دوشنبه, مې 20, 2024
Home+د کاوون په شعرونو کې نوښت

د کاوون په شعرونو کې نوښت

دویمه برخه

پوهندوی دوکتور سید اصغر هاشمي

کاوون او انسان دوستي

شاعري د هر چا کار نه دی، شاعر ډېر حساس انسان وي، په داخلي نړۍ کې یې درد، د نړۍ د انسانانو په اړه فکر، د هېواد د انسانانو خیر ښېګڼه غوښتل، تعصب نه کول، مذهبي تضاد په پام کې نه نیول او په ټوله کې ښه شاعر ښه انسان وي او د یوې ښې نړۍ لید خاوند وي.

د کاوون په شعرونو کې داسې شعرونه نشته چې په هغه کې د یو قوم او ژبې خلکو ته په نورو غوره والی ورکړل شوی وي، د یو مذهب خلک ستایل شوي وي او د بل مذهب غندل شوي وي، تور ته په سپین او سپین ته په تور غوره والی ورکړل شوی نه دی، د یو ځای خلک غوره او د بل ځای خلک بد ښودل شوي نه دي. ما یو ډېر ښه شاعر ولوسته، یو ښه شاعر مو د کار لپاره غوره کړ، د یو لوی انسان او شاعر شعرونه مو ټولنې ته وړاندې کړل. زه یې په جرأت سره وایم چې کاوون خورا ښه شاعر دی.

د شاعر شعرونه د انساني همدردۍ او انسان دوستۍ په اړه ډېرې خبرې لري، چې په راتلونکي کې نورو څېړونکو ته لارښوونه کوم چې د کاوون په شعرونو کې په انسان دوستۍ علمي څېړنې تر سره کړي. په شعرونو کې یې د انسان دوستۍ خبرې له بېلابېلو زاویو څېړنې ته اړتیا لري.

ستا انسان

ستا زوريدلی انسان

دا زيار ایستونکی، رنځيدلی دردیدلی انسان

دا د شاهانو اميرانو د ستم له لاسه

را پرزيدلی انسان

په خپلو وينو کې سور شوی لمبیدلی انسان

دا زوريدلی انسان

ماته له هر څه ګران دی

***

دا هم انسانه ده د نورو غوندې

دا ربړيدلې او دردمنه ښځه

***

زه له انسان سره د مينې په تور

د خپلو وينو ډنډ کې ولمبیدم

***

زه هم انسان یم، مینه پېژنمه

او زړه مې هم له غوښو جوړ دی، د ډبرو نه دی

خو لا تر اوسه مې خندلي نه دي

او پسـرلی مې په رڼو سترګو لیدلی نه دی

***

راځئ چې د ټوپک ژبه د تل له پاره پرې کړو

راځئ چې په رښتیا سره ملګري د انسان شو

***

يه د انسان دښمنه!

توپک دې واچوه پر ځمکه باندې

د ژوندانه غوټۍ په اور مه وله

پرېږده چې پاکه شي هوا له دوده (توفاني، ۱۳۷۰، ۵۰، ۵۵، ۵۸)

په فیوډالي نظامونو کې په غریبو ډېر ظلم کېږي او انساني همدردي پکې لږه وي. شاعر په دې فکر کې دی چې کارګرې طبقې ته فکر وکړي چې خپل حق وغواړي او کار وکړي او همدارنګه سرمایه داره پرې رحم وکړي. په شعرونو کې یې یوه لویه برخه د ښځو د حقونو په اړه غږ پورته کول دي. ښځو ته یې حق غواړي او باید ورکړل شي. په هغو ټولنو کې چې جنګ، سیاسي ستونزې او په لسګونو داسې نور مشکلات وي، هلته د انسان دوستۍ فکر لږ وي، نو ځکه شاعر د جنګ غندنه کوي او د جنګ کوونکو دواړو خواوو ته وايي چې ټوپک کېږدي او سوله وکړي.

کاوون او خودي

د کاوون په شعرونو کې خودي/ خودشناسي د ارواپوهنې او اسلام له اړخه خبرې لري. د دې دواړو خواوو تر منځ توپیر کول اړین دي. د اسلام له اړخه خودي د ځان په اړه فکر کول، د ځان پېژندل، په ځان کې فکر کول، په ځان څېړنه کول او د خود کشفول دي. په دې برخه کې انسان د ځان پېژندنې په وسیله د ځان په اړه فکر کوي او هغه استعدادونه چې په خود کې شته، کشفوي. په فارسي/ دري ادبیاتو او په اسلامي تصوف کې خودي تر ډېره حده متعارف مفهوم دی. منصور چې د خودۍ خبره کوي وايي: اناالحق، سنايي یې ځان غوښتنې او خود پرستۍ ته وايي، مولانا وايي: «انچه اندر وهم نیاید ان شوم». د کاوون په شعرونو کې خودي«من عرفه نفسه فقد عرفه ربه» مفهوم لیدل کېږي او په همدې وخت کې د ارواپوهنې له اړخه نظریه هم وړاندې کوي. علي کرم الله وجه وايي«له ټولو خورا ښه پېژندنه د نفس پېژندل دي.» د شاعر په شعرونو کې د دوو خواوو له مخې د خودي بحث د یادونې وړ دی. د نفس جګړه د ارواپوهنې له اړخه څېړنې ته اړتیا لري. له نفس سره مجادله د لاشعور او ټولنیز لاشعور سره اړیکه لري. وايي:

ځان مې لټوه جانان مې ومونده

ورک شومه له ځانه ځان مې ومونده

لاړم د تقوا غونډۍ ته وختم

ورک مې کړ یقین، ګمان مې ومونده (توفاني، ۱۳۶۲، ۱۱)

شاعر په ځان کې جانان پیدا کوي، په ځان کې د یار پیدا کول لټول غواړي، د هستۍ کمال همدا دی چې د انسان هره عضوه په توازن او برابر ډول پیدا شوې ده. (ورک شومه له ځانه ځان مې ومونده) په بیت کې د شاعر فکر او نظر د دویم ژوند او معنوي زېږېدنې له نظريې سره تړاو لري.

په تصوف، عرفان، خدای پېژندنې او فلسفه کې د انسان په دوه ګونو خواوو بحثونه کېږي چې دغه دوه خواوې د انسان له ظاهري او باطني جوړښت او رغښت څخه عبارت دی. ډېر اديان، پوهان او فرهنګونه د انسان د دننني جوړښت یادونه کوي چې کله کله دغه بحث زړه او اروا سره تړاو پیدا کوي. که ابن عربي په باطنیت او دننني ځواک ټینګار کوي، افلاطون هم ورته نظر لري او انسان د لوړتیا پوړۍ ته د رسېدو لپاره د دننني نظام یادونه کوي. د کامل انسان او په انګریزي ادبیاتو کې د سوپر مین ځانګړنې په انساني ښو ځانګړنو کې دي چې د انسان د دنننۍ نړۍ سره تړاو لري.

د معنوي زېږېدنې نظریه د انسان له دننه سره اړه لري، په دننني نظام کې بدلون راځي او انسان یو نوی ژوند پیلوي.

د عارفانو له لیده انسان درې ډوله ژوند لري، درې ډوله مرګ لري او له درې ډوله قیامت سره مخامخېږي. د درې ډوله ژوند په برخه کې یو طبیعي ژوند دی، دې ته ذاتي ژوند هم وايي چې د نړۍ انسانانو ته ورکول کېږي، په دې برخه کې انسانان سره یو شان دي، خو په کسبي ډول انسان کولای شي چې خپل برخلیک وټاکي او خپله اړیکه له خالق سره جوړه کړي، دې ډول پیدا کېدلو ته جسمي پیدايښت وايي چې د مور او پلار لخوا تر سره کېږي او د کرموزومونو د یو ځایوالي په وسیله تر سره کېږي. په دې پیدايښت کې د نارینه وو او ښځینه وو جنسیت ټاکلو دنده د پلار ده او دا امتیاز خالق تعالی انسان «نارینه» ته ورکړی دی. له دې پیدا کېدلو څخه سربېره بل ډول پیدايښت ته معنوي او غیر ارادي زېږون وايي. په دې ډول پیدايښت کې منکرات او ناسم کارونه پرېښودل کېږي او درېیم ژوندون له جسماني مرګ څخه وروسته په بلې نړۍ «اخرت» کې تلپاتې ژوند دی. یو طبیعي او غیر ارادي مرګ دی چې د خالق تعالی لخوا انسان ته په تقدیر کې مقرر شوی وي. دویم مرګ د منکراتو او له ناسمو کارونو پرېښودلو سره پیلېږي چې دا هم د الله پاک لخوا په لوح محفوظ کې لیکل شوی وي. له نفس سره مبارزه، د شهواني او غیر انساني کارونو پرېښودل دي. دې ډول مړینې ته اختیاري مړینه وايي.

د غیر ارادي او ذاتي مرګ په برخه کې د دې یادونه اړینه ده چې انسان په دغه برخه کې بې اختیاره دی، خو د اختیار سلبېدل یې د انسان په ګټه دی او په ازل کې ده ته د هر شي لیکل یې په ګټه دي. د انسان جنسیت ټاکل له پیدایښت څخه وروسته یو غیر ارادي کار دی، دوی ته غذا رسېدل د دوی په خوښه نه وي، په دوی چې کومې خوښي او خپګانونه تېرېږي، د دوی په لاس کې نه دي، د دوی پیدا کېدل غیر ارادي دي، د کروموزومونو دنده د دوی په خوښه نه ده، ژینونه د دوی په خوښه کار نه کوي؛ یعنې «ډي این ای» د بل چا په لاس کې دي. په حقیقت کې جسمي زېږون د معنوي زېږون لپاره وي. که چېرې یو انسان دویم زېږون ونه کړي، نو جسمي پیدايښت به یې تر پوښتنې لاندې وي. که انسان پیدا شي او ځانګړنې یې د انسان نه وي او انساني ستونزې ولري، نو له دې څخه څرګندېږي چې پیدايښت یې کومه مانا نه لري.

(د عیسی علیه السلام په ویناوو کې راغلي دي، مفهوم دی: د اسمانونو ملکوت ته لاره نشـي موندلی، څوک چې دوه ځلې ونه زېږي. د دې موخې څرګندونه په اسماني کتاب (انجیل) کې راغلی دی: (یوه شپه یو له سترو روحانیونو څخه د وینا او اوریدنې لپاره عیسی علیه السلام ته راغی، نوم یې نیقودیموس او د فریسـي له ډلې څخه و. عیسی علیه السلام وویل: که چېرې نوې زېږېدنه پیدا نه کړې، هېڅکله هم نشې کولی چې د خدای تعالی له برکتونو څخه برخمن شې. څه چې وایم ټول حقیقت دي. نیقودیموس په هېښتیا سره وویل: نوې زېږېدنه؟!

له دې څخه دې موخه څه ده؟ زما په شان سپین ږېرې څنګه کولی شي چې د خپلې مور ګېډې ته لاړ شي او بیا وزېږي؟ عیسی علیه السلام ځواب ورکړ: څه چې وایم حقیقت دي. که چېرې یو کس په جسمي ډول له خپلې مور او په اروايي ډول د خالق تعالی له اروا څخه پیدایښت تر لاسه نه کړي، نه شي کولی چې د خدای جل جلاله د سلطنت له برکتونو څخه برخمن شي. فزیکي او جسمي ژوند فزیکي انسان تولیدوي، خو معنوي ژوند د خالق تعالی لخوا له اسمان څخه ورکول کېږي، نو په دې کې د هېښتیا (حیرانتیا) خبره نشته چې ومې ویل، نو نوی زېږون تر لاسه کړه.) (هاشمي، ۱۴۰۱، ۵۶)

(د عمر په اړه له یو عالم څخه پوښتنه کېږي:

ـ څو کلن یې؟

ـ ویې ویل: څلور کلن یم.

ـ دا څنګه کېدلی شي؟ ویې ویل: اویا کاله کېږي چې د دونیا په حجاب کې یم؛ یعنې له دونیا سره اړیکه لرم او دنیوي انسان یم. د اخرت په اړه بې پروا وم، خو څلور کاله کېږي، چې هغه وینم، نو ځکه زما اصلي عمر همدا «څلور» کاله دی.) (هاشمي، ۱۴۰۱، ۵۶)

د کاوون په شعرونو کې ډېر داسې بیتونه شته چې د خودي/ ځان پېژندنې له اړخه خبرې د اسلام له خواو خبرو ته اړتیا لري.

کاوون او عشق

(د غرونو او سیندونو سرودونه) اثر کې د مجازي او حقیقي عشق بېلګې شته. دلته د کاوون عشق فردي نه دی، انساني دی. سرښندنه او قرباني ده. له انسان سره عشق دی. د ټولو انسانانو لپاره، د تور او سپین لپاره بې تفاوتي نه ده، د تُرک، تاجک او د داسې نورو تر منځ تعصب او تبعیض نه دی، د کافر او مسلمان برابري ده. تصوفي عشق د ټولو انسانانو د زړونو یو ځای کول او پیوندول دي. د انسان له برخلیک سره مینه ده. د تصوف عشق لوړو پوړیو ته رسېږي چې د نړۍ انسانانو ته تلپاتې ژوند غواړي. عشق لویه مرتبه لري، د عشق او مینې ځای زړه دی، له همدې امله زړه لوړ مقام لري او د عشق ارزښت په همدې کې دی چې ځای یې په زړه کې دی او د زړه کمال او جمال دا دی چې عشق پاللی شي.

مینه د انسان له اړینو ځانګړنو څخه ده، په قرآن کریم کې د مینې لپاره (حُب)، په ادبیاتو او اسلامي عرفان کې د (عشق) مانا کاریدلې ده. کله چې په انسان کې دا ځانګړنه پیدا شي، په انسان کې جوش او جذبه پيدا کېږي. الله تعالی په قرآن کریم کې په خپلې مینې او مهربانۍ ټینګار کوي، خپل ځان ته رب العالمین وايي، رحمان او مهربان وایي. ډېر سورتونه د الله تعالی په مینې پيلېږي. الله تعالی څلویښت مرتبې له بندګانو سره د مینې یادونه کړې ده او د محبت کلمه د اسم او فعل په ډول ۷۴ ځلې کاریدلې ده. عشق له خلکو څخه نه زده کېږي، بلکې د الله تعالی له بخښنو او ډالیو څخه دي، یا ځینې لیکي چې عشق د اروا یوه ستاینه او منصب دی. شاعر وايي:

د رازونو جهان

له خپله ځانه وتښتېدم، سیوری د جانان شوم
په تا کې مې ځان ولیده، خپل ځان ته مې حیران شوم
ځنځير مې خپلې غاړې ته د سر په بیه واخېست
خپل ځان مې زنداني کړ او خپل ته ځان مې زندان شوم
عاشق د الوتو شوم د اسمان تر پولو ولاړم
بیا تا پسې راکښته شومه څاڅکې د باران شوم
په مخ کې دې ولاړ یمه خو سر مې نه ټيټېږي
همدا توره مې وکړه چې لایق د امتحان شوم
ټوټې ټوټې را پرېوتمه ستا په کنډوالو کې
را شین شومه له ځمکې ستا په ورانو کې ودان شوم
نه اور وم، نه اوبه ومه، نه باد ومه، نه خاوره
چې تا ته مخامخ شوم، د رازونو یو جهان شوم
چمن مې تا ته پرېښوده، ما خپله کړله شاړه
له باغه دې را ووتم، غاټول د بیابان شوم
له ما نه وروسته راغلې، خو زما ځنې ړومبی شوې
ته وختلې پورته، خو زه پاتې شوم انسان شوم

(توفاني، ۱۳۶۲، ۸۰)

د تصوف د علم له مخې حسونو او عقل څخه برسېره عشق هم د پوهې تر لاسه کولو یوه لاره ده چې سم او حقیقي پوهه د عشق په وسیله تر لاسه کېږي. د حسونو تر لاسه کېدل او علمي چارې د عقل په وسیله تر لاسه کېږي، په همدغې ډول د عقل پوره کېدل او لارښوونې عشق کوي. که چیرې له عقل سره عشق ملګری نه وي، عقل له ستونزو سره مخ کېږي، نو ځکه عقل باید د ځان د بشپړولو لپاره د حقیقت په پلټلو کې عشق د ځان ملګری کړي. حقیقي عشق (له خالق تعالی سره مینه) او مجازي عشق (له انسانو سره مینه) ده. د خدای او انسان اړیکې نژدې دي، نو ځکه د الله تعالی حقونه او د انسانانو حقونو یو په بل کې ننوتي (تداخل) لري او یو له بل سره نژدې اړیکې لري. که یو انسان له خالق سره مینه ولري، کټ مټ له مخلوق سره مینه کوي، ځکه چې خالق تعالی ویلي دي چې له مخلوقاتو او تخلیق شوو شیانو سره دوستي او خواخوږي په کار ده. عشق یو سوز او ساز دی چې د انسان په داخلي جذباتو کې پیدا کېږي او د عشق په وسیله د انسان او الله اړیکې جوړېږي. په حقیقي عشق کې مینه له خالق سره وي، د خالق اوامر مني او د انسان پالنې مینه ور سره پیدا کېږي.

د کاوون په شعرونو کې د طبیعت څرکونه

کاوون په خپلو شعرونو کې طبیعت او کایناتو ته ژبه ورکوي، خبرې ورسره کوي، په خبرو یې راوړي او حقیقتونه پرې وايي. شاعر د حواسو په وسیله له بهرنۍ نړۍ څخه ډېر شیان اخلي او له داخلي تاثراتو سره یې ګډوي او د هنر او شعر په ژبه یې وړاندې کوي. شاعر د طبیعت له هر توکي سره د زړه خبرې کوي او د خپلو خلکو او انسانانو ستونزې ور سره شریکوي. ځینې انسانان د مشاهدې پیاوړی قوت لري. کله چې دغه قوت تر لاسه شي، شاعر کولای شي له طبیعت سره خبرې وکړي. د کایناتو له توکو سره اړیکه نیول په حقیقت کې کاینات تسخیرول دي. له کایناتو سره اړیکه نیول د مشاهدې په وسیله تر سره کېږي. پر مشاهده کوونکي داسې وخت هم راځي چې تېږې، ګلان، واښه، څاروي، الوتونکي، هوا، اوبه او په کایناتو کې شته هر یو شی ورسره خبرې کوي، خپل هر څه ورته سپړي او مخې ته یې ږدي. کله چې نفس سم او پاک وي، نو دا وړ موجودات ترې هېڅ پرده نه کوي، بلکې خپل ټول حقیقتونه او رازونه ورته مخې ته ږدي چې د ډېر ستر قسمت او نصیب خبره ده. که تاسې غواړئ چې هغه څه ووینئ، کوم چې نور خلک یې نشـي لیدلای، نو د دې کار لپاره پکار ده چې خپل دید او نظر لوړ کړئ. د درک ځواک پیاوړی کړئ. دا هغه د درک او لیدلو ځواک نه دی، د څه شي په وسیله چې موږ دې نړۍ ته ګورو، دا د سترګو د درک او لیدلو ځواک نه دی، دې ته د زړه د درک او لیدلو ځواک په کار دی. د زړه سترګې د علم په لیدلو سره ګوري او پر دې مسألې رېښتینې پوهان ښه پوهېږي. کله چې د زړه سترګو ته د علم په مرسته لیدل او درک ورکړل شي، نو د انسان په نفس او ذهن کې ستر بدلون را منځته کېږي. په ذهن کې ډېر بدلونونه پیدا کېږي. دا کټ مټ داسې وي، لکه له موره پیدا شوی ړوند سړي ته چې ناڅاپه نظر او سترګې ورکړل شي. انسان ته هر څه بدل ښکاري. کله چې د زړه سترګې خلاصې شي، حسونه ورسره زر برابره چټک شي او تر لامحدود حالته لاړ شي. په دې وخت کې نفس خپلواک شي او دا خپلواکي د دې نړۍ تر ټولو ستر نعمت وي. طبیعت او کایناتو ته دغسې هنري او شعري ژبه ورکول د کاوون په شعرونو کې ډېر لیدل کېږي چې په نورو شاعرانو کې دغه خوا د کاوون د شعرونو په نسبت لږه لیدل کېږي. شاعر کله کله ځان په طبیعت کې ویني. وايي:

طبیعت څومره رنګین دی

دنیا څومره ښایسته ده

ژوندون راز دی د رازونو

د فصلونو سلسله ده

***

کله پاڼې رژېدلي

کله موج وي د ګلونو

کله ټوله دنیا خړه

کله شور وي د رنګونو

***

شپه لا که هر څومره اوږده هم شي تلپاتې نه ده

وریځه که هر څومره تیارې وي جاوداني نه وي

د ساړه ژمې یخ وهلي او سړې سیلۍ به

تل د باغونو په رګونو کې روانې نه وي

***

باران به پاڅوي له خوبه دا ډاګونو بوټي

وږمه به بیا سوو، سپېرو لښتو ته سا ورکړي

شبنم به پرېمنځي په مینه د غوټیو سترګې

لمر به د ګلو اننګیو ته ځلا ورکړي

***

بیا به ګلان پر اوربل کېږدي کلیوالې نجونې

بیا به باغونو ته ستنې شي مسافرې مرغۍ

بیا به په غرونو کې غرڅي د مشکو سا وکري

بیا به په ځالو را خورې شي مهاجرې مرغۍ

***

بیا به د ګلو په سین ولامبي شډلې دښتې

بیا به خړوب شي په شینلیو دا سپېره ډاګونه

بیا به د باغ په زړه کې وټوکي زرغونې هیلې

بیا به د تېږو ذهن ونازوي سره یادونه (توفاني، ۱۳۷۰، ۸۹، ۹۱، ۱۱۰)

کاوون، اختیار او جبر

په پښتو ژبې کې د (جبر او اختیار ډیالکټیک) د اثر په سرلیک کې جبر مخکې راغلی دی او اختیار ورپسې راغلی دی. فارسي/ دري کې هم د جبر یادونه مخکې کېږي او د اختیار یادونه وروسته کېږي، فکر کوم چې انسان بې اختیاره پیدا کېږي، نو ځکه به د جبر یادونه مخکې کېږي، خو زما په اند باید د اختیار یادونه مخکې وشي، ځکه چې انسان په ډېرو مواردو کې د اختیار خاوند دی او ان تر دې چې جبر د اختیار په وسیله تابع کېدلی شي، نو ځکه ما اختیار له جبر څخه مخکې راوړ.

د کاوون په شعرونو کې د اختیار او جبر بېلګې شته. که څېړونکي وغواړي د شاعر په دې برخه هم څېړنه تر سره کولی شي او همدارنګه د نورو شاعرانو په شعرونو کې هم دغه برخه پیدا کولای او څېړلای شو. د دین او علم له اړخه پرې بحث کولای شو، په علم کې بېلابېلې خواوې پرې خبرې لري او هر عالم او فیلسوف پرې خپل نظریات ورکوي چې د دغو علمي او فردي نظریو له مخې کولی شو چې نوي علمي کارونه تر سره کړو.

د جبر او اختیار فلسفي مفاهیم د لومړنیو خلکو له پیدا کېدو سره اړیکه لري؛ یعنې کله چې لومړنی بشـر پیدا شو، دوی ته اختیار ورکړل شوی وو، خو د دوی د اختیار درجه له عقل سره اړیکه درلوده؛ یعنې د عقلانیت لوړه پوړۍ د ښو اختیاري کارونو لپاره اړینه موضوع ده. د لومړني بشـر د عقل درجه ټیټه وه، نو له همدې امله د دوی اختیار هم د تأمل وړ دی او د دوی ازادي د پرمختللو انسانانو له ازادۍ سره یو شان نه ده، سره توپير لري. کله چې ساینس، اسلام او نور دینونونه په لومړني بشـري ځواک خبرې کوي، دوی ټول د اختیار درلودونکي وو او له جبر څخه یې خلاصون نه درلود، خو په پرمختللي ډول پرې بحثونه له میلاد څخه مخکې په یوناني، مصـري، سومري او داسې نورو مدنیتونو کې تر سره شول. زموږ لومړني پلار ادم علیه السلام ته اختیار ورکړل شوی و چې په جنت کې د غنمو دانې ونه خوري، خو بل خوا د جبر له زوره هم خلاص نه و، نو ځکه یې د غنمو دانه وخوړه، خو په اسلامي تعلیماتو کې دا خبره یقیني ده چې په اختیاري کړنو او جبري معاملاتو کې د انسان خیر دی او دا هر څه ورته په تقدیر کې ټاکل شوي دي. دغه مفاهیم په فلسفه، ارواپوهنه، ټولنپوهنه، دین، مذهب او داسې نورو برخو کې د یادونې وړ موضوع ده.

جبر ته په انګلیــسي کې (Determinism) ورته وايي. د جبر د څېړنې په برخه کې دې پایلې ته رسېږو چې جبر ډېر ډولونه لري. دا هغه فلسفي نظریه ده چې د دې له مخې هره کړنه او پېښه (پدېده) چې واقع کېږي او یا انساني رفتار او کړنې د علت (عِلَي) په ډول، د علت او معلول په ډول او یا د عمل او عکس العمل په ډول د یو زنځیر په شان له مخکې څخه تعین او ثابت شوی وي. په بل عبارت په جبري فلسفه کې د نړۍ سیستم د علت (علي) د جبر تر قانون لاندې وخت تېروي. جبر د اختیار برعکس او مقابل کې قرار لري. اختیار ته (Fatalism) وايي. د جبر یادونه په لومړنیو ادیانو کې شوې ده چې له هغې جملې د بودا دین د یادونې وړ دی. دوی وايي چې هره پدېده له بلې پدېدې سره تړاو لري. کله چې موږ هره معلوله پدېده تر بحث لاندې نیسو، نو ډېرې علتیزي پدیدې شته چې معلول یې را منځته کړی دی. یوه پدېده او عمل د بلې پدېدې او عمل په وسیله واقع کېږي؛ یعنې هره معلوله پدېده د جبر ښکار کېږي او د بهرني عکس العمل په وسیله واقع کېږي. په هندویزم کې(karma) کرما په تصوف، عرفان او انساني لارښوونې کې د یادونې وړ موضوع ده. کرما هغه انساني ښې او بدې کړنې دي چې د انسان په وسیله تر سره کېږي، د دوی په دین کې چې انسان مړ شي، روح یې ژوندی وي او جسم یې له منځه ځي، د وخت په تېرېدلو سره روح یې د ښو کړنو په پایله کې په یو ښه موجود کې او د بدو کړنو په پایله کې په بد موجود کې دویم ژوند پیلوي؛ یعنې بیا ژوندی کېږي. د کرما په وسیله د انسان برخلیک ټاکل کېږي چې په حقیت کې دا یو ډول جبري موضوع ده. په فارسي ـ دري ادبیاتو کې د مولانا مثنوي معنوي او نور اثار یې او همدارنګه په لسګونو نور عارفان داسې افکار یې په خپلو بیتونو کې وړاندې کړي دي چې په ظاهري ډول د اختیار په ضد دي، چې ډېر لوستونکي په تشویش کې کېږي چې اوس د جبر نظر سم دی او که د اختیار موضوع سمه ده. موږ د جبر تابع یو او که د اختیار له مخې کړنې سرته رسوو. د مولانا او نورو نظر داسې دی چې موږ نه د اختیار واک لرو او نه د جبر، له یوې مخې موږ د اختیار احساس کوو او نه شو کولی چې له اختیار څخه منکر شو او له بلې خوا پوهيږو چې هر څه د یو علت او یا څو علتونو په وسیله پېښېږي. د دې تضادونو د پرېښودلو لپاره اړتیا ده چې موږ باید له یو بل سره په اړیکو کې ځان مختار وګڼو او د هغې له مخې عمل وکړو. مګر په همدې حال کې د درک په عالم کې پوه اوسېږو چې نه موږ او نه نور خلک د کړنو (افعالو) کې مستقلانه عمل کولی نه شو، بلکې موږ د خالق تعالی د فرمان تابعدار یو، چې په خپل اختیار عمل تر سره کړو.

د جبریه لارویان په مطلق ډول په جبر باور لري، په مقابل کې د قدریه ډله د بشـر په ازادۍ او اختیار باور لري. د پوهانو تر منځ اختلاف شته چې مسلمانانو د اختیار په اړه نظرونه له یهودي ډلو څخه اخیستي دي او د تاریخي څېړنو ځینې پوهان دغه نظریه له مسیحي لاهوتي عقایدو څخه اخېستل شوې ګڼي او داسې هم ویل کېږي چې مسلمانانو دغه فکر له یونانیانو څخه اخېستی دی، یو بل نظر داسې دی چې د اختیار نظریه د مسلمانانو د خپلو متونو ده.

د جبر او اختیار په اړه هره ټولنه، هر تمدن، هر دین او ډېر پوهان خپل نظرونه وړاندې کوي، څوک د اختیار پلویان دي، ځینې ټولنې او انسانان د جبر پلویان دي او یوه بله ډله انسان د جبر او اختیار تر اغېزو لاندې ښيي. په تاریخي یونان کې هم دا دوه نظريې وې چې د ډېرو څېړونکو په اند دا دوه نظريې ډېرو ټولنو له یونانو څخه اخیستي دي. اپلاتون په جمهوریت کې انساني ازادي، د فکر او بیان ازادي او په داسې نورو مسایلو خبرې کوي چې په حقیقت کې دا د اختیار له مخې څېړنې ته اړتیا لري. یونانیانو د جبر نظریه له بین النهرین څخه اخیستې ده. د سومریانو د ګلګمېش حماسه د جبر او اختیار څرکونه لري. په یوناني افکارو او نظریو کې د تقدیر الهي او د جبر موضوع د لاکزیس، کلوتو او اتروپوس په نوم شته چې د انسانانو برخلیک یې ټاکه. په فلسفي ښوونځیو کې رواقي ښوونځی هم د یادونې وړ دی، دوی د جبر پلویان وو. له یوناني فلاسفه وو څخه پخوانی فیلسوف هراکلیتوس د مطلق جبر په هستۍ باور درلود، خو په همدې حال کې د یونان د مشهورو فلاسفه وو په نظر ازادي او اختیار د انسان برخلیک ټاکي او دا برخليک خپله ټاکي.

 د اګزیستانسیالیست فلسفې پلویان انسان ازاد او خودمختار ګڼي او په دې باور دي چې انسان هغه وخت حقیقي انسان دی چې د اختیار په غوراوي کې د فکر له مخې پرېکړه وکړي او اګاهانه رفتار وکړي. ازادي او اختیار د انسان ذاتي اصل دی چې په دې پوهیدل د شریعت کار نه دی. د جبر ډېر پلویان اختیار او ازادي په رسمیت پېژني، دغه ټول بحثونه، افکار او جدل یوازې او یوازې علمي خوا لري. الله تعالی انسان داسې پیدا کړی دی چې په ذاتي ډول کولی شي، د کار (فعل) کوونکی (فاعل) وي. د ارادې او اختیار صفت د نفس له ذاتي لوازماتو څخه دی. کله چې د انسان غړي کار تر سره کوي، همدا ذات او د نفس واقعیت په اسلامي چارو کې د قضا او قدر موضوع له اختیار او جبر سره اړیکه لري. که انسان د اختیار خاوند وي او یا پرې په جبر ځینې کړنې تپل کېږي. په دې برخه کې قضا او قدر په دې مانا دی چې ټولې کړنې د علیت د قانون پر بنسټ تر سره کېږي او له دې څخه انکار کول، له علیت څخه منکرېدل دي.

