورېدې او ډېر سخت به ناهیلی شوم. کله به مې چې له ادبیاتو فارغ کسان لیدل، چې اوس هم بېکاره دي او څوک دنده نه ورکوي، نو شک مې په یقین بدلېده. جالبه راته دا وه چې له ادبیاتو فارغ کسانو به ویل چې بد مو کړي څلور کاله مو دا پوهنځی لوستې، له موږ کور نظم او نثر یا خیالې کیسې نه، بلکې ډوډۍ غواړي. د دا ډول کیسو په اورېدو دومره ناهیلی شوم، چې چا به راته وویل کوم پوهنځی لولې، ما به سر ټيټ واچاوه او د اقتصاد یا طب نوم به مې یاد کړ، خو ادبیات مې له خولې غورځېدلي وو. زړه نا زړه مې څلورکاله ادبیات د استادانو او کورنۍ په هڅونې له سختې فکري مجادلې سره ولوستل. کله چې فارغ شوم، ومې لیدل تر ډېره خلک ملامت نه ول، بلکې ملامتیا په دولت او نورو خصوصي ادارو او خلکو کې وه. دوی په دولتي ادارو کې ادیبانو ته پنځم بستونه ورکوي، چې د یوه اجیر ځای وي. خصوصي ادارې او خلک تر ډېرې پرې وړیا ژباړې کوي او د هغوی مادي حق تر لس سلنې هم نه ورکوي. دا خلک یې په لیکنو، ژباړو او کتابونو ځانونه پر علم سمبالوي، غونډو ته یې غواړي، شعرونه پرې وايي، لیکل پرې کوي، ژباړې ورته لېږي خو هېڅکله یې د ډوډۍ او حال پوښتنه کړې نه ده.
د یوه هېواد علمي او معلوماتي بنسټ په ادبیاتو ولاړ وي. کتابونه لیکل، ژباړې او شعرونه پنځول کومه وړه خبره نه ده، بلکې وخت، صبر، فکر، پراخه سینه او مطالعه غواړي. یو لیکوال چې کله څه لیکي، ټولو ادبي اصولو او نزاکتونو ته پام کوي. ادیبانو او ژورنالیستانو تر ټولو سخت کارونه کړي، شپه او ورځ بوخت وي د ټولنې لپاره لیکل کوي، غونډې جوړوي، له نورو ژبو ورته کتابونه را ژباړي، تر څو همدا خلک په خپله مورنۍ ژبه د طب، کیمیا، اقتصاد، حقوق، فزیک او ژورنالېزم زده کړې وکړي، په پراخه پیمانه کتابونه ولولي او خپلې اړتیاوې حل کړي. نن سبا په هره اداره کې د ملي ادبیاتو مسلکي غړو ته اړتیا ده، چې بدبختانه کارونه یې نامسلکي وګړي په دې بهانه مخکې وړي، چې یوازې لیکل دي، موږ ټول یې کولای شوو.
د ادبیاتو له مسلک سره روانه بې عدالتي نه هېرېدونکې ده، چې پيل یې نوي کاله وړاندې شوی، له هغه وخته تر دې دمه ادیبانو باندې کار کېږي خو مادیات او د ژوند نورې اړتیاوې یې په نظر کې نه نیول کېږي. ژبه د یوه قوم هویت دی، د ژبې لیکني اثار او پرمختګ د یوه قوم ټولنیز شعور معرفي کوي. نن سبا تاسو د نړۍ ټول خلک وینئ، چې انګلیسې ژبه مهمه بولي او پر زده کړه یې ډېرې پيسې مصرفوي. ژبه یوازې د پوهولو او راپوهو وسیله ده، خو کله مو فکر کړی انګلیسي، عربي، الماني، فرانسوي او ځینو نورو ژبو ولې چټک پرمختګ کړی؟.
پرمختګ د ژبې په اثارو او معلوماتو کې دی، کله چې یوه ژبه غني وي، وګړي یې په لوست سم روزل کېږي او نوښت ته مخه کوي. که موږ ته د مکتب کتابونه نه و لیکل شوي ایا موږ به د خپلې ژبې لیکدود زده کړی و؟. که تاسو په پوهنتونونو کې خپلې مورنۍ ژبه باندې زده کړې نه وي کړي، یا د نورو ژبو اثارو لوستلو باندې مجبور شوي یاست، څومره ستړیا به حس کړې وي؟. ادبیات یوازې نثر، نظم، کتاب، ژباړه، عریضه او ویاندويي کول نه دي، ادبیات له ادارو او د ژوند له هرې برخې سره تړلې پراخه ساحه رانغاړي. د ژوند هره برخه باید ادبیات واضح کړي، د یوې موضوع په اړه باید بشپړ علمي معلومات پکې خوندي وي. د ژبو ادبیات باید دین، کلتور، ټیکنالوجۍ، تولید او سیاست ته داخل شي. د ادبیاتو په اړه نور نامسلکي وګړي، ډېر ناسم تصویر لري او دا تصویر یې هم له تا ویلي ما ویلي څخه اخیستی دی، که تاسو ته طب علم ښکاري نو ډاکټر څه کوي، کله چې زخمي شې، ټپ دې معلوم وي، وسایل او روغتون، امبولانس چمتو وي، دواوې نومونه لري، پټې پرې لګوي، او له یو څو ورځو وروسته رغېږې. که انجینیر وي، د کور او ډیزاین ټول واحدونه معلوم وي، یوه نقشه ده، بر اورد یې کوي او جوړوي یې. که حقوق وي، ټولې مادې، قانون او هر څه پکې روښانه وي، له مخې یې کړنې ترسره کېږي. که اقتصاد وي، چوکاټونه تیار جوړ وي، یوازې محاسبه او براورد یې کوي، خو که ادبیات لولئ، نو خبره د انسان فکر جوړونې ته ځي او د فکر چرګ یا چټلیات ویستل د محاسبې، ډیزاین، دوا یا پټۍ کار نه دی. ادبیات ثابت نه دي، په هره دوره کې خوځښت او نوښت لري. هر علم د اړتیا له مخې رامنځته شوی، تر څو د انسانانو ګډ ارزښتونه وپالي، سکون ورکړي او له ستونزو یې وساتي.
د ادبیاتو د پنځوونکو سره یو لوی ظلم د وړ کسانو نه پېژندل دي، انډېوالي، واسطې او غلطو شخصیتونو د ادبیاتو نوم بد کړ، تاسو به نن سبا ډېر داسې کسان وینئ، چې عمر به یې دېرشو کلونو ته نه رسېږي، خو پنځوس، سل یا یونیم سل کتابونه یې لیکلي یا ژباړلي وي، هممهاله دنده به هم لري او پر کوم تجارت به هم بوخت وي. څه فکر کوئ ایا لیکل یا ژباړل دومره اسانه دي؟. تجارتي لیکوالانو په کاپي پېسټ یا ګوګل ټرانسلېټ ژباړو د نورو ټولو لیکوالانو په سترګو کې خاورې وشیندلې او خپلې پیسې ټولوي. دوی به پر نورو ژبو « انګلیسي، عربي…» پنځه دقیقې مرکه نشي کولی،خو د کتابونو ژباړې به یې پيوسته له چاپ راوځي. بل لوری درباري شاعران د ولس په ژبه یو څو کلمې سره یو ځای کړي، یا مرکې وکړي د تلوېزیونونو، راډیوګانو او غونډو وار ورته نه رسېږي. دوی هر کس ادیب کېدی نشي، په زور یو څوک دومره مه را لوړوئ چې سبا د ادبیاتو پر اوږو راوخېژي او په لویو لیکوالانو مو نیوکې کوي.
د ادبیاتو لارویان ناهیلي، بې وسه او بې کسه دي. د ادبیانو زیار نه شمېرل، ټيت نظر ورته کول، له دندو یې لرې ساتل او مسلک ته یې توهین پر ملي فکر داغ دی. که د ملي ادبیاتو تاریخ ولولئ، تاسو به پوه شئ، چې لیکوالانو څومره بدې ورځې لیدلي، له تهدیدونو سره مخ شوي، له مادي امکاناتو بې برخې شوي، بندخونو ته وړل شوي، وژل شوي، مهاجر شوي او په ډېرې ناچارۍ کې یې ساه ورکړې.
د ادبیاتو لارویانو ته بویه، چې له خپل مسلک او مسلکیانو دفاع وکړي، مرسته ورسره وکړي، انجمنونه ورته جوړ کړي، سره تړلي اوسي، خپل دریځ ته ملایم اوسي، شفافیت رامنځته کړي، هر څه د وړتیا په اساس سره ووېشي، بنسټونه جوړ کړي، ټول یو بل سره په غېږ کې ونیسي او د بدلون لپاره ګډه مبارزه وکړي.