تاند: ( جمعه، د سرطان ۲۳ مه) د ملګروملتو د ماشومانو د ملاتړ ادارې، یونسیف په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ پر زیاتیدو اندیښنه ښودلې ده.
دغه اداره وايي، د سږ کال په لومړیو پنځو میاشتو کې یې د ۲۷۳ زره خوارځواکۍ ځپلو افغان ماشومانو په درملنه کې، مرسته کړې ده.
د یونیسف د معلوماتو له مخې، یوازې په مې میاشت کې یې د نژدې ۶۰ زره په سختې خوراځواکۍ اخته ماشومانو تداوي کړې ده.
د خوړو نړیوال پروګرام د تېر جون په وروستیو کې ویلي و چې په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته کسانو شمېر ۳ میلیونو او ۲ لکو ته رسیږي او د هغو اکثریت تر ۵ کلونو کشر ماشومان دي.
اقتصادي او بشري ناورین د نورو ناروغیو ترڅنګ د خوارځواکۍ د بېساري زیاتیدو له مهمو لاملونو ګڼل کیږي.
د طالبانو چارواکي بیا ادعا لري، چې لویدیزوال د بشري ناورین په اړه تبلیغات کوي او په دې ډول افغانان له هېواده کډوالۍ ته هڅوي.
له دې سره هم مهاله، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي پرون د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې سره د لیدنې پر مهال د بشري مرستو د ښه تنظیم یادونه او په دې ډول یې د بشري ناورین موجودیت تایید کړی.