جمعه, مې 17, 2024
Home+بې پرونه دنيا / ډاکترمبارک علي

بې پرونه دنيا / ډاکترمبارک علي

ژباړن: اسدالله غضنفر

  اروپايانو چې امريكا پيدا كړه دغه موندلې لويه وچه يې نوې دنيا وبلله. د نوې دنيا په كلمه كې يوۀ نوي عصر او د بشر يوۀ نوي ژوند او نوي پيل ته هم اشاره وينو.

دا لويه وچه له پخوانۍ دنيا چې له فساد، كركې، ګناه، جرم او تعصبه مالاماله وه، بېله تصور شوه. نوې دنيا ته لېږدېدلې او مهاجر شوي كسان لكه د انګلستان كاتوليك او د فرانسې پروتستانت هغه كسان وو چې په پخوانۍ دنيا كې ځورېدلي او په سپكه سترګه ورته كتل شوي وو. په دغو دوو فرقو سربېره  نورو هغو ډلو او فرقو ته هم چې په خپلو وطنونو كې نۀ زغمل كېدلې، نوې دنيا د خداى لورېينه ښكاره شوه .دوى هم د سپكاوي و بې عدالتۍ د ژغورنې په تمه په هغه لور وكوچېدلې. دغه راز ځينې داسې وګړو د امريكا مخه وكړه چې د ښۀ او سوكاله ژوند د موندلو لپاره د خطر منلو ته تيار وو. دغه ټول كسان چې د يوۀ نوي ژوند د پيلولو په نيت امريكا ته راغلي وو، ماضي ته يې په بده سترګه كتل.

دوى خپل پرون ته د مخ اړولو لېوال نۀ وو، دوى غوره بلله چې خپلې سبا ته وګوري دا ځكه چې په تېر ژوند كې د خپلو نظرياتو يا  اجتماعي حيثيت په وجه ځورول شوي وو او تېرې خاطرې يې ترخې وې.

 په نوې دنيا كې يو وخت د دوى ذهن په دې ډېر بوخت و چې له بې خونده پرونه څنګه ځانونه وژغوري او خپل نن و سبا څنګه د پرون له شره خوندي وساتي. موږ د مهاجرو دا اندېښنې او نظرونه د هغوى د سياستوالو او ليكوالو په ويناوو او ليكنو كې ليدلاى شو.

مورخ آر. ډبليو. بي ليويز ليكي چې: زموږ ملي تولد د يوۀ نوي دوران پيل دى… داسې دوران چې له ماضي مو را بېلوي او له سبا سره مو وصلوي.

نو، د نويو راغليو كسانو لويه ارزو دا وه چې ځانونه د تېرو كسانو د فكرونو له منګولو ازاد كړي.

  توماس جفرسن چې د امريكا د ولسمشر په توګه يې هم كار كړى دى، يو ځل ويلي وو چې د امريكا نن بايد له پرونه داسې بېله شي لكه امريكا چې له اروپا بېله شوې ده. موږ بايد هر نسل يو بېل ملت وګڼو او مړۀ بايد په ژونديو باندې د حكومت كولو اجازه ونۀ لري.

سوال دا دى چې نوې دنيا ته راغلي خلك ولې له پرون سره وران وو او ولې يې له دې سره دلچسپي نه لرله چې ماضي د خپل ژوند يوه برخه وګرځوي؟ د دې شي يو دليل دا و چې امريكا ته راغلي اكثره كسان د لوړو طبقو د استبدادي حكومت په لاس ځورېدلي او ځپل شوي غريب خلك وو. د دوى په ماضي كې نه ښې خاطرې وې او نۀ الهام بخښونكې پېښې. نو دوى وهڅېدل چې ماضي هيسته وغورځوي او د هغې ځاى  روښانه آيندې ته وركړي چې دوى فكر كاوۀ چې د دوى لارې څاري.

  ماضي يوازې د اشرافو او لاسبرو طبقو پكار راتله چې د اصل و نسب په اساس يې د خپل اقتدار اجازه ترلاسه كوله. اصل ونسب ممتازو طبقو ته د نصيب او رسالت احساس وركاوۀ او دغه احساس د ځان په ګټه د كمزورو طبقو استثمارولو ته وربلل. د ماضي په اړه دا رنګه تجربو تر لاس لاندې طبقې د ماضي په غليمانو بدلولې. څرنګه چې په نوې دنيا كې د خپل ژوند د ښۀ كولو يا د اجتماعي دريځ د لوړولو لپاره د پرون تصديق ته اړتيا نۀ وه نو نويو راغليو د كاميابۍ لپاره په خپل لياقت و زحمت تكيه وكړه. دلته نور په كورنۍ او اصل ونسب باندې وياړكولو ته ضرورت نۀ و. د دغو خلكو د حيثيت درجه د دوى د كار و ابتكار په ذريعه ټاكل كېدله ځكه خو دوى ته ماضي بې ګټې وه.

  ماضي مخالف احساس يو تاريخ ضد تمايل رامنځ ته كړ. هغه څۀ چې انګرېز مورخ جې. ايچ. پلمب ( ۱۹۱۱-۲۰۰۱) د اروپا په باره کې كښلي د امريكا له حال سره ښۀ سمون خوري: ماضي د كنجكاوي، د نسټلجيا، د عواطفو په موضوع بدله شوې ده. د تېر نسل په نسبت اوس د ماضي قوت د ژوند په هر اړخ كې خورا كم شوى دى. په حقيقت كې ډېرو لږو ټولنو د ماضي دومره چټكه تباهي لرلې ده.

 نو، لومړنيو امريكايانو چې پرون د ځان لپاره بې فايدې وليد خپل نوى ژوند يې په يوه سپينه دړه، بې له دې چې شاته وګوري، پيل كړ.

    له ماضي سره د ميرڅي بله وجه له اروپا سره د پرېكون تقاضا وه. څرنګه چې كابو ټول مهاجر له اروپا راغلي وو، دوى له ځانونو سره اروپايي كلچر او ارزښتونه راوړي وو او دغه شى د امريكايانو د خپل هويت په جوړولو كې لوى خنډ و. بانفوذو طبقو به خپل اولادونه اروپا ته استول چې زده كړې وكړي او باكلتوره شي. د اروپا اثر ډېر پياوړى و او د امريكا سياستوال و روشنفكران ژر پوه شول چې د خپلو اروپايي رېښو له غوڅولو پرته ورته د امريكايي ملت جوړول ډېر مشكل دي.

  همدا علتونه وو چې د امريكايي وطنپالنې د يو نوي احساس پيدا كېدو ته يې لاره پرانيستله او د يوۀ بېل امريكايي كلتور د جوړولو لپاره شعوري هڅې وشوې. په امريكا كې د مورخانو يوۀ نوي ټولي د دغه هيواد د سياسي او اجتماعي موسسو په جوړولو كې د اروپايانو له اغېزه انكار وكاوۀ.

   اف. جې. ټورنر وويل چې: د امريكا ديموكراسي د چا مفكر پيداوار نۀ ده بلكې د امريكا له ځنګلونو رابوټېدلې ده.

   ويل كېږي چې د كومو ملتونو په اوږو باندې د ماضي بار پروت نۀ وي، هغوى مخ په وړاندې ګوري او په چټكۍ سره وده كوي ځكه دوى نسبت هغو قامونو ته چې شانداره ماضي لري، په روښانه سبا پورې په اسانه زړونۀ تړي. د وياړمنې ماضي لرونكي ملتونه ممكن د پرون خوبونه وويني او نن يې په لټۍ تېر شي. دغسې ملتونه د اختراع او نوښت او د نوي څۀ د ايجاد لپاره نۀ بلكې د احيا او د پرون د راګرځېدو په اړه فكر كوي.

  د امريكا د تاريخ په لومړي پړاو كې د نوښتونو او زړو دودونو تر منځ ټكر نۀ وينو ځكه چې هلته  ورغليو خلكو جذابه ماضي نۀ لرله. دوى چې په خپل پروني ژوند پسې ګوتې نۀ مروړلې نو په سياسي او اجتماعي ژوند كې يې په ازادۍ سره نوې تجربې وكړې او خپلې موسسې يې له خپلو اړتياوو سره سمې جوړې كړې.

  خو اوس د دې بهير لورى بدل شوى دى. اوس امريكا د ماضي څښتنه ده. يوه داسې ماضي چې د دوى په ژوند يې لوى اغېز پروت دى او دوى ته خبردارى وركوي چې نوې دنيا نوره نوې نۀ ده. نوې دنيا زړېږي او بوډۍ كېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب