Homeخبرونهطالبان: د افغانستان انټرنیشنل تلویزون جعلي راپور جوړونکی مو نیولی

طالبان: د افغانستان انټرنیشنل تلویزون جعلي راپور جوړونکی مو نیولی

تاند: ( جمعه، د سرطان ۲۳ مه)  د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د یوې ویدیو په خپرولو سره ویلي، چې د «افغانستان انټرنیشنل» ټلویزیوني شبکې یو غړی یې د منفي تبلیغاتو او جعلي راپورونو د چمتو کولو په تور نیولی.

په دې ویډیو کې تورن کس منلې، چې د افغانستان انټرنیشنل تلویزون لپاره یې جعلي راپورونه جوړول او د طالبانو خلاف یې تبلیغات ترلاسه کول.

یاد شوي تلویزون د طالبانو د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

دغه تلویزون له لندن څخه خپرونې کوي، چې تر ډېره د طالبانو د رژیم ضد ګڼل کیږي او وخت په وخت د افغانانو ترمنځ په قومي او نورو تبعیضاتو خپرولو هم تورنیږي.

له دې سره، د طالبانو پر رژیم او ورته ویډیوګانو یې هم نیوکې موجودې دي.

د دوی منتقدان باور لري، چې طالبان د بیان ازادۍ سخت خلاف دي او د ورته ویډیوګانو د جوړولو او تورنو کسانو د اعتراف اخیستو لپاره له فشار څخه هم استفاده کوي.

طالبانو نه دي ویلي، چې نیولي تورن کس سره به څه چلند کوي او برخلیک به یې څه وی؟

د دوی په زندانونو کې د یو شمېر بندیانو خپلوان شکایت لري، چې د خپلو عزیزانو په برخلیک او ورسره د کیدونکي چلند پر اساس نه پوهیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...