تاند (سېشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۳۰ مه) د افغانستان په نورستان ولایت کې د موسمي بارانونو له امله د ناڅاپي سېلونو له کبله لږ تر لږه ۲۰ کسان مړه شوي دي. ځینې ځايی سرچینې وايي چې د مړو شمېر تر ۴۰ اوښتی دی.
د طبیعي پېښو د مدیریت ادارې او د نورستان د والي دفتر ویلي، چې سېلونو د دوشنبې په ورځ د ولایت مرکز پارون وځاپه، ګڼ کورونه، هوټلونه او دوکانونه یې ویجاړ کړل.
د افغانستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې (ANDMA) د هغو معلوماتو له مخې، چې پرونه مازدیګر یې خپاره کړل، تر اوسه د ۲۰ کسانو جسدونه موندل شوي، له ۸۰ څخه ډېر کسان ټپیان دي او د یو شمېر نورو کسانو د موندلو لپاره د ژغورنې عملیات روان دي.
ویل کېږي چې د پارون ښاروال او د سیمهییزو ادارو یو شمېر کارکوونکي هم د ورکو کسانو په ډله کې شامل دي.
د ولایت د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د ژغورنې او لټون عملیات پیل کړي، څو ورک کسان پیدا او د قربانیانو جسدونه راوباسي.
د سیمهییزې غیر دولتي موسسې شپول (Shpoul) مشر، عاشقالله صافي، فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي چې:
“سېلاب د پارون ښاروالۍ ودانۍ په بشپړه توګه له منځه وړې ده.”
هغه زیاته کړه چې هوټلونه او لسګونه دوکانونه هم ویجاړ شوي، او اوسېدونکي د مناسبو وسایلو له نشتوالي سره سره د کنډوالو ترمنځ د ژوندي پاتې شویو او قربانیانو د موندلو هڅه کوي. د سېلاب له تېرېدو وروسته د ښار په بېلابېلو برخو کې سترې ډبرې او ډېرې خاورې پاتې شوې دي.
په ټوله سیمه کې د موسمي بارانونو ناورین
افغانستان، لکه ګاونډیان یې پاکستان او هند، د موسمي بارانونو او ناڅاپي سېلونو پر وړاندې ډېر زیانګالی هېواد دی.
د روان کال د موسمي بارانونو له پیل راهیسې، په جنوبي اسیا کې سخت بارانونه، سېلونه او ځمکې ښوېدنې پراخ زیانونه اړولي دي.
په هند کې د دوشنبې په ورځ سېلونو او ځمکې ښوېدنو لږ تر لږه ۲۵ کسان وژلي دي.
د نورستان مرکز پارون د هند له جمو ښار څخه شاوخوا ۴۶۵ کیلومتره لرې دی، چې هلته هم ناڅاپي سېلونو پراخ زیانونه اړولي دي.
په نیپال کې د جون له نیمایي راهیسې د موسمي بارانونو له امله ۲۷ کسان مړه، یو ورک او ۶۹ نور ټپیان شوي دي.
د چاپېریال ادارې خبرداری
د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې مشر مولوي مطیعالحق خالص ویلي چې په هېواد کې د سېلونو پېښې زیاتې شوې دي.
هغه خبرداری ورکړی چې د چاپېریالي ستونزو زیاتېدو د افغانستان بشري وضعیت لا پسې خراب کړی او د یوه جدي بشري ناورین په رامنځته کېدو کې یې ونډه لرلې ده.
د باران د دوام په اړه د هواپېژندنې ادارې وړاندوینه
د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې اټکل کړی چې، نن (سېشنبه د چنګاښ ۳۰مه) به د نورستان په ګډون په ۱۰ ولایتونو کې د تېز باران واوري او ورسره د تېزو بادونو، دوړو او سېلونو احتمال شته.
دې ادارېپه یوه خبرپاڼه کې، جې پرون یې خپره کړې، ویلي چې بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، او غزني هغه ولایتونه دي چې د ورښت اټکل پکې شوی دی.