جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهپه شېرخان بندر کې د طالب او تاجک پوله ساتو ترمنځ نښته...

په شېرخان بندر کې د طالب او تاجک پوله ساتو ترمنځ نښته شوې

تاند(دوشنبه، د ثور ۲۶ مه) راپورونه وايي چې د طالب پوله ساتو او تاجکستاني پوله ساتو ترمنځ د کندوز ولایت په شېرخان بندر کې څو ساعته نښته شوې ده.

د څو سرچینو پر اساس، نښته د شنبې او یکشنبې ترمنځ په شپه کې پیل شوه او لږترلږه ۴ ساعته یې دوام وکړ.

د تاجکستان ایشیا پلیس اژانس د افغانستان انترنشنل تلویزیون په قول ویلي چې جګړه لومړی طالبانو پیل کړه. خو د افغانستان انترنشنل په اړه ویل کېږي چې بې پرې رسنۍ نه ده او عموماً یواړخیز راپورونه خپروي.

د ایشیا پلس پر اساس، په نښته کې دواړو خواوو له سپکو او درنو وسلو کار واخیست.

نښته وروسته له دې ودرول شوه چې د دوو خواوو سرحدي چارواکو په خپل منځ کې خبرې وکړې.

د روسیې سپوتنیک خبري اژانس د خپلو سرچینو په قول د طالب پوله ساتو او تاجک پوله ساتو ترمنځ نښته تایید کړې ده.

خو د افغانستان د طالبانو چارواکو او همداراز تاجکستاني چارواکو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا لومړی ځل دی چې د طالبانو او تاجکستاني ځواکونو ترمنځ په شېرخان بندر کې مخامخ نښته کېږي.

شېرخان بندر د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د سوداګري راکړې ورکړې او تګ راتګ ترټولو مهم بندر دی.

د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ مه د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته تاجکستان د طالبانو د حکومت پر جوړښت په تېره بیا په دې خاطر چې په هغه کې د تاجکانو ونډه کمه ده، توندې نیوکې وکړې.

همداراز د پنجشېر جبهې اکثره مشرانو په پنجشېر کې له ماتې وروسته تاجکستان ته پناه یووړه.

د افغانستان د پخواني هوايي ځواک لږترلږه ۱۸ الوتکې او څرخکې هم تاجکستان ته وړل شوي چې د طالبانو حکومت ته یې نه سپاري.

امریکا او تاجکستان په وروستیو ورځو کې د دغو الوتکو په اړه خبرې وکړې خو د خبرو نتیجه یې څرګنده نه شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب