Homeخبرونهد ماشو د ختمولو لپاره د اې آی مایکرو ډرونونو نوې ټکنالوژي

د ماشو د ختمولو لپاره د اې آی مایکرو ډرونونو نوې ټکنالوژي

تاند (سې شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۳۰ مه) د امریکا د ټکنالوژۍ یو شرکت (سټارټ‌اپ) داسې واړه ډرونونه جوړوي چې په مصنوعي ځیرکتیا سمبال دي. دغه ډرونونه د الوتنې په ترڅ کې ماشي، مچان او نور الوتونکي حشرات پېژندلی او په نښه کولی شي.

امریکایي سټارټ‌اپ ټورنیول (Tornyol)، چې د مشهور سټارټ‌اپ پروګرام Y Combinator ملاتړ هم ورسره دی، وایي چې د دې ټکنالوژۍ په وسیله به د ماشو د له منځه وړلو لګښت د اوسنیو دودیزو لارو پرتله تر ۱۰۰ برابره پورې راکم شي.

د شرکت په وینا، په راتلونکي کې به د دغو مایکرو ډرونونو ډلې په ښاري سیمو کې په خپلواکه توګه (یعني د انسان له مداخلې پرته) ماشې او مچان له منځه وړي، چې ورسره به د کیمیاوي سپرې او هغو دودیزو لارو اړتیا کمه شي چې چاپېریال ته زیان رسوي.

د جولای په ۱۴مه، د شرکت شریک بنسټګر الیکس توسانټ یوه ویډیو خپره کړه، چې پکې یو مایکرو ډرون په محدود چاپېریال کې په بریالیتوب سره یوه الوتونکی حشره په نښه کوي. خو په دې ازموینه کې د ماشې پر ځای یو پتنګ کارول شوی و، نو ځکه دا ټکنالوژي لا هم په ازمیښتي پړاو کې ده.

د شرکت هدف دا دی چې یوازې ۴۰ ګرامه وزن لرونکي ډرونونه جوړ کړي. دا ډرونونه به ځیرک ملفون (سمارټ‌فون) په څېر مایکروفونونو، الټراسونیک سینسورونو (Sensors) او د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ سافټویر په مرسته ماشې پیدا کړي.

د دغو ډرونونو ځانګړنه دا ده چې الټراسونیک څپې خپروي او د بېرته راګرځېدلو غږیز انعکاس تحلیلوي. د ماشو د وزرونو د ځانګړي حرکت له امله رامنځته کېدونکي ډوپلر غږ په مرسته، دوی کولای شي ماشې له نورو الوتونکو حشراتو څخه جلا وپېژني.

د شرکت انجنیران ادعا کوي چې په راتلونکي کې به یوازې ۱۰ مایکرو ډرونونه وکولای شي د نژدې یو مربع کیلومتر په ساحه کې د ماشو شمېر په اغېزناک ډول راکم کړي.

خو د دې ټکنالوژۍ اصلي اغېزمنتیا به یوازې د نورو ازموینو او په واقعي چاپېریال کې د عملي تجربو له بشپړېدو وروسته په ډاګه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

کترینه کیف د ۳۵۰۰ میلیون هندي روپیو د سینګار محصولات پلورلي

تاند (شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۷ مه) د بالیووډ مخکښې اداکارې کترینه کیف له سینمايي بریاوو وروسته د سوداګرۍ په ډګر کې هم د...