د ازادۍ او اختیار مفهوم ډېره پخوانۍ سابقه لري، خو په رېنسانس کې دغه مفکوره ډېره پیاوړې شوه، خو د دوی د ازادۍ تعبیر له اسلامي ازادۍ سره توپیر لري. دوی ویل چې انساني ازادي باید داسې وي چې دین انساني وي؛ دین د انسان تابع وي، خو ادیان او اسلام وايي چې انسان باید دیني وي؛ انسان د دین تابع وي. کاوون یوازې د اختیار پلوی نه دی او نه یوازې د جبر پلوی دی. په شعرونو کې یې د اختیار او جبر څرکونه شته. وايي:

قصه زما د ژوندانه، قلم يې تا سره دی
زخم زما پر سينه پروت، مرهم يې تا سره دی
زه خو تر اوسه د هستۍ په راز ونه پوهېدم
وجود يې ته را پنځوې، عدم يې تا سره دی
زه مې د وچې بنده گۍ جوغه پر سر گرځوم
د خپل کاږه قسمت غلام يم، سم يې تاسره دی
وچه بيديا ده د محشـر او زه له تندې مرمه
کوثر د تا په اجاره، زمزم يې تا سره دی
دا څه شډله بنده گي، دا څه نا پایه درواغ
جام دې زما پر شونډو ایښی، جم يې تاسره دی
زما زړگيه! د زاړه کابل غم کش حسنه
هر ځای چې اور د ستم بل شي، غم يې تا سره دی

(توفاني، ۲۰۲۱، ۳۸)

د شاعر په غوره شوي شعر کې د جبر څرک لیدل کېږي، خو دا مانا نه لري چې د جبریه نظریې پلوی دی، مخکې یادونه وشوه چې د کاوون په شعرونو کې د اختیار او جبر یادونه شته. کله چې انسان له ډېرو سترنزو سره مخامخ شي، نو کله کله له خدای سره خبرې کوي او د خپل پیدايښت او د داسې نورو خواوو په اړه ورسره خبرې کوي. کاوون خورا ښه شاعر دی، شعرونه یې د منځپانګې له مخې نوو څېړنو ته اړتیا لري او بېلابېلې نظريې پکې لیدل کېږي چې د بېلګې په ډول د ځینو موضوعاتو یادونه مو وکړه.

ماخذونه

  • پرهام، فاطمه. (۱۳۹۰). دایاسپورای حقیقی و دایاسپورای مجازی متون دورګه تألیف و ترجمه. فصلنامه مطالعات زبان و ترجمه. شماره یکم.
  • توفاني، کاوون. (۱۳۶۲). سپرغۍ. کابل. وزارت اطلاعات او کلتور
  • توفاني، کاوون. (۱۳۶۳). د تیږو په ذهن کې. کابل. ګوندي مطبعه.
  • توفاني، کاوون. (۱۳۶۶). شګې او ګلونه. کابل. دولتي مطبعه.
  • توفاني، کاوون. (۱۳۶۷). وروستۍ ټکی. کابل. د افغانستان د لیکوالو انجمن.
  • توفاني، کاوون. (۱۳۷۰). کله چې ونې مري. کابل. د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو ریاست.
  • توفاني، کاوون. (۱۳۸۱). د باد په کنډوالو کې: پېښور. دانش خپرندویه ټولنه.
  • توفاني، کاوون. (۲۰۲۱). مرثيې د چنارونو. پېښور. کتاب خپرندویه ټولنه.
  • خلیل، همېش. (۲۰۰۲ز). مرزا خان انصاري او د هغه شاعري. پېښور: یونیورسټي بک ایجنسي، مخ ۱۴.
  • سعیدی، مهدی. (۱۳۹۹). تبیین جریان شناختی ادبیات سیاسی در ایران معاصر (مطالعه موردی: داستانی سیاستی در مهاجرت). در فصلنامه علمی. شماره بیست و هفتم.
  • قربان پور، حسین و نویستګان دیګر. (۱۳۹۷). جریان شناسی ادبیات داستانی محاجرت ایران. در فصلنامه علمی. شماره چهارم و نهم.
  • کرګر، محمد اکبر کرګر. (۱۴۰۰). سیندونه او اندونه (دویم ټوک): جلال اباد. هاشمي خپرندویه ټولنه
  • کرګر، محمد اکبر. (۱۳۹۸). داستاني کلیات (د محمد اکبر کرګر په قلم): جلال اباد. هاشمي خپرندویه ټولنه.
  • مطلق، لیلا تفرشی. (۱۳۹۹). مطالعات پسا استعماری در ادبیات مهاجرت. فصلنامه تخصصی. شماره دهم.
  • موسوی، ام فروه، حسینی، مریم. (۱۳۹۹). فضای پسا استعماری در ادبیات مهاجرت افغانستان. در فصل نامه علمی. سال دهم. شماره دوم.
  • هاشمي، سید اصغر. (۱۴۰۱). ادبیات، انسان او فلسفه. جلال اباد. هاشمي خپرندویه ټولنه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب