دوشنبه, مې 6, 2024
Home+ناروغ ته د عیادت په وخت ګلان یوسئ

ناروغ ته د عیادت په وخت ګلان یوسئ

مینه حمیدي

د امریکا د متحدو ایالتونو د راجرز پوهنتون څېړونکو په یوه څېړنه کې څرګنده کړې چې نارغ ته د ډالۍ په توګه د ګل وړل نه یوازې د ناروغ ته د خوښۍ او ارامۍ سبب کېږي بلکې د غم په وړلو کې ورسره مرسته کوي.

د دغه پوهنتون مشهور ارواپوه پروفسر”جنت هاویلنډ جونز” وايي، ناروغ ته په ګل ور وړلو کې تر ټولو په زړه پورې دا ده چې کله د ناروغ سترګې په ګل لګېږي، نو د ګل رنګ، بوی او تاندوالی د دې لامل کېږي چې هغه له نا معتدل روحي حالت څخه خپل اصلي حالت ته را وګرځي.

د څېړونکو دغه ډله وایي، ګل او په ټوله کې شنو شیانو ته کتل د ناروغ روحي حالت بدلوي او د دې لامل کېږي چې د ناروغ په شونډو موسکا خپره شي. دوی همدار راز وایي، هغه کسان چې د هغوی په شاوخوا کې شنه بوټي او ګلان ليدل کېږي ډېر کم یې پر ناروغیو اخته کېږي.

روغتیا پالان او ارواپوهان سپارښتنه کوي چې ناروغ ته د ورتلو پر وخت هرو مرو یو ګل او یا هم د ګلو یوه ګېډۍ له ځان سره ولرئ چې ناروغ یې په لیدلو د خوښۍ احساس وکړي.

ګل باید څه ډول او څه رنګ وي؟

هغه ګلان چې سپین او یاسمني رنګ لري، ناروغ ته د ارامۍ احساس ورکوي، خو تر ډېره دغه څه په موسم پورې هم تړلې خبره ده؛ که د پسرلي موسم وي، هڅه وکړئ داسې ګلان چې ګرد او تېز بوی ولري او ډېر کله د حساسیت لامل کېږي د ناروغ لپاره مه وړئ.

په زړه پورې کتاب، چې وکولی شي ناروغ یې په لوستلو د خوښۍ احساس وکړي او یو څو ساعتونه یې په خوښۍ تېر شي هم د ګل په څېر د یوې ښې ډالۍ بدیل کېدای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب